تازه سرليکونه
د (فتوا طلاق) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که يو سړى خپله ښځه طلاقه کړي، نو په...
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 4, 2023
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء

 
د صادرې شميره : (۵۳۳)
نوم:قدرت الله    
 
د اوسېدو ځای:  کندهار ولايت ،٥ ناحيه 
             
سوال : که يو سړى خپله ښځه طلاقه کړي، نو په کومو شرايطو بیرته رجوع ورته کولاى سي، البته که په ثلاثه طلاق ورکړي؟
 
جواب :  حامدًا ومصلياً
که يو څوک و خپلي ښځي ته درې طلاقه ورکړي، نو دغه ښځه به دده په کور کي عده تېره کړي.
 
اوس نو دغه ښځه وده ته نه ده روا يعني رجوع نه سي ورته کولاى تر څو چي دغي ښځي بل مېړه کړي نه وي.
 
که دغه ښځه وروسته تر عدې بل مېړه وکړي او هغه مېړه هم نزدېکت ورسره وکړي او هغه خاوند بيا طلاق ورکړي او د هغه مېړه په کور کي عده تېره کړي، اوس نو بيا کولاى سي چي  دوی دواړه يعني  ښځه او  اول ميړه په خوښه سره نکاح وتړي.
 
خو چي تر څو  بل ميړه ونه کړي او هغه جماع ورسره  ونه کړي او هغه بيا طلاق ورنه کړي اول مېړه ته نه روا کیږي .
 
الجواب : مولوي عبدالسلام 
الجواب صحيح : مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري و مولوي عبدالغفار حُسيني
تعليم الااسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان 
 
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): وَلَا تَحِلُّ لَهُ الْمَرْأَةُ بَعْدَ مَا وَقَعَ عَلَيْهَا ثَلَاثَ تَطْلِيقَاتٍ حَتَّى تَنْكِحَ زَوْجًا غَيْرَهُ يَدْخُلُ بِهَا. المبسوط: ج٧ ، ص١٤٠ ، کتاب الطلاق .
 

www.taleemulislam.net

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته