تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د بلوغ اختيار او بالغه نجلۍ
 
  February 23, 2012
  0

 د بلوغ اختيار


نابالغه نجلۍ که پلار یا نیکه په نکاح ورکړي نو څه وخت چي دا نجلۍ بالغه سي د بلوغ په مهال کي دا نجلۍ همدا د پلار او نیکه لخوا د تړل سوي نکاح د فسخ کولو اختیار نه لري .
نابالغه نجلۍ که د پلار او نیکه څخه ماسیوا نورو اولیاوو لکه وړونو او اکاګانو په نکاح ورکړې وي هلته بیا دا نجلۍ د بلوغ خیار لري یعنی څه مهال چي بالغه سي نکاح فسخ کولای سي .

بالغه نجلۍ

بالغه او عاقله نجلۍ د خپلي نکاح اختیار پخپله لري د دې د نکاح اختیار چي د بلوغ ترمخه د اولیاوو سره وو هغه د اولیاوو اختیار یې په بلوغ سره ختمیږي .
پلار او ورور خپله بالغه او عاقله لور او خور د هغې د اجازې پرته په نکاح نسي ورکولای .

که پلار یا ورور د خپلي بالغي لور او بالغي خور نکاح د هغې د اجازې پرته د یو چا سره وتړي دا نکاح ددې نجلۍ پر اجازه موقوفه کيږي ، ځکه په دې صورت کي پلار او ورور فضولي دي .
که انجلۍ اجازه ورکړي هغه د پلار او یا د ورور لخوا تړل سوې نکاح يې نافذه او لازمیږي او که دې رد کړله نو بیا هغه د پلار یا د ورور لخوا تړل سوې نکاح يې بې اعتباره او باطلیږي .
بالغه او عاقله نجلۍ چي د خپلي نکاح اختیار پلار ته ورکړي بیا یې پلار وکیل ګرځي ، د وکالت په اساس یې په نکاح ورکولای سي . 

که نجلۍ خپل پلار ته عام وکالت ورکړي پلار يې هر چا ته په نکاح ورکولای سي او که د یو معلوم نفر سره یې د نکاح تړلو اختیار ورکړي بیا فقط د هماغه کس سره که نکاح ور وتړي نکاح يې لازمیږي .
کوم کس چي بل چا ته وکالت ورکوي هغه ته مُوَكِّلٌ وایي ، مُوَكِّلٌ هر وخت کولای سي چي خپل وکیل د وکالت څخه معزوله او ګوښه کړي .
 
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
 

سرته