تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وجدان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 29, 2021
  0

وجدان

 

رالیږونکي : محمد شفیق /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د انسان په نفس کي يوه پټه قوه ځای لري، چي په سترګو نه لیدل کېږي، او په ذره بین هم نه لیدل کېږي....... 


دا هغه معنوي ځواک دي، چي انسان يي هروخت په خپل نفس کي احساسوي، دغه قوه انسان ته د خپلې دندې په لوري لارښوونه کوي، هغو ته په ډېرو تیارو رڼا اچوي، تل ورته د ښو اعمالو د ترسره کولو سیګنالونه ورکوي او د بدیو پرمهال ورته چیغې وهي....... 


خو وړ انسان هغه څوک دي، چې په واقعي ډول د خپل وجدان غږ اوري، ځکه دا یو داسې غږ دي، لکه دکوم پلار چي خپل زوی له افتونو خبروي، یا د یوه زړه سواند ښوونکي غوندې چي زده کوونکي ته نصیحت کوي، هرکله چي ا انسان ددغه پټي قوي له فرمان نه سرغړونه وکړي یا دهغه کار مرتکب شي، چي ددغه قوي د نهي وړ وي، دوجدان همغه قوه یوه محکمه ګرځي، د هغه په ګټه یا د هغه په وړاندې حکم صادروي، یا هغو ته آرامتیا او خوښي بښي، او یایي په يو خاص درد، ځور او ربړ باندې محکوموي.


يو انسان تل دخپل ځان د سالم درک له مخې غواړي، چي خپل انسانوالی احساس کړي، او د انساني خواصو سره سم ژوند وکړي، غواړي په خپل نفس او شخصیت باندې باور ولري، او په دې نړۍ کې د ارزښت او قېمت څښتن شي، غواړي دا احساس کړي، چې دده وجود بې هدفه نه دي، او په ژوند کې یو اوچت او معنادار رسالت لري، او په دې ترتيب غواړي، په ژوند کې د ارامتيا له نعمت څخه برخمن شي، غواړي داسې هیلې وپالي، چې د ژوند ټولې خواوې يې روښانه کړی شي. 


له دې امله د هر انسان په وجود کې وجدان موجود دي، اویوه داسې لارښوونکې، هڅوونکې، منع کوونکې او حکم کوونکې قوه ده، چې د هرکار د سرته رسولو نه مخکې، د د سرته رسولو په حال کې، او د سرته رسولونه په کار راځي او انسان ته ژوره لارښوونه کوي، او له دې مخې انسان د الله (جل جلاله) په وړاندې له سرغړاوي ژغوري، او د مثبتو کارونو په سرته رسولو کې يې زړور کوي، د انسان روحیه قوي کوي، او له بې ځایه وېرې او شک څخه يي زړه پاکوي. دغه پټ ضمیریا وجدان د انساني اخلاقو ستنه او لومړۍ ډبره ده، په دې اړه یو متل ډېر پر ځای دی، چې وايي: عدالت د قانون په متن کې نشته، بلکې د قاضي په وجدان کې دي.

 

له پورتنيو څرګندونو له مخې تاسې ترکومه حده په خپل ځان کې د خپل وجدان ازانګې احساس کړدي؟


 ایا په یاد درځي، کوم ځل دې په کوم بد کار لاس بر شوی وي، مګر د خپل وجدان له شرمه دې پرې اېښی دی؟


څه فکر کوې، په راتلونکې کې به تر کومې ادارې د خپل وجدان چیغو ته غوږ ونیسې؟


 او ترکومه بریده به دخپل انسانی فطرت د غوښتنو سره سم ژوند وکړې؟


ماخذ : دذهني فشار څخه نجات 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته