تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په علم کلام کي د امام صاحب رحمه الله کتابونه:
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 27, 2021
  0

ژباړه: محمد عیسیَ/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 

 

د متقدمینو څخه امام صاحب رحمه الله یواځني هغه شخصیت دئ چي د هغه څخه موږ ته په پراخه اندازه د علم کلام ذخیره را پاته سوې ده، ددې کتابو څخه به د تل د پاره استفاده کېدلای سي. امام صاحب رحمه الله څخه تقریبا پنځه کتابه په علم کلام کي موږ ته را رسیدلي دي. د هر کتاب یادونه به د هغه د شرحو سره وکړو. 


۱:الفقه الاکبر بروایة حماد بن حنیفه او د هغه شرحي: دا کتاب په علم کلام کي د امام صاحب رحمه الله تر ټولو مشهور او متداول کتاب دئ. په دې کتاب کي د الله عزوجل د ذات او صفاتو د بحثوسره د رسالت، قیامت، د قبر عذاب، او پل صراط عقیدې او د قضا و قدر مباجث په ډېره اسانه طریقې سره بیان سوي دي.


د امام صاحب د دې جامع متن ارزښت د دې څخه و فهموئ چي  تقریبا د هري پېړۍ متکلمینو او فقهاؤ پر دې شرحي لیکلي دي. موږ د ویونکو د ضیافت طبع د پاره د ځینو شرحو یادونه کوو:


۱- شرح الفقه الاکبر للامام ابوالمنتهی المغنیساوی (۹۳۹ھ): دا شرحه متداوله او مشهوره ده. په ډېرو مدرسو په نصاب کي داخله ده. الحمدلله راقم الحروف (شیخ حجابی) د څو کلونو څخه د دې درس کوم.


۲- القول الفصل شرح الفقه الاکبر للامام محی الدین محمد بن بهاء الدین (۹۵۴ھ): دا شرحه په خالصو او مضبوطو استلالاتو باندي مزینه ده. د بیروت د دارالکتب العلمة څخه خپره سوې ده.


۳- منح الروض الازهر فی شرح الفقه الاکبر: دا د ملا علی قاری (متوفی۱۰۱۴ھ) مشهوره شرحه ده. په دې کي ئې د متن د هر عبارت پورته توجیه او تشریح کړې ده. د ډېرو ځایو څخه دا چاپ او خپره سوې ده. تر ټولو ښه تحقیق پر دې شرحي د شیخ وهبی سلیمان غاوجی دئ، د دارالبشائر الاسلامیة بیروت څخه چاپ سوی ده.


۴- شرح الفقه الاکبر للامام بحر العلوم عبدالعلی اللکهنوی: علامه لکهنوی رحمه الله په علومو او فنونو کي پوره لاس رسی درلودی، هندوستان که د هغه په علم باندي ناز وکړي نو پر ځای به وي. علامه لکهنوی رحمه الله یوڅو خاص کتابونه لري خو هر کتاب ئې د قول فیصل حیثیت لري. د ده دا شرحه په فارسي ژبه د الرحیم اکاډمي کراچي څخه چاپ سوې ده، دا  شرحه په اعلی استدلالاتو باندي مشتمله ده. د دې اردو ژباړه هم سوې ده خو تراوسه نه ده چاپ سوې. 


۲: الفقه الابسط اود هغه شرحي: د امام صاحب رحمه الله بل کتاب الفقه الابسط دئ، د دې کتاب روایت ابومطیع بلخی رحمه الله کړی دئ، دا رساله هم پر خپل ځای یو جامع متن دئ د علم کلام ارزښتناکه فائدئ او جواهر پکښي نغښتي دي. دا کتاب هم د علماؤ مخدوم دئ، ډېرو متقدمینو د دې شرحي لیکلي  دي د مثال په توګه:


۱- شرح الفقه الابسط للامام ابی الیث رحمه الله (متوفی ۳۷۳ھ): دئ په یو څو واسطه سره د امام صاحب رحمه الله شاګرد دئ. دا شرحه علامه کوثری رحمه الله په خپل تحقیق سره د مطبعة الانوار مصر څخه خپر کړل.


۲- شرح الفقه الابسط لعیبدالله العلوی: دا د مچلس علمي ډابهیل څخه خپره سوې ده.


۳- شرح الفقه الابسط لشیخ محمد الحسینی المعروف به ګیسودراز: دا شرحه ناقصه ده، د لاهور حضرت نفیس شاه الحسینی رحمه الله په کتاب خانه کي ئې مخطوطه پرته ده. 


۳: الوصیة او شرحي ئې: الوصیة امام صاحب رحمه الله د وصیت په شکل کي نویښته کړې ده. په دې کي  د اهل سنت والجماعت عقائد  په ډېر ښایسته طرز سره راوړي دي. د دې رسالې ځیني شرجي په لاندي توګه دي:


۱- شرح الوصیة: دا شرحه د اکمل الدین بابرتی (متوی۷۸۶ھ) ده. علامه بابرتی رحمه الله د خپل وخت مشهوره فقیه، اصولی او متکلم دئ. د هغه خورا ښه کتابونه دي، شهرت لري. د ده دا شرحه د ښه تحقیق سره دارالفتح اردن څخه خپره سوې ده.


۲- الچوهرة المنیفة شرح الوصیة: ملا حسین اسکندری رحمه الله لیکلې ده. د دې شرحي ډېره برخه د علامه بابرتي د شرحي څخه مستفاده ده، حیدر اباد دکن څخه چاپ سوې ده.


۳- ظهور العطیة شرح الوصیة للامام احمد الحصونی


۴- شرح الوصیة لنورالدین ابراهیم بن الحسن آفندی الاسکندری


د دې رسالې یوه نسخه د دار ابن حزم چاپه کړې ده پر هغې باندي د ابن ابی العز، ابن باز او د نورو غیر مقلدینو تحریفات پکښي کي دي. 


۴: العالم والمتعلم او شرحي ئې: په دې رساله کي امام صاحب رحمه الله د خپل شاګرد ابو مقاتل حفص بن مسلم السمرقندی رحمه الله د ځیني کلامي سوالونو جوابونه کړي دي. د دې متن ارزښت د دې څخه مالومیږي چي امام ابوبکر محمد بن فور الانصاري رحمه الله (۴۰۶ھ) په رقم ماهره او تکړه متکلم د دې شرحه کړې ده، دا شرحه چاپ سوې ده او انټرنیټ کي هم سته. 


۵: الرسالة الی عثمان بتی: دا په اصل کي د امام صاحب رحمه الله هغه خط دئ چي د بصرې مشهوره تابعي عثمان بتی رحمه الله ته ئې کښلی وو، عثمان بتی رحمه الله تکړه فقیه وو، د حضرت انس بن مالک رضی الله عنه څخه روایات کړي دي په ۱۴۳ه کي وفات سوی دئ. په دې خط کي امام صاحب رحمه الله هغه د اهل سنت والجماعت بېلابیلو عقائدو خبر کړي. په خاصه توګه بیا د ارجاء مسئله ډېره ښه واضحه کړې ده. د دې څخه مالومیږي چي په هغو وخت کي په علمي مجلسونو کي د علم کلام کوچني او ذیلي بحثونه څونه رواج وه. ځکه فتنې راپورته کېدې، او ځیني وخت به ئې د اهل سنت په یوه  نیوکه کول لکه د ارجاء په مسئله کي چي وه.


د پنځو کتابو مجموعي متن او د هغه شرحه: 


دغه پنځه کتابونه د امام صاحب رحمه الله څخه د عقائدو متعلق موږ ته را رسېدلي دي. علم الهدی امام ابومنصور ماتریدی رحمه الله (متوفی۳۳۳ھ) د خپلو کتابو مدار پر داغه کتابو کړی دئ. او د اهل نست د مؤقف وضاحت ئې په نوي اسلوب سره کړی دئ.


د یوولسمي پېړۍ پېژندل سوي متکلم، محقق، امام کماالدین بیاضی رحمه الله د امام صاحب رحمه الله د دغو پنځو کتابو یو منقح تلخیص تیار کړي دئ، د هغه نوم "الاصول المنیفة للامام ابی حنیفه" دئ. دا کتاب څوکله د مخه د ترکیئ څخه خپور سو. امام بیاضی رحمه الله د خپلي مجموعي متن ښائيسته او غوره شرحه وکړل. د هغې شرحي نوم "الاشارات المرام من عبارات المرام" دئ د مطبعة الانوار څخه دا کتاب چاپ سوی دئ. الحمدلله په پاکستان کي زمزم پلبشرز کراچي د دې نسخې عکس چاپ کړي. زموږ (شیخ حجابی) استاذ محقق کبیر حضرت مولانا محمد امین اورکزئی شهید رحمه الله دا تمنا وه چي دا کتاب درس سي ډېر به ښه وي. د علامه کوثری رحمه الله د اندازې مطابق د اهل سنت والجماعت ماتریدیه ؤ د مطبوع کتابو څخه تراوسه تر ټولو منقح او مرتبه شرحه داغه ده.


امام طحاوی رحمه الله (۳۲۱ھ) هم د امام صاحب رحمه الله د کتابو په رڼا کي یو جامع متن جوړ کړي چي نوم ئې "بیان عقیدة فقهاء الملة ابی حنیفه و ابی یوسف و محمد بن الحسن" (عقیده طحاویه، م ع) دئ. 


امام صاحب رحمه الله ته منسوب کتابونه او پر هغوي تنقیدی نظر:


دا خبره باید واضح وي چي په عقائدو کي ځیني کتابونه امام صاحب رحمه الله ته منسوب دي، چي دوراغ دي. د هغو کتابو څخه یو کتاب "ان الله فی السماء دون الارض" دئ. محقیقن د دې نسبت امام صاحب رحمه الله ته رد کړی دئ. د دې کتاب په سند کي نعیم بن حماد دئ، هغه د امام صاحب رحمه الله په اړه درواغ جوړول او مجسم وو. په داغه سند کي د نعیم بن حماد ناسکه پلار نوح الجامع دئ. د نوح الجامع قدر په فروع کي مسلم دئ، خو په عقائدو کي د تجسیم قائل ؤ. خپله د نوح الجامع ناسکه پلار رئیس المجسمه مقاتل بن سلیمان دئ. نو تاسو فکر وکړئ چي آیا په داسي سند سره د امام صاحب رحمه الله څخه کتاب ثابتېدای سي؟!!!! 


امام صاحب رحمه الله ته منسوب غلط عبارتونه او د هغوی کتنه:


په وس وخت کي بدعتیانو د خپل باطلو عقائدو په تائيد کي د امام صاحب رحمه الله عبارتونه چي دوي (لاسووهني پکښي کړي دي) نقلوي. د تجسیم او مکان باطلي نظرئې د امام صاحب رحمه الله پرتله ور ایږدي. دا سراسر غلط او ظلم دئ. دوي وايي: د امام صاحب رحمه الله څخه ابو مطیع بلخي رحمه الله و پوښتل: که یو څوک ووایي چي زه نه یم په خبر چي الله عزوجل په اسمان کي دئ او که په مځکه کي؟ امام صاحب رحمه الله ورته وویل هغه سړی کافر دئ. ځکه الله عزوجل فرمائي: الرحمن علی العرش استوی. الله عزوجل پر عرش باندي مستوی دئ او د هغه عرش د اوو اسمانو څخه لوړ دئ. بیا ما (ابومطیع بلخی) ورته وویل چي که څوک داسي عقیده ولري چي الله عزوجل لوړ دئ خو په عرش زه نه یم خبر چي په مځکه او که په اسمانو کي دئ؟ نو امام صاحب ت راته وویل هغه هم کافر دئ ځکه هغه د الله عزوجل د لوړ والي څخه انکار وکړي.


په لوړ عبارت کي لاس وهنه سوې ده. د لاس وهني په خاطر د دې عبارت سم مفهوم ممکن نه دئ، که چیري عبارت په اصلي مرجع کي وکتل سي نو اشکال خپله د منځه ځي. د امام صاحب رحمه الله څخه د هغه ډېرو غټو شاګردانو فقه الاکبر روایت کړی دئ، لوړ عبارت د ابومطیع بخلي په روایت د الفه الاکبر (۶۰۷مخ ) ضمن مجموعة العقیدة علم کلام کي راغلی دئ. فقه اکبر د ابومطیع بلخي  رحمه الله په روایت سره د الفقه الابسط په نامه هم یادیږي. اصلي عبارت داسي دئ:


قال ابوحنیفة من قال لا اعرف ربی فی السماء او فی الارض فقد کفر، وکذا من قال انه علی العرش و لا ادری العرش أفی السماء او فی الارض. 


ژباړه: امام صاحب رحمه الله فرمایي: که چا وویل چي زه نه یم خبر چي الله عزوجل په مځکه او که په اسمان کي دئ نو هغه کفر وکړ. او داغه رقم که چا وویل چي الله عزوجل پر عرش دئ (فوقیت حسی حاصل دئ) او وې ویل چي زه نه یم خبر چي عرش په اسمان او که په مځکه کي دئ نو هغه کفر وکړ.


اصل عبارت داسي دئ، په دې کي تحریف سوي وو. موږ د اصلي مرجع څخه عبارت نقل کړي تر څو کمه نیوکه پاته نه  سي. امام صاحب رحمه الله هغه شخص ته ولي کافر وویل چي هغه وایي زه نه یم خبر چي الله عزوجل په اسمان کي دئ او که په مځکه کي؟ د دې جملې مطلب فقهاؤ رحمهم الله بیان کړی دئ. امام سمرقندی رحمه الله (متوفی۳۷۳ھ) د الفقه الاکبر د دې عبارتو وضاحت کوي چي په دې کي د کفر وجه دا دا چي قائل د الله عزوجل د پاره د مکان تاثر ورکوي اود مکان په ثابتولو سره هغه مشرک کیږي ( دا ځکه کله چي عرش د الله عزوجل د پاره مکان او مستقر سو نو د الله عزوجل د پاره جسم لازمیږي او پر جسم باند ي فنا راځي، د الله عزوجل ذات قدیم او د جسمیت، مکانیت او زمانیت څخه پاک دئ).


امام سمرقندی رحمه الله د امام ابوحنیفه رحمه الله د عبارت نور وضاحت کوي او وایي: الله عزوجل فرمائي: الرحمن علی العرش استوی. بیا قائل وویل چي زه پر دې آیت باندي ایمان لرم خو په دې نه یم خبر چي د الله عزوجل عرش په مځکه کي دئ او که په اسمان کي؟ نوهغه قائل به کافر سي، او د کفر وجه ئې دا ده چي قائل د الله عزوجل د پاره د مکان او جسم قائل دئ. دا کفر دئ ځکه الله عزوجل د مکان او جسم څخه پاک دئ. دا خبره باید واضحه وي چي امام سمرقندي رحمه الله په درو واسطو سره د امام صاحب رحمه الله شاګرد دئ. نو په دې خاطر په دې تشریح باندي زموږ باور دئ. او د نورو امامانو رحمهم الله څخه هم داغه نقل سوي دي. د ټولو خلاصه داغه ده چي امام صاحب رحمه الله هغه سړی کافر بولي چي هغه د الله عزوجل د پاره د مکان او جسم قائل وي.  


امام اعظم رحمه الله ته د عقائدو د کتابو نسبت او د هغوي ثبوت: 


یوه غټه نیوکه چي د پخوا څخه کیږي او ځیني خلګ هغه ډېره مخته مخته کوي چي په عقائدو کي یو کتاب هم د امام صاحب رحمه الله څخه نه دئ ثابت. علامه شبلي رحمه الله په النعمان کي دا خبره کړې ده چي الفقه الاکبر او نور د عقائدو کتابونه د امام صاحب رحمه الله څخه نه دي ثابت. استاذ الکل امام اهل سنت مولانا سرفراز خاند صفدر رحمه الله د علامه شبلی رحمه الله د نیوکي او دعوې مسکت جواب ورکړی دئ. دا جواب تاسو په "افادات اهل سنت نمبر" از الشریعه اکاډمي په ۴۴۳مخ باندي کتلای سي. موږ د لیکني د اوږدوالي په خاطر هغه نه رانقلوو. 


موږ به دا کتابونه په تلقی بلقبول او په سند سره ثابت کړو. خو تر دې د مخه به د ځینو اصولو یادونه وکړو. دا معلومول چي یو کتاب (بحیثیت مجموعی) د یوه فن مستند کتاب او مصدر دئ که یا؟ او د کم لیکوال خوا ته چي د دې نسبت کیږي دا (نسبت) سم دئ او که یا؟ د دې تحقیق او ثبوت دوې بنیادي لاري دي:


۱ـ د یو کتاب صحیح النسبت ثبوت د ماهرینو په وړاندي د هغه کتاب معتبر او مستند والي  دئ. یعني هغه (ماهرین) دا کتاب د داغه لیکوال مني، او د داغه فن د مواد د ضرورت په وخت کي دې کتاب ته رجوع کوي. یا هم د لیکوال خواته چي ئې نسبت کیږي په تواتر یا لږ تر لږه د مشهور درجې ته به رسېدلی وي. د کتاب د انتساب د تحقیق وروسته د نسخې د صحت او نه صحت د تللو معیار هم داغه دئ، چي دا نسخه د ماهرینو په منځ کي په مجموعي حیثیت مستند بلل کیږي. 


۲ـ کتاب و لیکوال ته د ثابتولو دوهمه لاره دا ده چي زموږ د زمانې څخه به د دې کتاب متصل سند محفوظه وي. د لیکوال څخه د هغه شاګردانو دا کتاب ویلي، اورېدلي یا اجازې ئې اخیستې وي بیا به دا سلسله په ټولو وختونو کي داغسي روانه وي. 


خو په دې دواړو لارو کي ډېره مضبوطه او مستنده لاره اوله ده. ځکه د علم الکلام، فقهی او اصول فقهي امامانو رحمهم الله بلکي د هري ډلي متفقه پرېکړه ده چي کله په لومړني لاري سره د کتاب استناد ثابت سي بیا تر لیکواله پوري د سند متصل غوښتنه او د هغه کتاب د کومي مسئلې یا حدیث یا د هغه کتاب د موادو د نقل کولو وجود پر اسناد باندي موقوفه بلل سرا سر غلطه ده. د اهل علم په وړاندي دا قاعده روښانه ده. دا د هر علم او فن اجمالي قاعده ده  د لوستوونکو د زړه د پاره به دوې درې حوالي وړاندي کړو:


۱ـ تدریب الراوی کي لیکي: حکی الاستاد ابو اسحاق الاسفرئینی الاجماع علی جواز النقل من الکتب المعتمدة، لا یشترط اتصال السند الی مصنفیها، و ذلک شامل لکتب الحدیث والفقه. (ج۱، ۱۵۱مخ)


ژباړه: امام ابواسحاق اسفرائیني رحمه الله روایت کړی دئ چي د معتمدو کتابو څخه پر نقل باندي، د جواز (د علماؤ) اجماع ده، ځکه د لیکوالانو پوري د سند متصل کېدل مهم نه دي، او دا حکم د نورو کتابو سره سره د حدیثو او فقه کتابو ته هم شمول کوي.


۲ـ حافظ ابن حجر په "النکت" کي لیکي: الأمر الرابع: کلامه (ابن صلاح) یقتضی الحکم بصحة ما نقل عن الائمة المتقدمین فیما حکموا بصحته فی کتبهم المعتمدة المشتهرة لأن الکتاب (المشهور) الغنی بشهرته عن اعتبار الاسناد منا الی مصنفه: کسنن النسائی مثلا لا یحتاج فی صحة نسبته الی النسائی الی اعتبار حال رجال الاسناد منا الی مصنفه.


ژباړه: د ابن صلاح د کلام څخه دا نتیجه راوځي چي متقدمینو امامانو په خپلو معتمد او مشهورو کتابو کي چي د کم روایت د صحت حکم کړی دئ هغه زموږ په وړاندي هم صحیح دئ. ځکه یو مشهوره کتاب د خپل شهرت په وجه د لیکواله پوري د سند څخه مستغني دئ. ( د مثال په توګه) سنن نسائی د امام نسائی رحمه الله خوا ته د نسبت د صحیح کېدو د پاره تر مصنفه پوري د سند او د سند د رجالو پر حالاتو د ځان خبرولو هیڅ حاجت نسته.


د خبرو خلاصه دا ده څوک چي د مشهوره او صحیح نسخې والا کتاب څخه پر نقل باندي د لیکواله پوري سند متصل ضروري بولي، اجماع د هغه مخالفت کوي. 


د دغه مسلم اصول په رڼا کي دا خبره بیخي واضحه سوه چي د تفسیر، حدیث، کلام، فقه فتاوی اود ټولو مشهورو متداوله کتابو چي هر یو د فن د ماهرینو په منځ کي مشهوره، سائراو متلقي وي، د هغه څخه د عقیدې مسائل، یا کومه فقهي مسئله په نقلولو کي تر مصنف پوري د سند د تحقیق ضرورت نسته او غوښتنه کول ئې هم سم نه دئ. ځکه د فن د ماهرینو په منځ کي د هغه کتاب مقبولیت د هغه د مستندوالي او مصنف ته د هغه د نسبت د صحت غټ ضمانت دئ. کله چي یو شی په تواتر او اجماع سره ثابت وي نو بیا ولي د بل دلیل تلاش وسي، هغه هم د داسي (دلیل) سند که صحیح او متصل ؤ خو ښه تر ښه کنې ډېر وخت هغه د خبر واحد څخه وي.


د امام صاحب رحمه الله کتابونه د مشهوره کېدو سره سره د هغوي ټولو اسناد ثابت او موجود دئ. د دغه ټولو کتابو سندونه علامه زاهد کوثری رحمه الله د العالم والمتعلم په سریزه کي په تفصیلي توګه راوړي دي، هلته ئې تاسو کتلای سي. البته لومړني طریقه چي مضبوطه او مستنده ده، پر هغه باندي ځیني نقول وړاندي کوو. په دې سره به د امام صاحب رحمه الله ته د هغه د کتابو نسبت او ثبوت ښه واضح سي.


امام ابو الیسر البزدوي رحمه الله (۴۹۳ھ) چي د فخر الاسلام بزودي رحمه الله ورور دئ هغه لیکي: و قد صنف الامام فیها (العقائد) کتبا و قع بعضها الینا، و عامتها محاها و غسلها اهل البدع والزیغ، و مما وقع بعضه الینا کتاب العالم والتمعلم و کتاب الفقه الاکبر.


ژباړه: امام صاحب رحمه الله په علم کلام کي څو کتابه لیکلي دي. ځیني ئې موږ ته را رسېدلي دي او اکثره کتابونه ئې بدعتیانو د منځه وړي دي. هغه کتابونه ئې چي موو ته را رسېدلي دي په هغو کي العالم والمتعلم او الفقه الاکبر دي.


امام ابوالمظفر السفیرائینی رحمه الله لیکي: و من اراد ان یتحقق ان لا خلاف بین الفریقیق فی هذه الجملة فلینظر فیما صنفه ابوحنیفه رحمه الله فی الکلام و کتاب العلم و فیه الحجج القاهرة علی اهل الالحاد و البدعة و قد تکلم فی شرح اعتقاد المتکلمین و قرر احسن طریقه فی الرد علی المخالفین و کتاب الفقه الاکبر الذی اخبرنا به الثقة بطریق معتمد و اسناد صحیح عن نصیر بن یحیی عن ابی مطیع عن ابی حنیفة و ما جمعه ابوحنیفة فی الوصیة.


ژباړه: که څوک غواړي چي په دې کي تحقیق وکړي چي د حنفیانو او شافعیانو په منځ کي هیڅ اختلاف نسته نو هغه دي د امام ابوحنیفه رحمه الله په علم کلام کي کتاب العالم والمتمعلم وګورئ، د بدعتیانو او د الحاد خلاف په دې کي ښه ډېر مضبوطه دلائل سته، همدارنګه د متکلمینو د عقائدو ښه وضاحت او په مخالفینو باندي په سمي طریقې سره رد سوی دئ. داغه رقم بل کتاب الفقه الاکبر دئ، چي موږ ته په صحیح سند معتمدي طریقې او ثقه راویانو سره یعني عن نصر بن یحی عن ابی مطیع عن ابی حنیفة سره را رسېدلی دئ. او بل کتاب د امام صاحب رحمه الله الوصیة هم دي.


د امام ابوالمظفر (۴۷۱ھ) عبارت دئ، دی د خپل وخت د اهل سنت د مشهورو متکلمینو څخه ؤ. دلته د الفقه الاکبر څخه مراد الفقه الابسط دئ. لکه مخکي چي موږ وویل چي ځیني وخت د الفقه الاکبر څخه الفقه الابسط مراد سي. علامه کردری رحمه الله په "مناقب ابی حنیفه" کي لیکي: ما د مولانا شمس الملة والدین کردری البراتقینی العمادی خط لیدلي دي چي العالم والمتعلم او الفقه الاکبر دواړه کتابونه د امام صاحب رحمه الله دي، او پر دې باندي د مشائخو یو لویه ډله متفق ده. قدیم مؤرخ محمد بن اسحاف الندیم په "الفهرست" کي لیکي:
و له من الکتب کتاب الفقه الاکبر کتبا رسالته الی البتی کتاب العالم والمتعلم رواه عنه مقاتل کتاب الرد علی القدریة والعمل برا و بحرا شرقا و غربا بعدا و قربا تدوینه رضی الله عنه.


د امام صاحب رحمه الله کتابونه د شهرت د درلودلو سره سره په سند هم ثابت دي. امام محقق بیاضی رحمه الله د لومړي پېړۍ څخه بیا تر خپلي زمانې پوري تقریبا د ۳۰ علماؤ یادونه کړې ده چي هغه د دغو (پنځو) کتابو نسبت امام صاحب رحمه الله ته کړی دئ. په هغو علماؤ کي امام فخر السلام بزدوی، امام سغناقی، امام اتقانی صاحب الشامل، امام جلالدین الکولانی، امام کاکی، عبدالعزیز بخاری صاحب الکشف، بابرتی، نسفی، شیخ السلام الیاس صاحب الفتاوی،امام ابن الهمام صاحب فتح القدیر رحمهم الله په رقم لوړ علماء او امامان شامل دي. د دې تفصیل محقق بیاضی رحمه الله په اشارات المرام کي کړی دئ.


په هر صورت د دې څخه ثابته سوه چي دغه پنځه کتابونه د امام صاحب رحمه الله دي، او څوک چي اختلاف کوي هغه د یو اجماعی او متواتر امر څخه اختلاف کوي، د هغوي خبره د قبول وړ نه ده. په اصل کي دا نیوکه معتزله ؤ کړې وه، د دې تفصیل علامه زبیدی رحمه الله په "اتحاف السادة المتقین شرح احیاء علوم الدین" کي کړی دی. او په دې تفصیل سره د هغه خلګو شکوک او شبهات زائل کیږي چي د امام صاحب رحمه الله ته د کتابو په نسبت کي توقف کوي. 
 
مصادر و مراجمع 


( 1 ) التعليق القويم على مقدمة كتاب التعليم للعلامة عبد الرشيد النعماني

( ٢ ) أصول الدين للبغدادي

( 3 ) إشارات المرام للإمام البياضي

( ۴ ) تاريخ بغداد للخطيب

( ۵ ) مناقب أبي حنيفة للموفق

( ۶ ) مقدمة تبيين كذب المفتري لابن عساكر

( 7 ) المطالب العالية من العلم الإلهي للإمام فخر الدين الرازي

( 8 ) تذكرة الحفاظ للذهبي

( 9 ) مكانة الإمام أبي حنيفة في الحديث للعلامة عبد الرشيد النعماني

( ١٠ ) مقدمة المحققين على الوصية للبابرتي

( ١١ ) حاشية كتاب الأسماء والصفات للكوثري

( ١٢ ) الفقه الأكبر لأبي مطيع البلخي

( ١٣ ) شرح الفقه الأكبر للإمام أبي الليث السمرقندي

( ۱۴ ) تدريب الراوي للسيوطي

( ۱۵ ) الأجوبة الفاضلة للكهنوي

( ۱۶ ) توجيه النظر للجزائري

( ١٧ ) التبصير في الدين للإسفرائيني

( ١٨ ) مقدمة كتاب التعليم لشيخ الإسلام مسعود السندي .


مأخذ: محاضرات فی العقیدة والکلام و صفات الباری تعالی (لشیخ محقق محمد سجاد الحجابی حفظه الله)


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته