تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره (۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 17, 2023
  0

لیکوال : مولانا محمد عبدالقوي صاحب
ژباړن: علي الله متوکل/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

بد امنیتي او ویني تویول د اسلام له نظره
(شپږمه برخه) 


ناحقه وینه تویول الهي غضب ته دعوت ورکول دي


عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «لَنْ يَزَالَ المُؤْمِنُ فِي فُسْحَةٍ مِنْ دِينِهِ، مَا لَمْ يُصِبْ دَمًا حَرَامًا ( رواه البخاري)


ژباړه: مؤمن بنده همېشه په خپل دین کي ازاد اوسیږي، ترڅو ئې ناحقه وینه نه وي توی کړې.


که څه هم، هر بد کار کول د انسان د دیني او اخلاقي ژوندانه د منځه تلو او د الله تعالی د قهر او غضب سبب ګرځي، خو دلته په ځانګړي ډول ناحقه وینه تویول بد عمل بلل سوی دئ او تر څو، چي د انسان لاسونه د ناحقه ویني تویولو څخه پاک نه وي، تر هغو د الله جل شانه د رحمت او بخښني امید نسته.


که د انسان لاسونه د ناحقه وژني په وینو رنګ وه، نو د تنګسې تر څنګ به د هغه خلکو په لیکه کي و شمېرل سي، کوم چي د الله جل شانه د رحمت څخه محروم دئ. (مظاهر الحق جدید: جلد ۳)


د مسلمان وژل لویه ګناه ده


عن عبادة بن صامت رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال: كُلُّ ذَنْبٍ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَغْفِرَهُ إِلاَّ مَنْ مَاتَ مُشْرِكًا أَوْ مُؤْمِنٌ قَتَلَ مُؤْمِنًا مُتَعَمِّدًا (رواه الطبرانی مجمع ازوائد: جلد ۷)


ژباړه: د حضرت عبادة بن صامت رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: د الله جل شانه څخه د هري ګناه د بخښلو امید سته، مګر د هغه چا د بخښي امید نسته، چي د شرک په حالت کي مړ سي یا په قصد سره یو مسلمان ووژني.


مطلب داچي، د ټولو علماؤ پردې اتفاق دئ، چي مشرک ته بخښه نه کيږي او که د قصدي وژني څخه وروسته یو څوک بغېر له توبې څخه مړ سي،  نو د اوږده وخت لپاره به په جهنم کي وي، که څوک د مسلمان وژنه حرامه وګڼي او مړ ئې کړي، نو دې کس ته بخښنه نه کيږي، خو که ئې رښتینه توبه وکښل، بیا ئې د بخښي امید سته.


د مسلمان وژنه هیڅکله جائز نه ده


عن ابی امامة رضی الله عنه عن النبی صلی الله علیه وسلم قال ان الله عزوجل لم یحل فی الفتنة شیئاً حرمه قبل ذالک، مَالِاحدکم یأتی اخاه فیسلم علیه ثم یجی بعد ذالک فیقتله. (رواه الطبرانی)


ژباړه: د حضرت ابی امامة رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: بیشکه الله جل شانه  په فتنو کي هیڅ شی نه دئ حلال کړی، چي هغه دي حرام وي مخکي تر دغه فتنې. تاسو هیڅ کس ته نه ده حلال، چي یو وار سلام ورته کوی او بیا ئې قتل کوی.


مطلب داچي، د مسلمان وژنه د فتنې او فساد پر وخت هم داسي حرامه ده، لکه نور وختونه. دا ډېره عجبه ده؛ چي کله یو مسلمان د بل مسلمان سره مخ سي، نو سلام ورته کوي (په سلام کي د هغه د سلامتیا دعا کوي) او وروسته ئې بیا د کافر په شان وژني.


د قومیت په خاطر د ویني تویول


عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ : مَنْ خَرَجَ مِنْ الطَّاعَةِ ، وَفَارَقَ الْجَمَاعَةَ ، فَمَاتَ ، مَاتَ مِيتَةً جَاهِلِيَّةً ، وَمَنْ قَاتَلَ تَحْتَ رَايَةٍ عِمِّيَّةٍ يَغْضَبُ لِعَصَبَةٍ ، أَوْ يَدْعُو إِلَى عَصَبَةٍ ، أَوْ يَنْصُرُ عَصَبَةً ، فَقُتِلَ ، فَقِتْلَةٌ جَاهِلِيَّةٌ ، وَمَنْ خَرَجَ عَلَى أُمَّتِي يَضْرِبُ بَرَّهَا وَفَاجِرَهَا ، وَلا يَتَحَاشَى مِنْ مُؤْمِنِهَا ، وَلا يَفِي لِذِي عَهْدٍ عَهْدَهُ ، فَلَيْسَ مِنِّي وَلَسْتُ مِنْهُ (مسلم: جلد ۲)


ژباړه: د حضرت ابو هریرة رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي رسول صلی الله علیه وسلم و فرمایل: څوک چي د امام (خلیفه) د اطاعت څخه ووتی، د اسلام ډلي څخه بېل سو او په دغه حال کي مړ سو، نو د هغه مرګ به د جاهلیت مرګ وي او څوک چي د یو داسي بیرغ لاندي و جنګېد، چي د هغه حق او باطل کېدل څرګند نه وي او د تعصب څخه غضبناک سو او د یو تعصب په مرسته ئې خلک ځان ته را وبلل  او په دې حال کي مړ سو، نو د جاهلیت په مرګ مړ سو او چا چي زما په امت توره راواخیستل را ووتی او و درېدئ، د امت ښه او بد خلک ئې ووژل او نه ئې د مؤمن پروا وکړه او نه ئې د عهد والا عهد پوره کړ، نو هغه کس زما څخه نه دئ او نه زه د هغه څخه یم. 


د رسول اکرم صل الله علیه وسلم د پورته حدیث مطلب دادئ؛ چي که څوک قومي او ژبني تعصب ته د خلکو دعوت کوي، یا په ظلم کولو کي یو د بل کومک د قوم په خاطر کوي او یا هم د قومیت په خاطر د بل مسلمان ورور وینه تویوي، دا کس د مسلمانانو د ډلي څخه وتلی دئ، ځکه چي دا د مسلمانانو اعمال نه دي. 


د فتني او فساد په اوسني وخت کي هغه خلک، چي په قومي تعصب اخته دي، هغوی باید فکر وکړي، چي دوی خو به د قوم په خاطر خپل ایمانونه د لاسه نه وي ورکړي.


عصبیت یا قومیت و څه شي ته وایي؟


و عن واثله بن الاسقع رضی الله عنه قال قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، مَا الْعَصَبِيَّةُ؟ قَالَ: «أَنْ تُعِينَ قَوْمَكَ عَلَى الظُّلْمِ (رواه ابو داؤد)


ژباړه: د حضرت واثله بن الاسقع رضی الله عنه څخه روایت دئ، چي ما وویل: ای د الله رسوله! عصبیت څه شي دئ؟ رسول صلی الله علیه وسلم راته وویل: عصبیت دادئ، چي ته په ظلم کي د خپل قوم حمایت (کومک) وکړې.


مطلب داچي، که څوک په ناحقه کار کي د خپل قوم ملاتړ وکړي دا عصبیت او جاهلیت دئ او که په ښه کار کي څوک د خپل قوم یا ډلي ملاتړ وکړي، نو دا ښه خبره ده، دې کي هیڅ قباحت نسته، بلکي حکم ئې سوی دئ.


نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمايي: په تاسو کي بهترین هغه څوک دئ، چي خپل د قوم او ډلي څخه ظلم او تېری لیري کړي، په داسي حال کي چي خپله د ګناه مرتکب نه سي. (ابو داؤد)


یعني څوک دي د یو چا سره دومره مرسته نه کوي، چي پر بل کس باندي ظلم وسي. 


نوربیا... 


مأخذ: د "بې امنیتي او وژني"  کتاب څخه 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته