تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
پوهېږم یا یا نه پوهیږم
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 24, 2021
  0

 
پوهېږم یا یا نه پوهیږم 
لیکنه : علي الله متوکل / تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


موږ پوهيږو، خو قصداً سر نه خلاصوو که څه بلا راسوې ده؟


-پوهېږم، چي هره ورځ خلک مړه کیږي، خو په دې نه پوهېږم، چي عبرت ځني واخلم.


پوهېږم، چي تېر وخت مي ټول ضایع کړی دئ، خو په دې نه پوهېږم، چي راتلونکي ته مهالوېش جوړ کړم. 

پوهېږم، چي پیسې د ژوند لپاره اړیني دي، خو په دې نه پوهېږم، چي کار وکړم او بچت وکړم.

پوهېږم، چي اړیکي ساتل او ملګري پالل غوره دي، خو په دې نه پوهېږم، چي پر هغوی پوښتنه وکړم او خیال ئې وساتم.
 
پوهېږم، چي سهار وختي را کښېنستل زما لپاره بلا ګټي لري، خو په دې نه پوهېږم، چي ماښام وختي بیده سم، ترڅو سهار وختي راکښېنم.

پوهېږم، چي مطالعه او ورزش زما لپاره سراسر ګټه ده، خو په دې نه پوهېږم، چي باید وخت ورکړم.
 
پوهېږم
،
نوټ: داسي نو په ډېرو شیانو موږ پوهیږو، خو په دې نه پوهیږو چي د کومه ځایه او څنګه ئې شروع کړو. راسئ، اول ګامونه پورته کړو او مخته ولاړ سو.
www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته