تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امت یووالی (۷)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 31, 2023
  0

لیکوال: مفتي محمد شفیع عثماني رح
تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

د امت یووالی
(اووهمه برخه)

 

د اجتهاد شرطونه


امام شافعي ؒ چي چیري د مجتهدینو یو د بل تخطیه ناروا بللې ده، هلته یې د هغه معقول لامل او د یوه شرط ذکر هم کړی دی، د عبارت متن یې دا دی:


و في هذا من قول الشافعي دلیل علی ترک تخطئة المجتهدین بعضهم لبعض اِذ کل واحد منهم قد أدی ما کلف باجتهاده اذا کان ممن اجتمعت فیه آلة القیاس و کان ممن له ان یجتهد و یقیس. (جامع العلم ۷۳ص ۲ج)


د امام شافعي ؒ په خبرو کي ددې دلیل سته، چي هیڅ یو مجتهد دي بل مجتهد پر خطا نه بولي؛ ځکه چي دوی کي هر یوه خپله هغه فریضه ادا کړې ده، چي پر غاړه یې وه، خو په دې شرط چي په ده کي به د اجتهاد شرطونه موجود وي او د مجتهدینو په نزد به و ده ته د اجتهاد او قیاس کولو حق حاصل وي.


له دې معلومه سوه چي د دوو مختلفو رایو دا احترام چي په دوی کي یوه ته هم مُنکَر نه ویل کیږي او ددې رایې والا ته خطا کوونکی نه ویل کیږي، دا یواځي په هغه صورت کي دی چي اجتهاد صحیح وي او له خپلو شرطونو سره موافق وي، د نن سبا جاهلانه اجتهاد نه وي، چي څوک په عربي ژبه هم سم نه پوهیږي، خو په قرآن او حدیثو کي اجتهاد کوي، داسي اجتهاد خپله یوه لویه ګناه ده او له دې څخه پیدا کيدونکي رایه بله ګناه او ګمراهي ده چي نکیر  ورباندي کول واجب دي.


د سنت او بدعت په کشمکش کي صحیح تګلاره


زموږ په ټولنه کي یو هغه اختلاف هم دی چي د بدعت او سنت له عنوانه را پیدا سوی، ډیرو خلکو د قرآن او حدیثو په تعبیر کي صحیح اصول پرېښي، شخصي رایې یې مقتدا جوړي کړي او نوي نوي مسایل یې پیدا کړي، دا ډول اختلافات بېشکه هغه تفرق او بېلوالی دی چي قرآن او حدیث خلک ځني منع کوي، ددې د ختمولو یا کمولو هڅه بلا شبهه ګټوره ده، مګر قرآن کریم ددې هم یوه ځانګړې طریقه ښودلې ده، چي په ذریعه یې د اختلاف خلیج کمېدلای سي او دا ذریعه د دعوت الی الخیر اصول دي یعني په اول قدم کي په حکمت او تدبیر، خیرخواهۍ، همدردۍ او نرمۍ  سره د قرآن کریم و صحیح مفهوم ته  خلک را بلل او دوهم قدم کي د «مجادله بالتي هي الأحسن » واری دی، یعني په حجت او دلیل سره د افهام او تفهیم هڅه باید وسي، خو افسوس چي نن ځینو علماوو او مصلحینو دا اصول تر شا غورځولي دي، شپه  او ورځ په غیر مشروطه اندازه په مجادلو بوخت دي، چي د خپل حریف د سپکاوي، پسخند وهلو او د هغه د زیر کولو لپاره ریښتیا او درواغ، روا او ناروا حربې کاروي، پایله یې دا سوه چي د شخړو او جګړو بازار ګرم سو، خو د مخلوق د اصلاح یوه لاره پیدا نه سوه.


نوربیا... 

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته