تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:و ابوطالب ته د قريشو آخرنۍ ډله
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۹۷ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

و ابوطالب ته د قريشو آخرنۍ ډله

 

اوس چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د خپلو ټولو ملګرو سره د شِعَبِ ابي طالب څخه را و وتى پر هغه خپل پخواني قِسم دعوت کوي، مګر قريش که څه  هم بنديز او انحصار يې پاى ته ورساوه خو بيا هم پر مسلمانانو هغه آزارونه او هغه دوى دي، خلك د الله جل جلاله  دلاري څخه منعه کوي او ابوطالب پر هغه ډول د خپل وراره دفاع او ساتنه کوي مګر په دغه وخت کي د ابوطالب عمر تر اتيا کلو اوښتى ؤ، دغه لوى واقعات او غمونه چي د کلو راهيسي پرله پسې پر ده تېرېدل خاصتًا دغه بنديز او انحصار ډير ضعيفه کړى ؤ، هغه پخوانئ قوت او شدت يې نه ؤ پاته، د شِعب څخه د ده د را وتلو څو مياشتي لا نه وې تيري سوي چي ډير سخت مريض سو. 

 

دلته نو مشرکانو مشوره سره وکړه، ويل: حمزه او عمر مسلمانان سوه او د محمّد صلی الله علیه وسلم  د دين خبري په ټولو عربو او قريشو کي نشر سوې که موږ د ابوطالب تر وفات وروسته د هغه په وراره يو څه وکړو ټول عرب به و  موږ ته پيغور را کوي چي اکا يې ژوندئ ؤ دوى څه نه سواى په کولاى او اوس چي اکا يې وفات سو او هغه يې تنها وليدى نو يې پر را واچول اوس قريش غواړي چي د ابوطالب په حضور د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره خبري وکړي او يو څه هغه شيان ور سره و مني چي تر دې د مخه يې نه ورسره منل، نو د  قريشو يوه ډله وابوطالب ته ورغله چي دا د قريشو آخرنۍ ډله ده چي و ابوطالب ته ورځي او د ده د وراره په باره کي خبري ور سره کوي.

 

د قريشو ټول اشراف او مشران چي عُتبه بن ربيعه، شيبه بن ربيعه، ابوجهل بن هشام، اُمَيه بن خلف، ابوسفيان بن حرب او نور پکښې وه، ټوله سره پنځه ويشت نفره و ابوطالب ته ورغله او ويل: يا ابا طالب! ته په هغه خپل مقام او درجه پوهېږې چي په موږ کي يې لرې او تا ته اوس دغه مريضي پېښه ده، موږ پر تا بېرېږو چي زموږ د منځ څخه به ولاړ سې او په دې هم خبر يې چي زموږ او ستا د وراره په منځ کي اختلاف سته، نو اوس دي وراره را وغواړه زموږ د طرفه يو څه و ده  ته ورکړه او د ده د طرفه يو څه موږ ته راکړه، موږ به د ده څخه منعه سو او دئ به زموږ څخه منعه سي، موږ او زموږ دين دي سره پريږدي او موږ به دئ او د ده دين سره پريږدو، ابوطالب و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نفر ور ولېږى او هغه هم راغلى، ابوطالب ورته و ويل: اې وراره دغه نفر ستا د قوم اشراف دي سره يو ځاى  سوي دي غواړي چي يو څه درکړي او يو څه در څخه واخلي او بيا يې هغه نوري خبري ورته وکړې کومي چي قريشو و ابوطالب ته کړي وې چي موږ به په ده کار نه لرو او دئ دي په موږکار نه لري. 

 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  و قريشو ته مخ  ور  واړاوه او ورته ويې ويل: څه فکر کوى؟ که زه يوه خبره درته وکړم او  تاسي هغه خبره وکړی په هغه سره به د عربو پاچهان وګرځى او عجم به سر درته کښته کړي. 


په بل روايت کي راغلي دي چي و ابوطالب ته يې و ويل: اې اکا دوى و يوه داسي کار ته نه را بولې چي هغه د دوى دپاره خير او بهتر وي؟ ابوطالب و ويل: و څه شي ته يې را بولې؟ويل: زه يې و يوې خبري ته را بولم چي د هغې په ويلو سره به عرب سر ور ته کښته کړي او د عجمو به مالکان وګرځي، قريشو چي دا خبره واورېدل چپ سوه او په حيرت کي سوه، نه پوهيږي چي څنګه د دغي يوې جملې د ويلو څخه چي هغه هم دومره فايده ولري انکار وکړي، وروسته ابوجهل و ويل: دا يوه خبره څه شي ده؟ موږ به دي لس خبري ومنو، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: فقط دغه يوه کلمه و واياست (لا الْه الا الله) او هغه چي تاسي يې عبادت کوى هغه پرېږدى، قريشو لاسونه سره وټکول او وې ويل: يا محمّد! ته غواړې چي دغه آلهه يو اِلْه وګرځوې، ستا کارونه عجب دي، بيا نو ځينو و ځينو نورو ته و ويل: والله د هغو شيانو څخه چي تاسي يې غواړى دا سړئ هيڅ نه درکوي در ولاړسى او د خپلو پلرو دين مو ټينګ کړی، تر څو چي الله ستاسي او د ده په منځ کي فيصله کوي او بيا نو قريش ولاړل. 

 

د دغو کسانو په باره کي د سورة ص دغه آياتونه نازل سوه چي رب عزوجل  فرمايې: 
وَعَجِبُوا أَن جَاءَهُم مُّنذِرٌ مِّنْهُمْ وَقَالَ الْكَافِرُونَ هَٰذَا سَاحِرٌ كَذَّابٌ ﴿ص: ٤﴾ 
او کفار د دې څخه تعجب کوي چي و دوى ته بېرونکى نبي د دوى څخه راغلى دى او دغه کافران وايي چي دغه بېرونکى نبي ساحر، درواغجن دى.


أَجَعَلَ الْآلِهَةَ إِلَٰهًا وَاحِدًا إِنَّ هَٰذَا لَشَيْءٌ عُجَابٌ ﴿ص: ٥﴾
آيا ده دغه (360) معبودان يو إلْه ګرځولى دى؟ دغه چي دئ وايي: دغه ډير معبودان پريږدى او د يوه الله عبادت کوى يو ډير عجب شئ يا کار دى چي مثل نه لري.


وَانطَلَقَ الْمَلَأُ مِنْهُمْ أَنِ امْشُوا وَاصْبِرُوا عَلَىٰ آلِهَتِكُمْ إِنَّ هَٰذَا لَشَيْءٌ يُرَادُ ﴿ص: ٦﴾.
 او د دوى مشران په تلوار سره د دغه مجلس څخه ولاړل چي يوه او بل ته يې سره ويل: درځى درځى، د دې ځاى څخه ولاړېږى او د خپلو معبودانو پر عبادت صبر وکړی (ټينګ اوسى) بېشکه چي دغه شئ يعني: توحيد خامخا يو شئ دى چي زموږ څخه يې إراده سوې ده، يعني: دئ غواړي چي د توحيد په نامه سره موږ ټول د ځان تابع کړي.


مَا سَمِعْنَا بِهَٰذَا فِي الْمِلَّةِ الْآخِرَةِ إِنْ هَٰذَا إِلَّا اخْتِلَاقٌ ﴿ص: ٧﴾
دغه توحيد او وحدانيت په وروستني (عيسوي) دين کي موږ نه دى اورېدلى، دغه توحيد د خپله ځانه څخه جوړ سوي درواغ دي او وروستني نور آياتونه هم په دغه باره کي نازل سوي دي.

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته