تازه سرليکونه
د (قران کريم) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قرانکریم معجزانه اثر د راهب سره مناظره
  تعلیم الاسلام
  April 5, 2016
  0
رالېږونکی: دوست محمد عرفان
 
شیخ محمد العریفي وايي:
 
کله چي زه په بهرینو ملکو کي یوه ملک ته په سفر تللی وم هلته مي یو نصراني سړي ولیدي چي قسیس وو قسیس د نصاروو عالم ته ویل کیږي او یوه قسیسه ښځه هم ورسره وه. دغه سړی ناست دی اوپه لاس کي يي یو کتاب دی چي په لوړ اواز سره يي وايي .
 
نو زه دده طرف ته په خندا ورغلم ، او ورته ودریدم ، ده چي زما خندا ولیدل نو زما خوا ته مایل سو او خبري کول يي زړه راسره و غوښتل قسیس خپل کتاب بند کړی ما روغبړ ورسره وکړی او ورته ومي ویل دغه کتاب څه شي دی ؟ ده وویل دا انجیل دی ، ما وویل ماشاءالله ستا ډیر ښاېسته اواز دی او په ښه خوند سره يي وايي. شیخ وايي دغه خبري مي په دې سبب ورته وکړي چي نور هم زما د طرفه مطمئین سي او خبري راسره وکړي ، قسیس راته وویل مننه.
 
بیا ما ورته وویل ايا دا ممکنه ده چي زه دغه انجیل وګورم ؟ ده انجیل راکړی ما وکتی چي هغه په انګریزي ژبه سره لیکل سوي وو او بیرته مي هغه ته ورکړی ، بیا مي ورته وویل ته ولي دغه کتاب وايي او د څه لپاره د هغه په ویلو ځان ستړی کوې؟ په دغه کي دي مقصد څه دی ؟
 قسیس ولاړ سو او هغه قسیسه دده وشاته ودریدل او راته يي وویل : زه خلګ نصرانیت ته دعوته وم.
 
ما ویل دا خوښه خبره ده خو اوس ما ونصرانت ته دعوت کړه.
ده راته وویل ته د کوم ځای يي ؟
 
ما وویل دا مهمه نه ده چي زه د کوم ځای یم ، د کوم ملک یم ،  خو ته ما نصرانت ته دعوت کړه. دی نه پوهیدی چي زه د کوم ملک یم ، دا نه ورته معلومیدل چي زه عرب یم که عجم یم ، خو ما ورته وویل ته ما نصرانت ته دعوت کړه.
 
قسیس وویل ته باید عيسی علیه السلام خوښ ولري.
ما وویل هو دا مي قبوله ده زه عیسی علیه السلام تر خپل مور او پلار تر خپل کورني او خپل اولاد خوښ لرم حتی تر خپل ځان يي هم خوښ لرم! په دغه کي زه ستا سره موافق یم چي زه باید عیسی علیه السلام خوښ ولرم ایا په دغه خوښ درلودلو سره زه نصراني سوم ؟ 
 
ده وویل یا دا خو لومړۍ خبره وه.
ما وویل دوهمه خبره يي څه شی ده؟
 
ده وویل ته باید دا عقیده ولرې چي عیسی د الله جل جلاله زوی دی.
ما وویل ایا ستا د دغي خبري مقصد دا دی چي الله تعالی دا خوښ لري چي اولاد یا زوی ولري ؟
ده ویل هو !
 
ما وویل یعني ستا د خبري مقصد دا دی چي د الله جل جلاله دا خوښه ده چي اولاد دي ولري ؟
یوازي ده نه  بلکي ده او هغي قسیسي په دواړو دا خبره راته وکړل چي هو د الله جل جلاله دا خوښه ده چي اولاد دي ولري .
 
نو ما ورته وویل کله چي خبره داسي سوه چي د الله جل جلاله دا خوښه سوه چي اولاد دي ولري نو ولي د الله جل جلاله سره بیله دغه یوه زويه بل اولاد نسته ؟ نو ولي الله تعالی لس زامن شل زامن بلکي سل زامن نه لري ؟ کله چي الله جل جلاله دا خوښوي چي اولاد دي ولري نو باید ډیر اولادونه يي درلودلای ، دا څنګه کیدلای سي چي د الله تعالی اولادونه خوښ دي او دا يي غوښتنه ده چي اولاد دي ولري او بیله يوه زويه نور اولاد نه لري؟! (د چا چي یو شی خوښ وي نو د ډېر لرلو کوښښ کوي!).
 
قسیس وویل نه یم خبر!
 
بیا مي هغي قسیسي ته د پوښتني په شکل وکتل چي ته څه وايي ؟
هغې هم وویا نه یمه  خبره .
د دوی سره مي ډیري خبري وکړې او بیا مي د الله عزوجل دا قول را پیاد سو چي سورة الفرقان په ۵۲ شمېره ایات کي فرمايي :
فَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَجَاهِدْهُمْ بِهِ جِهَادًا كَبِيرًا.
الله جل جلاله فرمايي : نو د کافران د غوښتنو اطاعت مه کوه  او د دوی سره په دغه قران لويه مجادله او مقابله کوه .
 
بیا مي ورته وویل ایا تاسي تر نن د مخه عربي خبري اوریدلي دي ؟ 
دوی وویل یا.
 
ما وویل ایا هیڅ کله داسي نه ده پیښه سوي چي تاسي دي عربي خبري اوریدلي وي؟
دوی وویل یا!
 
نو ما ورته وویل زه به اوس دوې خبري درباندي واوروم تاسي کوښښ وکړی چي د دغو دوو خبرو په مینځ کي فرق راوباسئ .
 
دوی وویل ښه غوږ مو دی. ما د سورة مریم اولني پنځه ایاتونه ورته تلاوت کړل چي په دې ډول دي : ذِكْرُ رَحْمَةِ رَبِّكَ عَبْدَهُ زَكَرِيَّا (۲) إِذْ نَادَى رَبَّهُ نِدَاءً خَفِيًّا (۳) قَالَ رَبِّ إِنِّي وَهَنَ الْعَظْمُ مِنِّي وَاشْتَعَلَ الرَّأْسُ شَيْبًا وَلَمْ أَكُنْ بِدُعَائِكَ رَبِّ شَقِيًّا (۴) وَإِنِّي خِفْتُ الْمَوَالِيَ مِنْ وَرَائِي وَكَانَتِ امْرَأَتِي عَاقِرًا فَهَبْ لِي مِنْ لَدُنْكَ وَلِيًّا (۵) يَرِثُنِي وَيَرِثُ مِنْ آلِ يَعْقُوبَ وَاجْعَلْهُ رَبِّ رَضِيًّا. (۶)
 
ما وویل زما د خبرو اوله برخه دغه دي چي وامو وریدې او اوس دوهمي برخي ته خوږ ونیسي او ومي ویل : ذهب احمد الی سوق، فشتری تفاحا ثم رجع الی بیته، عبر طریق ثم وصل الی شقته، وضیع المفتاح.
 
 چي دا د ځانه څخه جوړي سوي خبري دي لکه یوه قصه غوندي، پر دغه شکل مي له ځانه څخه په عربي ژبه یوه قصه جوړه کړل مګر دغه قصه مي په ترتیل او هغسي اواز وویل لکه په هغه اول وار چي مي د قران مجید ایاتونه ویلي وه ، بیا مي دوئ ته وویل ایا د دغو دوو خبرو په مینځ کي مو کوم فرق حس کړی؟
هغه قسیسي راته وویل هو!  ددغو دوو خبرو په مینځ کي فرق موجود وو . 
 
ما وویل هغه فرق څه شي وو ؟ هغي وویل نه یمه خبره.
ما وویل دغه فرق دي څنګه کشف کړی ؟ 
 
هغې وویل دغه فرق مي په زړه سره کشف کړی .
ما ویل څنګه ؟
هغې ویل هغه اولي خبري چي دي کولې زړه مي ورسره غورځېدی خو دوهمي خبري دي عادي او معمولي وې.
 
ما وویل ښه دا فکر کولای سې چي اولي خبري څه شي وې او دوهمي خبري څه شي وې ؟ هغه قسیسي راته وویل چي اولي خبري کلام الله وې او اسمان ته يي اشاره کړل.
 
شیخ العریفي قسم یاد کړی چي هغي قسیسي وویل اولي خبري کلام الله وې! بیا يي وویل اولي خبري کلام الله وې چي یوه نبي د الله جل جلاله د طرفه راوړي دي .
 
ما وویل دوهمي خبري څه شي وې ؟ هغې راته وویل په دوهمو خبرو نه پوهیږم ، ښايي ستا خبري وې، ښايي یو عربي غزله وي، نه پوهیږم مګر هغه اولي خبري هغه کلام الله وې.
 
ما وویل د هغه اولو خبرو د اوریدولو په وخت کي دي د زړه احساس څه وو ؟
 
هغې قسیسي راته وویل نه یمه خبره مګر د هغو خبرو سره مي زړه غورځېدي.
 
مولوي عنایت الله علمي صاحب د ویناوو څخه 
ددې لیکني ږغیز بیان دلته اورېدلایسی: مناظره
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته