تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حوت لسمه د امت د عروج پیلامه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 1, 2023
  0

د حوت لسمه د امت د عروج  پیلامه 


لیکنه: ذوالکفل ذکي/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

یو فقیر او ملنګ ملا چي ایمان یې په زړه کي په موجونو وو، د ظلم او بربریت د تهدابونو د نړولو هوډ وکړ، د الله پر دین څو مین زلمي ورسره ملګري او خپل درسي کتابونه کت کړل.


لدې کوچني ټولي ستري - ستري قافلې راوټوکیدې، ګړندی یون یې وکړ، د شر او فساد د لنډه غرو ټغر یې ورټول کړ، لسګونه پیړۍ وروسته یې د الله پر ځمکه د الله قانون پلي کړ، ملت د هوساینې ساه واخیسته، د ولسونو مال عزت او ناموس خوندي شو، غربي نړۍ په لړزه راغله، لدې څخه په ویره کي چي پر نړۍ به یې راج پای ومومي او نور ملتونه لدې سپیڅلي یون الهام وانخلي، ددې کوچني خو پر ایماني هوډ د موزین ټولي د له منځه وړلو په تکل نړیوال اشر وکړ، د صلیب بې سر او سامانه لښکرې د مظلوم افغانستان پر لور راوخوځیدې، د وحشت او بربریت یوه نوې څپه راننوته، هيواد مو د غربیانو په یو انساني لابراتور تبدیل شو، شپنیو چاپو، ډرون، B52 طیارو او رهبري شوو راکټونو مو د مظلوم ولس نازک بدنونه وپاشل، کوچني ماشومان او ښځې په ناتار ووژل شوې، داسي وحشت او بربریت نشو پاتې چي افغان ملت یې مزه ونه څکله.


د امت امجادو بیا د خپلو لښکرو په منسجمولو پیل وکړ، د جهاد او مبارزې ملکوتي نعره سهارني نسیم په لوړ سرعت خپره کړه، له هر لوري تنکي زلمي لدې سپڅلي یون سره ملحق شول، همدې یوسف مخو زلمو له خپلو تنکیو بدنونو باروت تاو کړل، د دښمن مراکزو ته ننوتل او صلیبیان یې پخپلو وینو ولمبول، تعرضي ابطالو د هيواد هره خاوره یرغلګرو ته په جهنم مبدله کړه، زغروال ټانګونه یې زموږ زیړې بوشکي داسې سره وپاشل چي ټوټې ئې نه شوې پیدا.


مجاهدو ابطـالو صلیبي نړۍ له یو داسي نه اټکلیدونکي شکست سره مخ کړه چي بوسنیا او  ویټنام یې هېر شو، په یو نه ګټونکي جنګ کي ښکیل شول، د لسګونو زره روزل شویو پوځیانو وژل کیدو یې ماتې حتمي کړه. هماغه وه چي مغروره نړۍ له هغه چاسره خبرو ته چمتو شوه چي یو وخت یې د ژوند حق نه ورکولو.


همدې ملنګ طالب جان د نړۍ سوپر طاقت ۱۸ میاشتې د مذاکراتو پر میز کیښنولو چي تر دې وړاندې  امریکا پخپل تاریخ کي ۱۸میاشتي له چاسره مذاکرات نه وه کړي او پر نننی ورځ چي د حوت لسمه ده له نړیوال استکبار سره د اشغال د خاتمې تاریخي تړون لاسلیک شو.


صلیبي لښکرې ووتې او هيواد مو یو ځل بیا پر محمدي سپینو بیرغو وپوښه، یو ځل بیا مو د الله پر ځمکه د الله قانون پلي کړ او د نړۍ د زبرځواک د ماتولو افتخار مو خپل کړ. الحمدلله.


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته