تازه سرليکونه
د (فتوا بېلابېل مسائل) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: که هلک او انجلۍ تی سره رودلی وي
 
  April 27, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


مسلسله شمېره : (٦٧٨)

د اوسېدو ځای: کندهار

سوال : که چیري یو هلک او انجلۍ تی سره روودلى وي نو یوا ځي د دوی نکاح نه سره کیږی او که د انجلی نکاح د هلک د ټولو ورونو سره نه کیږی او یل د هلک نکاح د انجلۍ د ټولو خوندو سره نه کیږي؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د ښځي نکاح د رضاعي ورور د وروڼو سره صحيح کيږي، دغه ډول د سړي نکاح د رضاعي خور د خويندو سره صحيح کيږي، هلک يا انجلۍ چي د يوې ښځي شيدې وروي د هغې ښځي ټول زامن او لوڼي يې رضاعي وروڼه او خويندي کيږي.


جواب: مولوي عبدالغفار حسني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): (فيحرم منه) أي بسببه (ما يحرم من النسب). الدر المختار: ج٢، ص٤٣٩.
(٢): از جانب شيرده همه خويش شوند و از جانب شير خوار زوجان وفروع. حاشيه فتاوی محموديه: ج١١، ص٣٣٠.
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته