تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د انسان سوالونه او د قران کریم جوابونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 10, 2023
  0

د انسان سوالونه او د قران کریم جوابونه 


لیکنه: محمد ریحان محمدي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

انسان: غواړم خوشحال ژوند ولرم؟
قران: وَلَسَوْفَ يُعْطِيكَ رَبُّكَ فَتَرْضى
او ډېر ژر به ستا رب تا ته دومره درکړي چي ته خوشحاله سې. 

 

- ژوند کې له ناکامیو څخه وېرېږم؟
ـ وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَإِنَّكَ بِأَعْيُنِنَا 
د خپل رب د فېصلې تر راتګه صبر وکړه، ته زموږ تر نظر لاندي یې. 

 

ـ دردېږم، زهیرېږم او ګناهونو کي را ایسار یم؟
ـ لَا تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُۥ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ
د الله د رحمت څخه مه ناهيلۍ کېږه؛ په يقيني ډول الله ټولي ګناوي بخښي؛ هغه ښه بخښونكى او مهربان دئ. 

 

ـ برداشت او تحمل نه لرم؟
ـ لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا 
الله هيڅ نفس ته د هغه له وسي څخه پورته مسئوليت نه متوجه كوي. 

 

ـ عبادت او دیني امورو ته توجه کول راته سخت دي او دروند راباندي تمامیږي؟
- فَعَسٰىٓ أَن تَكْرَهُوا شَيْـًٔا وَيَجْعَلَ اللَّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا
نو کېدای سي چي تاسي به يو شى نه خوښوئ، خو الله به په هغه کښي ډيري ښېګڼي ايښي وي. 

 

ـ د ژوند له کړاوونو او مصیبتونو څخه وېرېږم؟
ـ وَلَنَبْلُوَنَّكُم بِشَىْءٍ مِّنَ الْخَوْفِ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الْأَمْوٰلِ وَالْأَنفُسِ وَالثَّمَرٰتِ وَبَشِّرِ الصّٰبِرِينَ
او موږ هرومرو په وېره، خطر، لوږه، د سر او مال په تاوان او د عائداتو په خساره کښي په اخته كولو په تاسي ازمېښت كوو، او [اې پېغمبره (صلی الله علیه وسلم)! صبر کوونکو ته زيرى وركړه؛ 

 

ـ مظلوم یم او د ظالم له شره نه یم په امان؟
ـ وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غٰفِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظّٰلِمُونَ إِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فِيهِ الْأَبْصٰرُ
اوس چي دغه ظالمان څه كوي، ته الله له دوی څخه غافل مه ګڼه. الله خو دوى د هغي ورځي لپاره ځنډوي چي داسي حالت به وي چي سترګي به یې رډي او شخي پاتي وي. 

 

ـ د الله تعالی څخه د هغه جل وعلی د حقوقو د نه پر ځای کولو له وجې وېرېږم؟
ـ وَهُوَ الَّذِى يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِۦ وَيَعْفُوا عَنِ السَّيِّـَٔاتِ وَيَعْلَمُ مَا تَفْعَلُونَ
الله هماغه ذات دئ، چي له خپلو بندګانو څخه توبه قبلوي او له ګناهونو څخه تيريږي، پداسي حال کښي چي ستاسي ټولي کړني هغه ته معلومي دي. 

 

ـ زیاتي غوښتني او حاجتونه لرم؟
وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِىٓ أَسْتَجِبْ لَكُمْ ۚ
ستاسي رب وايي: "ما وبولئ (دعا وکړئ)، زه به ستاسي دُعاوي قبولي کړم،" 

 

ـ له ژونده مي ناخوښ یم؟
ـ وَأُفَوِّضُ أَمْرِىٓ إِلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ بَصِيرٌۢ بِالْعِبَادِ
او خپله معامله زه الله ته سپارم. الله د خپلو بندګانو (د کړو) ښه ليدونكى دئ. 

 

ـ کله به یې لاسته راوړم؟
قُلْ عَسى أَن يَكُونَ قَرِيبًا
ورته ووايه:  "ولي حېرانېږئ؟ هغه وخت نژدې راتلونكى دئ. 

 

ـ له مصيبتونو سره مخ يم او د دوستانو په بېلتون زورېږم؟
فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللَّهُ أَن يَأْتِيَنِى بِهِمْ جَمِيعًا 
"پر دې به هم صبر وکړم او په ښه شان به یې وکړم. دا څه لیري نه ده چي الله هغوى ټول زما سره يو ځاى کړي" 

 

ـ یوازي والی مي زوروي؟
وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ
او موږ د هغه له شهرګ (د ورمیږ د رګونو) څخه هم زيات هغه ته نژدې يو.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته