تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ښکنځل او دبي حيايي خبري کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 17, 2021
  0

ښکنځل او دبي حيايي خبري کول


راټولونه : بصیر یوسفزی /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


دښکنځلو او بي حيايي خبرو څخه مطلب داسي څه کول یا ویل دي چي انسان ورڅخه شرمیږي هغه په ښکاره الفاظو اداکول. بیا که هغه حقیقت او صحي وي نویوه ګناه دكښنځلوكولوده او که د حقیقت مخالف وي مصداق ونه لري، نو بله ګناه دبهتان هم ده. لکه يوه سړي یا دهغه مور او خورته د حرام کارکولو نسبت کول.


په حديث کي راغلي دي چي: " مسلمان ته ښکنځل کول فسق او جنګ ورسره کول کفردي "


(بخاري ، مسلم، ترغیب ۳ ټوک ۵۸ مخ)


حضرت جابر بن سليم (رضي الله عنه) چي كله مسلمان شو. نوحضرت محمد (صلی الله عليه وسلم)له هغه نه څو وعدي واخیستلي لمړی داچي: " چاته به ښکنځل نه کوي"


لومړي دا چي جابر (رضي الله عنه)فرمايي: "الحمد لله مادا وعده پرځای کړه. له دی وروسته مي نه يو شریف سړي یا غلام ته ښکنځل وکړه او نه هم يو اوښ، وزي یا ویو بل څاروي ته"

"دوهم داچي، هیڅ صالح عمل لږ او خوار مه ګڼه او مه يي پريږده.

 

دریم داچي، دیو مسلمان لیدنه کوي نو ورین تندي او په ښو اخلاقو ورسره وګوره.


څلورم داچي، خپل پرتوګ یالنګ تر بجلکو لوړ وه. جامي تر بجلکو کښته کولو نه ډیر ځان وژغوره ولي چي، داد تکبر نښه ده.


پنځم د اچي، يو څوک پر تاد اسي عيب ولګوي کوم چي په تاكي يي ویني، نو ته د هغه په بدله کي د هغه عیب مه لوڅوه، کوم چي ته بي په ده کي ویني. (ابوداود ، ترمذی)


په يوه اوږد حدیث کي ،یوي پاکي ښځي ته د حرام عمل نسبت کول يي په کبیره ګناهونو کي شمیرلي دی.

(ابن حبان في صحيحه كذافي الترغيب المنذري ۳ټوک ۲۸۹مخ)


په ښکنځل کي ډیر؛ مور، خور او لور ته د حرام فعل نسبت کیږي (داټول) په دي وعید (سزا) کي داخل دي.


په حديث کي راغلي دي." څوک چي پریوچا باندي داسي عيب ولګوي کوم چي په ده کي وجود نلري. نوالله (جل جلاله) به دا عیب لګوونکی د دوزخ په اور کي تر هغه ولري ترڅو چي خپلو کړو سزاونه مومي"
(الطبراني باسناد جيد - ترغیب ۳ټوک، ۲۸۹مخ)


دغه ډول په حديث کي راغلي دي.


کوم سړی چي پر خپل غلام، دزنا الزام ولګوي نو که څه هم په دنيا کي ورباندي شرعي حدنه جاري کیږي خو په قیامت کي به حد قذف ورباندي جاري کیږي. "(بخاري ، مسلم ، ترغیب)


حضرت عبدالله بن عمرو بن العاص(رضي الله عنه)  يوه ورځ خپلي عمي ته د لیدنې کتنې لپاره ورغی، هغي ډوډی ورته راوغوښتله مینځه په ډوډۍ راوړلوكي وځنډیدله نو دهغي له ژبي ووتل زنا کاري، ولي ډوډۍ ژر نه راوړي.


عمرو بن العاص وفرمایل: "تا ډيره غټه خبره وکړه. ایا ته ددي په زنا خبره يي؟ " هغي وویل: "سوګند په الله ! ماته هیڅ خبرتیا نشته د قهره مي وویل"


ده وویل: "ماد حضرت رسول خدا (جل جلاله)نه اوریدلي دي: کوم سړی یا ښځه چي خپلي مینځي ته زانیه ووایي، حال داچي په زنایي خبر نه وي، نو د قيامت په ورځ به يي دا مینځه په درو ووهي.

(رواه الحاكم وقال صحیح الاسناد وتكلم فيه الحافظ ، ترغیب۳ټوک، ۲۸۹مخ)


 حضرت محمد (صلی الله عليه وسلم) فرمایلي دي: دښکنځلوڅخه ځان وژغوري چي، الله تعالی بي حيايي او فحش ویل نه خوښوي " (رواه الحاكم وصحه ابن حبان عن ابي هريره كذافي تخريج الأحياء)


د فحش ویلو څخه مطلب دداسي شیانو ښکاره کول دي چي په کولواو ویلو سره يي انسان شرمیږي که څه هم حقیقت وي رسول الله (صلی الله عليه وسلم)هغو مشرکانو کافرانو ته ښکنځل کول.


هم منع کړي کوم چي د بدر په غزاکي مړه شوي دي ويي فرمایل: "هغوی ته دښکنځلوهیڅ اثرنه رسیږي، ژوندو ته تکلیف ورکوي .
(رواه ابن أبي الدنيا مرسلا ورجاله ثقات ومثله للنسائي عن ابن عباس باسناد صحيح - تخريج الاحياء)


او په حديث کي راغلي دي چي مؤمن پیغور ورکوونکی، لعنت کوونکی، ښکنځل کوونکی، بي حیایي خبري کوونکی نه وي.
(ترمذي باسناد صحيح عن ابن مسعود مرفوعا تخریج احياء)


له پورتنیو احادیثو نه ثابتيږي چي ښکنځل کول او فحش ویل، ویو کافر او څاروي ته کول هم حرام دي نومسلمان ته ښکنځل کول څومره ګناه لري ، بيا په ښکنځلو کي که دداسي کار ښکاره کول وي چي په واقع کي، رواوي خو په ظاهره بي ويل د شر خبره وي، لکه جماع او هغه سره اړیکي لرونکو اعمال، توبه دي يوه ګناه د ښکنځل کولو ده، او که د حقيقت خلاف دیو حرام کارنسبت ویو سړي بايي و مور او خور با ويوڅاروي ته و کړنو دابيا دوهمه کبیره ګناه د بهتان او افتراء هم کیږي.


متاسفانه چي په دي ناروغي کي ډیر مسلمانان بوخت دي. په ځانګړي توګه دصحرا ء او کلیو او سیدو نکي اوڅاروي پالونکي، د دوی له ژبي نه کومه خبر پرته له ښکنځلو نه وزي. په خبر هم نه وي چي ښکنځل يي وکړه. ګام پرګام، ګړۍ په ګړۍ د کبيره ګناهونو پلنډيي په سرباروي او دي غافل انسان ته هیڅ باک هم نه اوي.


اوس لږ فکر وکړي چي، په دي ګناه کي کوم خوند یا ددنیا کومه ګټه شته؟ که دغه ناروا عمل پریږدي نويي په کوم کارکي څه توپیر راځي؟

افسوس دی چي دالله تعالی اودحضرت محمد (صلي الله عليه وسلم) د بغاوت، نافرماني اوناخوښي هيڅ پروا نشته.


والعياذ بالله العلي العظيم.

 

ماخذ: بي خونده ګناهونه 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته