تازه سرليکونه
د (د حنفي مذهب پېژندنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فقهي مذهب او فروعي مسائلو حقیقت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  April 3, 2019
  0

ژباړه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د اسلام په فروعي، اختلافي او اجتهادي مسائلو کي د څلورو امامانو (امام ابوحنیفه ، امام مالک ، امام شافعي او امام احمد بن حنبل رحمة الله علیهم) او نورو سلفو صالحینو ترمنځ  اختلاف د حق او باطل اختلاف نه وو، بلکي د راجح او مرجوح، اولی او غیر اولی او د افضل او غیر افضل اختلاف وو. 

 

دا فروعي اختلاف د صحابه وو رضی الله عنهم د زمانې څخه راروان دی، په فروعي اختلافي مسائلو کي د تشدد او سختۍ څخه کار اخیستل، یو ډله هغه بله ډله ګمراه او بې لاري بلل، ملامتول او  یو بل ته بد رد ویل ښه نه دي. په دې اړه باید لاندي حدیث شریف مخي ته کښېښول سي:

 

۱- عَنِ ابْنِ عُمَرَ رضی الله عنهما قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ ﷺ لَمَّا رَجَعَنا مِنَ الأَحْزَابِ: لاَ يُصَلِّيَنَّ أَحَدٌ الْعَصْرَ إِلاَّ فِي بَنِي قُرَيْظَةَ فَأَدْرَكَ بَعْضُهُمُ الْعَصْرَ فِي الطَّرِيقِ فَقَالَ بَعْضُهُمْ لاَ نُصَلِّي حَتَّى نَأْتِيَهَا وَقَالَ بَعْضُهُمْ بَلْ نُصَلِّي لَمْ يُرِدْ مِنَّا ذَلِكَ فَذُكِرَ ذَلِكَ لِلنَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم فَلَمْ يُعَنِّفْ وَاحِدًا مِنْهُمْ.(۱)
حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فرمايي چي کله موږ د خندق د غزا څخه راوګرځېدو نو رسول الله ﷺ وفرمایل: هیڅوک دي د مازیګر لمونځ نه کوي مګر د بني قریظه (محلې ته په رسېدو سره). وروسته په لاره کي د مازیګر د لمانځه وخت راغلی، بعضو وویل چي موږ خو لمونځ په بنو قریظه کي کوو او بعضو وویل چي موږ لمونځ (دلته) کوو (ځکه) د رسول الله ﷺ مطلب دا نه وو چي (لمونځ قضاء کړئ). بیا د نبي کریم ﷺ په خدمت کي ددې اختلاف یادونه وسوه نو ده مبارک په دوی کي یو لا هم ملامت نه کړی.

 

تشریح: د هجرت په پنځم کال د ذوالقعدې په میاشت کي د احزاب تر غزا وروسته رسول الله ﷺ د ماپښين په وخت کي صحابه کرامو رضی الله عنهم ته وفرمايل چي د یهودو د قبیلې بنو قریظه محلې ته ژر ځانونه ورسوئ، د مازیګر لمونځ هم هلته ولاړسئ ويې کړئ، د هغو د غدر او خیانت پر بناء د هغو سره جهاد کوو. 

 

صحابه کرام رضی الله عنهم سمدستي د بنو قریظه وو د ټکولو لپاره روان سول. د سفر په دوران کي د مازیګر لمونځ پر قضاء کېدو وو، په دې لړ کي د صحابه کرامو رضی الله عنهم ترمنځ اجتهادي اختلاف پیدا سو، بعضو د حدیث پر ظاهري مفهوم عمل وکړی، د مازیګر لمونځ یې په لاره کي ونه کړی بلکي بنوقریظه ته په رسېدو سره يې د هغه قضاء راوګرځول یا د حدیثو د ځینو شارحینو په وینا لمونځ يې د اول وخت څخه وروسته اداء کړی (ويې ځنډوی)، او بعضو حضراتو د قرانکریم او احادیثو د نورو نصوصو په رڼا کي ددې حدیث د مقصد د معلومولو کوښښ وکړی او ویې ویل: پر خپل وخت لمونځ کول فرض دی، بېله عذره يې قضاء کول صحیح نه دي، د نبي کریم ﷺ د حکم مقصد صرف دا وو چي ژر تر ژره بنو قریظه ته د رسېدو کوښښ وکړئ، د دوی (ﷺ) دا مقصد نه وو چي لمونځ دي قضاء کړه سي. همدغو صحابه وو رضی الله عنهم په لاره کي د مازیګر لمونځ پر خپل وخت اداء کړی وروسته بنو قریظه ته لږ څه په ځنډ ورسېدل.

 

کله چي رسول الله ﷺ ته د صحابه کرامو رضی الله عنهم ددې اختلافي عمل خبر ورسېدی نو ده مبارک په دوی کي د هیڅ طرف تردید او بدي بیان نه کړه بلکي په خپل سکوت او چوپ والي سره یې د هر یوه فکر او عمل صحیح وباله.(۲)

 

په اجتهادي مسائلو کي په عمومي توګه د فکر او عمل اختلاف د دلائلو د ظاهري او سطحي تعارض څخه پیدا کیږي یا د یوه نص په معنی او مفهوم کي د مختلفو احتمالاتو د ګنجایش له سببه رامنځ ته کیږي ( مثال یو ایت یا حدیث څو معناګاني ولري). په دې مقام کي د اجتهاد د ټولو ضروري او اړینو اوصافو (۳) او شرایطو لرونکی مجتهد عالم په اخلاص او ښه نیت سره خپل ټول علمي، عقلي، عملي او فکري طاقت او وړتیا د صحیح او خطا په تحقیق او څېړنه کي مصرفوي نو الله عزوجل په خپل فضل او کرم سره دده پر دې مخلص کوښښ او زحمت باندي دا مجتهد په هر حال کي په اجر او ثواب سره نازوي، دده پاکه هڅه او کوښښ په قبولیت سره مشرفوي،  دا که  هغه مجتهد حق او صحیح لاره حاصله کړي او که ورته ونه رسیږي (کما في الحدیث).

 

ددې موضوع لپاره لاندي نصوص ملاحظه کړئ، الهي ارشاد دی:

 

۲- لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا...(البقرة: ۲۸۶)
الله تعالی هیڅ شخص د هغه تر وس او طاقت زیات مکلف نه ګرځوي.

 

۳- د حضرت عبدالله بن عمر او حضرت ابوهریره رضی الله عنهما دواړو بزرګانو څخه دا مرفوع حدیث روایت سوی دی (۴):


قال رَسُولُ اللَّهِﷺ: إِذَا حَكَمَ الْحَاكِمُ فَاجْتَهَدَ ثمَّ أَصَابَ فَلَهُ أَجْرَانِ ، وَإِذَا حَكَمَ فَاجْتَهَدَ ثُمَّ أَخْطَأَ فَلَهُ أَجْرٌ وَاحِدٌ.(۵)
رسول الله ﷺ وفرمایل: کله چي حاکم د فیصلې په وخت کي اجتهاد وکړي او صحیح فیصله وکړي نو دده لپاره دوه اجره دي او که د فیصلې په وخت کي اجتهاد وکړي او خطاء وکړي نو دده لپاره یو اجر دی.

 

فایده: مجتهد په هر حال کي د ثواب وړ دی او دده زحمت مقبول دی، بیا چي کوم حکم د مجتهد دی هغه حکم دده د پیروانو هم دی چي د هغو عمل هم مقبول او د اجر وړ دی.

 

ماخذ: مدلل لمونځ

_________________

۱: الصحيح للبخاري: ج۱، ص۱۲۹، ابواب صلاة الخوف. مسلم: کتاب الجهاد: ج۲، ص۹۶

۲: عمدة القاري شرح البخاري: ج۶، ص۲۶۴ طبع مصر، و فتح الباري شرح البخاري: ج۷، ص۳۱۴

۳: د مجتهد ضروري اوصاف دا دي: د قران علم، د سنتو علم، د فقهي علم او د اصول الفقهې د علم به ماهر عالم وي، د څلورو امامانو او سلفو صالحینو د علمي تحقیقاتو او اجماعي مسائلو څخه به باخبر وي. دده عقیده، عمل او اخلاق به د کتاب او سنت مطابق وي، متقي او پرهېزګار به وي. (عقدالجید للامام شاه ولي الله محدث دهلوي رحمة الله علیه ، نورالأنوار: ص۲۴۶ و حواشیه)

۴: "مرفوع حدیث" د محدثینو په اصطلاح هغه حدیث ته ویل کیږي چي د هغه سند پر رسول الله ﷺ ختم سي او په دې کي دده مبارک قول یا فعل او یا حال ذکر وي او که د حدیث سند پر صحابي ختم وي او په هغه کي د صحابي قول یا فعل او یا حال ذکر وي نو هغه ته "موقوف" ويل كيږي او که د حدیث سند پر تابعي ختم وي او په هغه کي د تابعي قول یا فعل او یا حال ذکر وي هغه ته "مقطوع" ویل کیږي. (شرح نخبة الفکر: ص۱۰۴، خیرالاصول: ص۴)

۵: البخاري: ج۲، ص۱۰۹۲، باب اجر الحاکم ا‍ذا اجتهد. مسلم: ج۲، ص۷۶ (مشکاة).

سرته