تازه سرليکونه
د (نکاح) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مشروط طلاق او شرطیه توري
 
  December 28, 2012
  0

كه څوك خپلي ښځي ته ووايي : كه دي فلانكى كار وكړى نو ته طلاقه يې .
دغه ډول طلاق ته مشروط طلاق وايي ، د مُعَلَق طلاق په نامه هم ياديږي  په مشروط طلاق تر هغه مهاله چي شرط پر ځاى سوى نه وي طلاق نه واقع كيږي .
خو څه مهال چي شرط پر ځاى سي بيا طلاق په واقع كيږي .

شرطیه توري
 
د شرط توري يعني هغه كلمې چي په عربي كي د  شرط  لپاره کارول کیږي ، څو یې په لاندي ډول دي : اِن ، اذا ، اذا ما ، متي اِن په معنا د ( که ) دى لكه : ان دخلتِ الدارَ فانتِ طالق .
كه ته كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .

اِذَا په معنا د ( څه مهال چي ) دى لكه : اذا جاء وقت الحَصَاد فانتِ طالق .

څه مهال چي د لو وخت راسي نو ته طلاقه يې .

اِذَا مَا په معنا د ( څه مهال چي ) دى لكه : اذا ما سافرتُ فانتِ طالق .

څه مهال چي زه په سفر ولاړ سم نو ته طلاقه يې .

مَتي په معنا د ( كه چيري يا څه مهال چي ) دى لكه متي دخلتِ الدارَ فانتِ طالق . كه چيري كور ته ننوتې نو ته طلاقه يې .

ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته