تازه سرليکونه
د (فکري پوهنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د غرب ځیني غولونکي اصطلاحات
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 28, 2024
  0

لیکنه  : مولوي عبدالسلام حنفي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د غرب ځیني غولونکي اصطلاحات 


د یو څو غولونکو اصطلاحاتو یادونه درته کوو، چي عام خلک ورباندي تیر باسي او په دې الفاطو سره خپله اصلي څېره بدلوي. 


۱ : نړیوالتوب: یعني ځان به له نړیوالو سره په هر څه چي برابروئ، د دین او مذهب قیودات، موانع او خنډونه به له منځه وړئ.


که له نړیوالو څخه یواځي ټکنالوژي، تمدن  او ساینس کي سیالي وکړو، نو کوم باک نه لري، مګر موږ له هغوی څخه  یواځي فکر، نظریه او قانون راخلو او ټکنالوژي یې پریږدو، چي له دې سره مو ستر زیان کړی دئ. 


۲: نړیوال امنیت: د نورو قومونو امنیت او سوکالي به نه خرابوئ، له دې څخه یواځي د غربي هیوادونو امنیت مراد دئ، که د اسلامي هیوادونو امنیت څومره هم خراب وي، هیڅ پروا نه کوي، ځکه دوی نه غواړي چي په اسلامي هیوادونو کي دي ارامي او سوکالي وي. جهاد، مبارزه، انتقام او دفاع به نه کوئ، ځکه چي نړیوال امنیت ته زیان رسیږي. 


۳ : نړیوال قانون: څه چي نړیوال غربي قانون وايي، هغه به په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو چي پلي کیږي، شرعي او مذهبي قوانین به ټول له منځه وړل کیږي. 


۴: ملل متحد یا ملګري ملتونه: په دې ټولنه کي ټول غربي ملتونه د اسلام او مسلمانانو په خلاف سره متحد دي، که دوی کومه فیصله وکړه، هر چا ته تر ټولو لوی سند دي، لکه څرنګه چي امریکا پر افغانستان یرغل کوي، نو له ملل متحد څخه یې د برید اجازه وغوښته هغوی ورته پوره اجازه ورکړه، ځکه هلته د اسلامي هیوادونو یوه استازي هم ممانعت نه شوای کولای او که ممانعت یې کړی هم وای، چا اعتبار نه ورکوی، ځکه د کفري هیوادونو استازي پچي زیات دي او کوم لوري ته چي پلویان زیات وي، هماغه لوري ته فیصله کوي. 


ماخذ: د ځوان نسل فکري روزنه، مخ،۱۶۵ 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته