تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د څپلیو (چمپلانو او بوټونو ) د نه کښلو ضررونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 17, 2023
  0

د څپلیو د نه کښلو ضررونه 


ژباړه: خیال محمد خادم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


درنـــــــــــــــو لوستونکو! ولي مسجد ته دداخلېدو مخکي څپلۍ باسو؟! دغه سوال په حقیقت کي یو شکمن یا ملحد کس وړاندي کوي؛ خو علم بیا ددې له پاره حیرانوونکي شیان کشف کړي دي، تاسي اجازه را کړئ، څو درته وړاندي يې کړم. ښه علم د اوسېدلو ځای ته تر داخلېدو مخکي د څپلیو د ایستلو د ګټو په رابطه او د نه ایستلو د ضررونو په رابطه څه شي کشف کړي دي؟ او الله تبارک و تعالی څه فرمایلي دي؟

  
د ایروزینا پوهنتون په کال دوه زره څوارلس کي یوه څېړنه وړاندي  کړې دوی دا موندلې، چي د څپلیو تلیان په زیاته اندازه خطرناکي بکتریاوي له ځانه سره لري، لکه E.coli دغه بکتریا په ډيري اسانۍ سره انتقالېدلای او د خوني پر فرش نښلېدلای سي، چي ډېري خطرناکه او ضررمني وي، خصوصا د وړو ماشومانو له پاره. دا بکتریا کولای سي د خطرناکه امراضو لکه د سینه بغلۍ، د کولمو اختلالات او نورو مرضونو سبب سي.

یوه بله څېړنه د Sydney Gilner د UTAH Health care  پوهنتون له طرفه وه، کله چي د څپلیو څېړنه او معاینات وسول؛ نو ډېرو څپلیو د پام وړ ایکولای بکتریا لرله؛ څنګه چي دا یو څېړنیز بحث دئ، ځکه نو موږ نصیحت کوو، چي خپلي څپلۍ تر اطاقونو د باندي وباسئ په دې سره به تاسي په سل کي نیوي فیصده د ضررمنو بکتریاوو څخه خلاص سی او ددې بحث په ترڅ کي داسي هم راغلي، چي کله یو څوک وغواړي، څو خپلي څپلۍ د کور دننه کښېږدي؛ نو هغه ته لازمه ده، چي څپلۍ ښه و مینځي څو ددې بکتریا څخه وژغورل سي.


 درنو لوستونکو! څرنګه چي دا کلام علماء را نقولوي؛ نو لازم ده، څو د اوسېدو ځای ته تر داخلېدو مخکي خپلي څپلۍ وباسو او تاسي ګورئ دا هرڅه موږ د خپلو کورونو په رابطه کوو، حال داچي موږ بشر او انسانان یو؛ نو د الله تعالی د کور په وړاندي مو باید دریځ څنګه وي یا باید څنګه وکړو؟ په داسي حال کي چي مساجدو ته  د مختلفو منطقو څخه ډیری کسان مراجعه کوي! تاسي فکر وکړی! که چیري هر سړی د ځانه سره بکتریا د خپل ښار یا خپلي منطقې څخه را وړي او مسجد ته يې داخله کړي؛ نو مسجد به د ککړتیا په مرکز بدل سي؛ ځکه نو الله تبارک و تعالی سیدنا موسی علیه السلام ته و فرمایل: 


 إِنِّىٓ أَنَا۠ رَبُّكَ فَاخْلَعْ نَعْلَيْكَ ۖ إِنَّكَ بِالْوَادِ الْمُقَدَّسِ طُوًى (سورة طه 12)


 زه ستا رب یم، پڼي ( څپلۍ ) دي وباسه، ته د طوا په سپیڅلي ناؤ(دره) کي يې. 


 او نبي کریم صلي الله علیه وسلم فرمايي: کله چي یو ستاسي څخه مسجد ته راځي؛ نو ودي ګوري که يې پر دواړو( څپلیو) څه کثافات ولیدل هغه دي پاک کړي وروسته دي لمونځ وکړي. (سنن أبي داود، كِتَابُ الصَّلَاةِ، بَاب الصَّلَاة فِي النَّعْلِ) 


تاسي وګورئ! نبي کریم صلی الله علیه وسلم دې موضوع ته دومره متوجه او حساس وو، موږ ته يې امر کړی چي خپلي څپلۍ پاکي کړئ، البته نن ورځ دا ستونزمنه ده موږ نه سو کولای. که څه هم د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په زمانه دښتي او شګي تقریبا ناپاکه وې يعني زیاتي ککړي نه وې؛ خو نن ورځ موږ په زیاته اندازه ساري بکتریا وي لرو چي په هر ځای کي نشریږي؛ له همدې امله دا ناشونې ده چي څوک خپل بوټونه او څپلۍ پاک کړي؛ نو اړینه ده چي وې باسي، په دې توګه سائنس د هغه څه تصدیق کوي، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي او دا د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د رسالت پر صداقت شاهدي ور کوي.


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته