تازه سرليکونه
د (فقهي معلومات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
اسان فقهي اصطلاحات ( پنځمه برخه: (خ)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 1, 2023
  0

لیکنه: مولوي محمد اکبر/  تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


اسان فقهي اصطلاحات 
(پنځمه برخه) 

(خ)


خراج: دخراجي مځکو څخه ترلاسه سوی محصول ته خراج ویل کېږي.


خِطبه: دنکاح پېغام، مرکه.


خصم: طرف، مدعي او که مدعي علیه وي.


خف: چرمي موزه، یا هغه موزه چي دڅرمني تلی ورلګول سوی وي.


خلع: دښځي څخه دمال په بدل کي نکاح ختمول.


خلوت صحیحه: دخاوند او مېرمني په یو داسي ځای کي یوځای کېدل چي دجماع هيڅ مانع نه وي، که چېري حسي، طبعي یا شرعي خنډ موجود وي نو هغه خلوت فاسده بلل کېږي.


خیار: په یوه سودا یا معامله کي بائع او مشتري دواړو ته دسودا او معاملې پاته کېدلو او ختمولو واک.


خیار عیب: په مبیع (رانیول سوی) کي چي یو داسي عیب وي، چي دتجارانو په نیز دپيسو دکمی سبب کېږي او په دې وجه رانیوونکي ته د ردولو یا قبلولو اختیار ورکول.


خیار شرط: دبائع یا مشتري یو یا دواړه په تړون کي دغور وفکر کولو له پاره شرط کښېږدې، دامام ابوحنیفة رحمة الله علیه په نیز درې ورځي دي. رانیولو په وخت کي ده ته دقبول او نه قبول اختیار ورکول.

 

www.taleemulislam.net

 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته