تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کوم یو ښایسته دئ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 7, 2023
  0

لیکنه: حبیب الله قلم مل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


کوم یو ښایسته دئ؟ 


شايد ددې  سوال په جواب کي به ډير کسان نر ښايسته وبولي او ډير کسان ښځه، خو زموږ ددې سوال د جواب هدف د مطلب په پای کښي روښانه کيږي .


که موږ دنړۍ د خالق وتخليق ته وګورو، نو هر څه يې د يو حکمت په اساس پيدا کړي دي نارینه ته ئې يو ډول ښکلا ورکړې ده او ښځي ته يې بل ډول، خو که وګورو نو په ډيرو مخلوقاتو کي په ځانګړې توګه هغه چي جوړه، جوړه پيدا سوي  وي نارینه ئې تر ښځي  ښايسته وي، ددې خبري د ثبوت لپاره که  طاووس ته  وګورو نارينه يې تر ښځي ډېر ښايسته دی، همدارنګه د طوطي، چوغکي، فيل مرغ، فاخته (ګوګو کوتره) او همدارنګه نور حيوانات هم داسي قياس کړه،  که  د انسانانو بخش ته راسو، نو همدا ادعا کېداسي ځکه دليل يې دا دی، چي  د سينګار ډير شيان  د ښځو لپاره جوړ سوي دي لږ د نارينه وو لپاره، دا هم پر دې دلالت کوي، چي نارینه ښايسته دی، خو که  راسو خپل اساس ته چي هغه د اسلام دين دی، هغه د انسان د ښايست لپاره جسمي ښکلا معيار نه ده ګرځولې، بلکي معنوي ښکلا يې معيار ګرځولې ده، چي مراد ورڅخه تقوا، پرهېزګاري او اخلاق دي. دا که په نارينه کي وي، نو نارينه ښکلی دی او که په ښځه کي وي، نو ښځه ښکلې ده . راسئ، ځانونه د اخلاقو او پرهېزګارۍ په ښکلا ښکلي کړو ځکه دا د پرهېزګارۍ ښکلا وه، چي تور بلال ئې ښکلی کړی وو، سپين او ابوجهل يې بدرنګه کړی وو.

 

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله اته ویشتمه ګڼه، ۱۴۰۱ کال، ۱۰مخ 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته