تازه سرليکونه
د (فتوا زکات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: سرسایه د یوه ملک څخه بل ته لېږل
 
  May 12, 2017
  0

 تعلیم الاسلام دارالافتاء 


مسلسله شمېره : (  ۲۰۰)

نوم: سعادت  

سوال : ایا سرسایه د یوه ملک نه بل ملک ته لیږلای شي او که نه؟ او د اختر نه مخکي سرسایه ورکولای شي که نه؟

جواب : سرسايه د يوه ملک څخه بل ملک ته  او يا د يوه کلي څخه بل کلي ته وړل د احنافو په نزد روا نه دئ بلکه مکروه تنزيهي دئ.  هر ځای چي ستا مال دئ هغه هم هغه ښار کي به يې صدقه الفطر   و مسکينانوته ويشې البته که چيري ستا عزيزان او  قريبان په کوم  بل ځای کي وي بيا يې وړل روا دي ځکه چي دا  صله رحمي هم ده او يا په بل ښار کي ورته زيات ضرورت و يعني هلته زيات حاجتمندان موجود وه يا يې مسلمانانو ته هلته ګټه زياته رسېدله لکه د دارالحرب څخه  و دارالاسلام ته. (۱)
 
او سرسايه تر اختر مخکي هم ورکولای سې. (۲) 




جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحیح: مولوي عبدالهادي آغا
تعلیم الاسلام دارالافتاء 
کندهار افغانستان



ـــــــــــــــــــــــــ
(۱): الموسوعة الفقهيه: ج ٢٣   ص ٣٣١ 
 
(۲): قدوري: ص ٧٤،  باب الصدقة  الفطر-  مطبع سعيد کراچي 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته