تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د علماؤ لپاره اوږده نومونه او القاب
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 22, 2019
  0

لیکنه: مولوي نور الحق مظهري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د علماؤ لپاره لوی او اوږده نومان او لقبونه کمال نه بلکي نقصان دئ.


د اوږدو نومانو او لقبونو تاوانونه:


۱ ـ په ويلو کي يې ضياع د وخت راځي.


۲ ـ په ليکلو کي يې ضياع د وخت، کاغذ او قلم راځي.


۳ ـ په اورېدلو يې په انسان کي تکبر پيدا کيږي.


۴ ـ په هغه صورت کي چي څوک په خوشحاله وي په لوی نامه باندي تظاهر د تزکيې راځي کوم چي شرعا ممنوع دئ.
۵ ـ د لوی نوم او لقب په ايښودلو کي خامخا داسي مبالغه کيږي چي درواغ ويلو ته مفضي کيږي.


۶ ـ د لوۍ لقب ايښودل داسي عمل دئ چي صحابه وو، تابعينو، تبع تابعينو او مجتهدينو ندئ کړی آن تردې چي نژدې تيرو سوو مصنفينو ندئ کړی او د يو بل د تعارف لپاره يې هيڅ وخت لوی نوم ندئ کارولی.


۷ ـ د لوی نوم او لقب په مروج کيدلو سره انسان ته يو قسم د شهرت طلبۍ عادت پيدا کيږي چي له مخي يې هر وخت په لوی نوم باندي د ځان د معرفي کولو غوښتنه کوي که يې څوک په لوی نامه او لقب معرفي نکړي خوا يې ورڅخه بدیږي.


۸ ـ د لوی نوم او لقب په مروج کيدلو سره د انسانانو ترمنځ پر لقبونو، نومونو، لفظونو او عنوانونو يو قسم منفي سيالي او رقابت پيدا کيږي چي ګټه يې تنها شيطان ته رسيږي او د هغه د خوشحالۍ سبب جوړیږي.


د ځينو اهل علمو ځيني نواقص او اشتباهات:


۱ – شهرت طلبي.
۲ – ځان په هرڅه باندي پوه ګڼل.
۳ – په ځينو شيانو باندي د نه پوهيدلو څخه انکار.
۴ – د نورو علماؤ د ملاقات او ليدني څخه نفرت.
۵ – بې تحقيقه خبره منل.
۶ – تند تبيلغ او سست عمل.
۷ – پر خپل عمل او خبره باندي دليل ويل که څه هم د تحقيق خلاف وي.
۸ – پر نورو علماؤ باندي ژر ټاپې او مهرونه لګول.
۹ – د يوه عمل له وجهي د شخصيتونو جرح او تقبيح کول.
۱۰ – پرځان باندي دداسي لقب او تخلص ايښوول چي تر يوه مذهبه او يا يوه شرعي اصل پوري دده د تړاو ښکارندويې کوي لکه: موحد، توحيدي ، حنفي، مذهبي او داسي نور...
۱۱ – د ځان لپاره په اوږده نامه او تخلص باندي خوشحاله کيدل او يا هم د نورو لپاره اوږد نوم او يا تخلص کارول.
۱۲ – خط، قرائت او عصري علومو ته نه پاملرنه.
۱۳ – د عوامو په اصطلاح او ژبه باندي خبري کول.
۱۴ – ديني خدمت په ځان کي منحصر کول او د نورو ديني خدماتو ته په سپکه کتل.
۱۵ – د نورو ليکنه او تصنيف ځانته منسوبول.
۱۶ – په حجره اومدرسه کي طالب العلم ته د کار لپاره ځاي ورکول.
۱۷ – شاګردانو ته ښکنځل او سپکي خبري کول.
۱۸ – د قوم، نژاد او ژبې  پر بنياد د خلګو سره خاصه رابطه ساتل.
۱۹ – په ناخبرۍ کي د منکراتو او يا اتهام مجلس ته تلل بيا هلته د توان سره سره چوپ پاته کېدل.
۲۰ – د خپلو لوڼو نکاح ځنډول او يا په ډير ولور باندي ورکول.

 

سرته