تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
یو بوټی د ځان لپاره، بل د خوږ افغانستان لپاره
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 24, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


یو بوټی د ځان لپاره، بل د خوږ افغانستان لپاره


د بوټي د کرلو ګټي


بوټه او په کل کي کرنه، کرکیله او د نیالګیو کينول، له ځانه سره ډېري ګټي لري، چي له دې جملې یې یو څو په لاندي ډول دي.


ثواب تر لاسه کول


د بوټو او ونو کرلو په وسیله مسلمان انسان ته الله جل جلاله ثواب ور په برخه کوي؛ ځکه چي د اسلام ستر پیغمبر محمد مصطفی صلی الله علیه السلام فرمایلي دي چي بوټي او وني کرل صدقه جاریه ده او له دې څخه چي تر کومه مسلمان انسان فایده اخلي ثواب یې کر کوونکي ته رسیږي.

 

هوا پاکوي


د بوټو او ونو کرلو له امله هوا ډېره زیاته پاکيږي، همدا بوټي او وني دي چي د هوا په پاکۍ او صفایۍ کي ډېر زیات رول لوبوي، په کومو ځایونو کي چي بوټي او وني موجودي وي، د هغه ځایونو په نسبت چي بوټي او وني پکښي نه وي، هوا یې زیاته صفا او پاکه وي. د پاکي هوا د تنفس په خاطر هم بوټي او وني وکرئ.


اوبه زیاتوي


د بوټو او ونو کرل د اوبو په زیاتولو کي هم رول لري او په کومه ساحه کي چي بوټي او وني کرل کيږي، هلته اوبه زیاتي وي او د همدې بوټو او ونو له برکته اوبه زیاتیدای او په نشتون کي یې اوبه کمېږي. د اوبو د زیاتوالي او سپما په خاطر هم بوټي او وني وکرئ.

 

روغتیا ته ګټه رسوي


د بوټو او ونو کرل، روغتیا او صحت ته ډېره ګټه رسوي، په دې معنی چي بوټو او ونو ته په کتلو سره د انسان صحت ښه کيږي او پکار ده چي انسان په ورځ کي یو ساعت نیم په بوټو او ونو کي قدم وهلو ته ورکړي چي له همدې امله یې روغتیا ته ګټه رسیدای شي.


د بوټو د نه کرلو تاوانونه


بوټي او وني چي کرل یې ګڼي فایدي لري؛ خو بل طرف ته یې نه کرل هم ګڼ تاوانونه لري چي په لاندې ډول دي.


له ثوابه بې برخي کيدل


دا چي د بوټي او وني په کرلو سره مسلمان انسان ته ثوابونه حاصلیږي؛ نو طبعې خبره ده چي په نه کرلو سره به یې مسلمان انسان له دې ثوابونو څخه بې برخي کيږي. هر مسلمان انسان او خصوصا بزګر ته پکار ده چي د ثوابونو د ترلاسه کولو په موخه هم بوټي او اوني وکري.


د هوا ککړېدل


د زراعت او د هوا شناسۍ ماهرین وایي چي که په کومه سیمه کي بوټي او وني نه وي؛ نو د هغه ځای هوا نسبت هغه ځای ته چي هلته بوټي او وني زیاتي وي هوا یې ډېره ککړه او نا پاکه وي. د دې لپاره چي هوا مو پاکه او رڼه شي؛ نو ضروري او لازمي ده چي بوټي او وني وکرو.


د اوبو کمېدل


د بوټو او ونو د نه کرلو له امله اوبه هم کمېږي، بوټي او وني د ټول طبیعت په ټولو برخو اثر لري او پکار ده چي د طبیعت د ټولو برخو خصوصا د اوبو د کمېدلو چي اوبه د ژوند ماده ده ضرور وکرو.


د ناروغیو زیاتېدل


د بوټو او ونو کرل که له یوې خوا د  ناروغیو د مخینوي باعث کيږي؛ خو له بليخوا يې نه کرل بیا طبعي خبره ده چي د ناروغیو د زیاتیدو باعث دی. هر چاته پکار ده چي په خپل شاوخوا کي د ناروغیو د مخنیوي په موخه څه نا څه بوټي او وني وکري.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته