تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د افغانانو عزت یوازي په خپل وطن کي کېدای سي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 14, 2023
  0

د افغانانو عزت یوازي په خپل وطن کي کېدای سي 


لیکنه: بریالی فیضي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

افغانان درانه او با عزته خلګ دي او د آب او عزت په چاپېریال کي ژوند کول خوښوي.

 
په افغانستان کي بېلابېل قومونه د ورورلۍ په فضاء کي په خورا ښه انداز سره له کلونو راهیسي خپل ژوند کوي، دلته تاجک، هزاره، ازبک، پښتون او نور قومونه ټول سره وروڼه دي.


دا چي افغانستان د مدنیت خورا زیاته مخینه لري، په دې ټوله موده کي افغانان په لوړ سر اوسېدلي دي، د پریدو د تسلط او یرغل پر وړاندي ئې تل خپله مبارزه جاري ساتلې ده.


آن په دې وروستۍ نیمه پېړۍ کي ئې د نړۍ دوو سترو قدرتونو ته شرموونکې ماته ورکړې ده او د خپل ګران هیواد آزادي ئې ځني ترلاسه کړې ده.


تر شوروي اتحاد را وروسته دلته امریکا هم ماته سوه او په ټيټ سر ئې ځواکونه له دغه هیواده وتلو ته مجبور سول.


دا چي د امریکا او متحدینو ځواکونه ئې شاوخوا شپاړس میاشتي مخکي له افغانستانه ووتل، نو د دې له پاره چي خپل د ماتي انتقام واخلي، د افغانستان پر اسلامي امارت ئې یو لړ سیاسي او اقتصادي بندیزونه ولګول.


د همدې موخي له پاره خورا زیاتي نړۍوالي رسنۍ په پرله پسې ډول تبلیغات کوي او د افغانستان د آیندې په اړه خلګو ته منفي ذهنیت ورکوي او د خلګو په زړونو کي ډار ور اچوي ترڅو خلګ خصوصا ځوانه تعلیم یافته طبقه وارخطا او له خپل هیواده وتلو ته تشویق کړي.


بېلابیلو هیوادونو افغانانو ته د اقامې په ورکولو کي اسانتیاوي هم راوستلي دي، ترڅو دوی په یو ډول نه یو ډول د هیواد څخه وتلو ته وهڅوي.


ځیني نړۍوال سازمانونه بیا په پرله پسې ډول د افغانستان د اقتصادي ضعف او سیاسي انزوا په اړه ځیني اعلاميې خپروي، چي په دې ډول سره د خلګو اذهان مغشوش او د هیواد څخه وتلو ته ئې وهڅوي.


باید ووایم، چي د دوی دغه ډول هڅي به هیڅکله نتیجه ورنه کړي، افغانان د خپل هیواد سره مینه لري، د افغانانو عزت یوازي او یوازي په خپل هیواد او خاوره کي خوندي کېدای سي.


زموږ تعلیم یافته ځوانان باید پوه سي، چي همدا هیواد دوی ته اړتیا لري، افغانان په ټوله نړۍ کي هیڅ دوست نه لري، په دا څلور څلوېښت کاله د افغانستان سره هيڅ هیواد د زړه له تله همکاري ونه کړه، په هر هیواد کي د افغانانو بې عزتي کیږي، وهل کیږي، بندیان کیږي او په سپکه سترګه ورته کتل کیږي.


ځکه نو د ځوانانو له پاره دا لازمه ده، چي باید په هر صورت کي په خپل وطن کي پاته سي او خپله انرژي دلته مصرف کړي، بهرني هیوادونه قصدا د ځوانانو د ایستلو له پاره تبلیغات کوي، د دې له پاره نه چي دوی مینه ورسره لري، بلکي د دې له پاره چي دوی بشري قوې ته اړتیا لري، دوی غواړي د بشري قوې تشه په تاسو ډکه کړي. 


په پایله کي غواړم ووایم، چي افغانان عزتمن خلګ دي او د دوی دغه عزت، قوت او ثبات په یو ځای اوسېدلو کي دئ.


یا به یو کیږو یا به ورکیږو. 

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته