تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
تر قیامت وړاندي شپږ پېښي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 2, 2021
  0


 

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايي: د قیامت تر راتلو وړاندي شپږ پېښي څرګندېږي، چي د لاندنيو پېښو څخه عبارت دي:


لومړی: زما وفات کیدل.


دوهمه : د بیت المقدس فتحه کیدل، چي په هغه وخت کي مسلمانان نه وه پر برلاسي..


دریمه: په مسلمانانو کي عمومي وبا ګډېدل.


څلورمه : د مال اوشمتنۍ دومره ډېرېدل چي خلک به سل دیناره هیڅ نه بولي. په هغه مهال کي سل دیناره ډېره لويه شتمني وه.


پنځمه : د عربو په هر کور فتنې ننوتل.


شپږمه: د مسلمانانو او عیسایانو تر منځ روغه جوړه او بیا دعیسایانو له خوا روغه ماتول.


په پورته شپږو پېښو کي پنځه رامنځته سوي دي، ځکه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) وفات سوی دئ، د حضرت عمر (رضي الله عنه)په خلافت کي بیت المقدس فتحه سو او د ده مبارک په خلافت کي پر (عمواس) نومي ځاي باندي د مسلمانانو په لښکر داسي وبا ګډه سوه، چي په درو ورځو کي ديارلس زره مسلمانان وفات سول. څلورمه او پنځمه شمېره نښانې د عثمان(رضي الله عنه) په خلافت کي ښکاره سوې.

دا هم د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) معجزه وه، چي ټولي وړاندویني رښتیني او پر خپل ځای رامنځته سويدي.


ماخذ : نبوي معجزي


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته