تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
کله – کله دښمن ځان په دوست تېروي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 22, 2023
  0


 لیکنه: نعمت الله شاکر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کله – کله  دښمن ځان په دوست تېروي 


ځيني وخت دښمن ځان په دوست تیروي او د مقابل طرف د غوځارولو اراده تطبيقوي، نو د هغه د خيرخواهۍ دعوه کوي او د تير ايستلو کوښښ ئې کوي.


شيطان چي د حضرت آدم عليه السلام او حوا رضي الله عنها د تير ايستلو پلان تطبيقوی، هم ئې هغو ته وويل، چي زه ستاسو خيرخواه يم، حتی قسم ئې ورته واخيست: وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ ﴿الأعراف: ٢١﴾


او شيطان دوی دواړو ته قسم واخيست، چي بيله شکه زه ستاسو له خيرخواهانو څخه يم.


خو وروسته معلومه سوه، چي هغه د دوی او حتی د دوی د اولادونو ستر دښمن وو او خپله دښمني ئې وکړه.


همداسي د يوسف عليه السلام وروڼه خپل پلار ته وايي: قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ ﴿يوسف: ۱۱﴾.


(د يوسف عليه السلام وروڼو) وويل اې زموږ پلاره، تاته څه پيښه ده، چي د يوسف عليه السلام اړوند په موږ باور نکوې، پداسي حال کي چي موږ د هغه خيرخواهان يو. 

 

أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (۱۲)


هغه سبا زموږ سره واستوه، چي زموږ سره ښه خواړه نوشجان کړي او لوبي وکړي او موږ به ئې پوره ساتونکي يو.


يعني ته ولي يوسف عليه السلام زموږ سره له ملګرتيا منع کوې، پداسي حال کي چي موږ د هغه د خير اراده لرو، سات ئې ورتيروو، ښه د ميلې او تفريح خوراکونه په کوو او د هغه تر څنګ ئې ښه ساتو.


خو وروسته معلومه سوه، چي هغو يو شوم پلان درلود او هغه ئې عملي کړ.


نو پام به کوو، چي څوک مو په غوړو خبرو خطا نکړي او کومي کندي ته مو وانه چوي. 


نوټ: د دوست تيرې خبري او غصه مو د پټ دښمن تر نازونو بهتره ده.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته