تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مسلمانان به ډيرشي خو بي ګټي
 
  February 7, 2012
  0
رالېږونکی: عزت الله
 
ثوبان رضي الله عنه وايي يو ځل رسول اکرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي يو داسي وخت راتلونکی دی چي (د کفر) ډلي به ستاسو د ختمولو لپاره په خپل منځ کي دا ډول را غونډشي لکه خوراک کونکي چي پر کاسه را غونډشي. د دې په اورېدو يو سړي پوښتنه وکړه چي ايا موږ به هغه وخت لږ يو؟

رسول اکرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: نه! بلکه هغه وخت به تاسو په شمير کي زيات ياست خو د اوبو د هغه ځګ په څير به ياست چي سېلاب يې له ځان سره بهوي. (بيا يې وويل) چي الله جل جلاله به هرومرو ستاسو د دښمنانو له زړو څخه ستاسو رعب وباسي او هرومرو به الله جل جلاله ستاسو په زړونو کي کاهلي او سستي واچوي. يو سړي پوښتنه وکړه چي د سستۍ (سبب) به څه وي؟

رسول اکرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل چي له دنيا سره محبت (هر څومره ذليل او له تکليفونو ډک ژوند به موخوښ وي، خو د غيرت مرګ ته به تيارنه ياست) او د مرګ څخه بېره (ابوداؤد). 

له کلونو دا وړاندوينه ټکي په ټکي صادقيږي او مسلمانان نن خپل دا د خوارۍ او ذلت حالت په سترګو ويني چي هيڅوک نه هغوی ته د قدر او عزت په نظر ګوري او نه په دنيا کي د هغوی وجود زغمي. يو وخت داسي هم وو چي نورو خلکوغوښتل د دوی مشران مسلمانان وي. يو وخت دا هم دی چي نامسلمان ملتونه په خپلو حدودو کي د مسلمانانو وجود هم نه خوښوي، غواړي چي د ټولي نړۍ مسلمانان په يو وخت کي ختم شي (داسي خوهيڅکله نه شي کيدای). البته داسي پيښي تېري شوي دي چي په کوم هيواد کي د مسلمانانو واک وو تر انقلاب وروسته يي له هغه ځايه ځانونه هم روغ ونشوای ايستلای، اندلس يي مشهوراو زوندي مثال دی (اندلس یا هسپانيه هغه ځای دی چي هلته مسلمانانو ٨٠٠ کاله پرلپسي ډېر شانداره حکومت وکړ خو وروسته د مسلمانانو د خپلو اختلافاتو له وجهي، عيسويان ورباندي غالب شول، مسلمانان يې يا مړه کړل يا يې وشړل. اندلس يې قبضه کړی نوم يې هسپانيه ورباندي کيښود. اوس هلته يو مسلمان په ټکټ هم نه پيداکيږي-ژباړن).
 

مسلمانان نن ولي له رسوايی او ذلت سره مخ دی؟ د ميليارډو له شمېر سره سره ولي د کافرانو له خوا ټکول کېږي؟ د دي ځواب په خپله د رسول اکرم صلي الله عليه وسلم په وينا کي موجود دی چي د دنيا د محبت او له مرګ څخه د ويري په سبب دا حال را منځته کيږي، کوم وخت چي مسلمانانو له دنيا سره مينه نه کوله او د جنت په مقابل کي چي له مرګ نه پرته نه شي تر لاسه کېدای (د دنيا ژوند دهغوی په نظر کي هيڅ ارزښت نه درلود (له همدي وجي هغوي له مرګ څخه نه وېرېدل) نو که څه هم په شمېر کي کم وه خو پر کافرانو يي پاچهي کوله او د الله جل جلاله په لارکي په جهاد کولو يي د نورو پر زړونو لاهم حکومت وکړ. نن چي زموږ کوم حال دی هغه موږ په خپله بدلولای شو په دې شرط چي د مخينيو مسلمانانو په شان دنيا ذليله او مرګ خوښ کړو، که نه تر دې به هم رسوا شو. 
ماخذ: د قيامت علامې
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته