تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د نبي کریم ﷺ او امت دوستي
 
  June 3, 2016
  0

 

الله تعالی په قرانکریم کي فرمايي:
 
النبي أولى بالمؤمنين من أنفسهم وأزواجه أمهاتهم... سورة الاحزاب: ۶

 ( محمد د الله ) نبي ډير وړ دى له مؤمنانو سره له نفسونو د دوى ( د احكامو په انجام ) او ښځې ددغه (نبي )  ميندې د دوى دي ( تعظيما او تحريما)

یعني نبي کریم صلی الله علیه وسلم مؤمنانو ته تر خپلو ځانو ډیر نژدې او ډير ګران دی او د نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیبیاني د مؤمنانو مندي دي.

 تفسير : كه په غور سره ولېدل شي د مؤمن ايمان د هغه لوى نور يوه شعاع ده چې د نبوت له لمر څخه خپريږي د نبوت لمر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم دى نو په دې اعتبار كه مؤمن ( من حيث هو مومن ) د خپل ځان د حقيقت پوهېدلو لپاره په فكر حركت شروع وكړي نو له خپل ايماني شتوالي څخه پخوا ښايي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم معرفت ځانته حاصل كړي نو په دغه اعتبار ويلاى شو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مسعود وجود زمونږ له وجوده هم زيات راته نژدې دى كه ددغه روحانى تعلق په بناء وويل شي چې د مؤمنانو په حق كې رسول الله صلی الله عليه وسلم د پلار په شان دى بلكې له پلار څخه هم په مراتبو ډير زيات دى نو دغه به بېخي په ځاى او صحيح وي لكه چې د ابو داود په سنن كې د ( انما انا لكم بمنزلة الوالد ) او د ابى بن كعب او نورو په قرائتونو كې د ( النبى اولى بالمؤمنين ) آيت او د ( وهو اب لهم ) جمله دا حقيقت څرګندوي.

 كه د پلار په تعلق كې فكر وكړئ نو د هغه حاصل همدا راوځي چې د زوى جسماني وجود د پلار له جسمه راوتلى دى او د پلار طبيعى شفقت او تربيت له نورو څخه زيات دى لېكن آيا د رسول الله صلی الله عليه وسلم دده له امت سره له دېنه لږ دى ؟ يقيناً د محمدى امت ايمانى او روحانى موجوديت د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لوى روحانيت يوه پلوشه او د هغه سيورى دى او هغه شفقت او تربيت چې د نبي صلی الله عليه وسلم څخه څرګند شوى دى د مور او پلار له طرفه لاڅه بلكې په ټولو مخلوقاتو كې د هغه نمونه نشي موندلاى .

د پلار په ذريعه الله جل جلاله مونږ ته ددنيا دغه عارضي حيات راكړى دى لېكن د نبى صلی الله عليه وسلم په بركت مونږ ته ابدي او دائمي حيات راحاصليږي نبى كريم صلی الله عليه وسلم زمونږ په نسبت داسې شفقت ، مرحمت ، خير غوښتل ، همدردي او روزنه كړې ده چې مونږ يې د خپلو ځانونو لپاره نشو كولى نو ځكه رسول الله صلی الله عليه وسلم زمونږ په مال او په ځان او نورو شيانو كې د تصرف هغه حق لري چې په دنيا كې نور هيچا ته دغه حق نه دى حاصل .

حضرت شاه صاحب رحمه الله ليكي چې : ( نبى د الله نائب دى ، پخپل ځان او مال زمونږ دومره تصرفات او اختيارات نشي چليداى څومره چې د نبي تصرفات په مونږ چليږي مونږ ته دغه نه ده روا چې خپل ځان په سره لمبه او اور كې واچوو كه نبي صلی الله عليه وسلم دغه حكم صادر كړى نو بيا فرض كيږي. د همدغو حقايقو په ملحوظ په احاديثو كې راغلي دي : ( هيڅ يو له تاسې نشي مؤمن كېداى څو دده په نزد زه له پلار او ځوى او نورو ګردو انسانانو بلكې دده له خپله ځانه څخه هم ډير زيات ګران او محبوب نه شم ) .

ماخذ: کابلی تفسیر، د اسلام لکم پاڼي څخه اخذ
 

سرته