تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دشب برات رواجونه دحلوا.ورجو.اونورشیانو پخول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  March 15, 2022
  0

دشب برات رواجونه دحلوا،ورجو،اونورشیانو پخول 

 

دشب برات (پنځلسمی) حلوا د محرم (حسن حسين) د میاشتی ددال او ورجوڅخه جوړسوی خوراک اوشربت

تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د شب برات دوندی قدر اصل او دليل سته چه پنځلسمه شپه او پخلسمه ورځ ددی میاشت د ډیري بزرگی او د برکت دي او زموږ پیغمبر صلی الله عليه وسلم ددي شپي د عبادت اودورځي دروژی نیولو  ډیر ترغیب ورکړی دئ(رواه ابن ماجه والبيهقي - ماثبت بالسنة  ص ۸۰)


په دغه شپه کښي زموږ پیغمبر صلی الله عليه وسلم د مدیني منوری قبرستان ته تشریف يووړی او د مردگانودپاره یئ د مغفرت او بخښی دعا غوښتي ده .


(ماثبت بالسنة ماك میه) 


نوکه په دغه تاريخ کښي  د مړو ته یو څه وروبخښي برابره خبره ده که قران مجيد و وايي یا ډوډی وخلگو ته ورکړی یانقدی پیسی ورکړی او ثواب یی د مړو ته ور وبخښی یا داغسي  دعا ور ته وکړی چه خدایه د دوی وبخښی نو دا طریقه دسنت سره موافق او برابره ده- ددي څخه علاو چه هرڅوندی جکړی او جنجالونه  خلگ کوي په دغه کښی يئ حلوا شرط کړي ده او په دی طریقه فاتحه کوي داټول چټیات دي .

 

د دي ټولو خبر وبدوالي مخکي بیان سوي دي او د غه دي واوریده  که چه هرشي په شرعه کښي ضرور نه وي دهغه شي ضروري بلل یا ترحد زیاته پابندی کول بده خبره ده - داغه رنگه د محرم (حسن حسين) د میاشتي دلسمی دور ځ رواجونه وبوله په شرعه کښي ددغي لسمی ورځ صرف دوندي دلیل سته چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي چه هرسړی په دغه لسمه ورځ پرخپل ځان او عیال پراخی جوړه کړي او دخوراک اوچښلوښه انتظام ورته وکړي نو ټول کال به دده په رزق کی پراخي وي.

(ماثبت بالسنة ص ۸)

نوکه دخدای پرنامه مسکینانو ، محتاجانو او فقيرانو ته يو څه ورکړي نوهیڅ پروانه لري تر دغه چه زیادت کوي نو دا بدي او گناهونه پکښي موجود دي کوم چه مخي پري بیان وسو. ددي څخه علاوه د شربتود تقسيمو لورواج دي په خپل ګمان کښي د کربلا وتږو شهیدانو ته ثواب ور بخښي نوداخبره یاد وساته چه شهیدانوته شربت نه ور رسیږي بلکه ثواب یي ور رسیدلای سي او په ثواب کښي یخ شربت او گرم خوراک ټول برابردي بیانودشربو په پابندي کښي ددي څخه علاوه چه ددغو شهیدانو تنده په دي شربتوماتيږي بله کومه خبره سته داسي غلط عقیده پخپله گناه ده او بعضی جاهلان د برات دمیاشتی په پنځلسمه  شپه آتشبازی یعني په اور  سره بازی کول کوي.

( ماثبت بالسنة ص۸۷) 


او د محرم یعني د حسن وحسین په مياشت کښي تعزیه ( یعنی دحضرت امام حسین د قبر په مثل دیادگار په طورسره دکاغذاتو او باڼسونوڅخه يوشي جوړ وي او ور سره اخستی يي  وی روان وی) - دآتشبازی بدوالي په اول باب کښی لیکل شویدي او د تعزني بد والي نورترد غه لا څوجوړیږی چه ددی سره داسي داسي حرکتونه ادکارونه کوي چه په شرعه کښي بالکل شرک اوګناه ده او پردي تعزيي باندی روپي. خوږی اوداسي نور شیان پاشی اوسرونه ورته ټيټه وي ۔ عریضي اوسوالنامي، پرځړوی او دلته دغم اشعار او شعرونه وايي ژاړی چغی اوناري وهي او باجې هم ورسره ږ غوي بیايئ وروسته دفن کوي پټوي یئ - ددغه دفن کولو ځاي بعينه دامام حسین دزیارت  ځاي بولی - ښځي او نرسره کډیږي پرده او ستر بالکل ختميږي لمنځونه قضاکوي. ددي کارونوبدوالي چاته نه دي معلوم بلکه هرچاته معلوم دي۔ بعضي خلگ نوری قصي او جګړي  نه پکښي کوی مگر شهادتنامه وايي نوداخبره یاد وساته که په دغه شهادتنامه کښي غلط روایتونه وي بیا خو ښکاره ده چه منعه ده اوکه صحيح روايتونه هم وي بیا هم څرنگه چه دټولو نیتونه دغه وي چه داواورې او وژاړی او په شرعه کښي پریوم په قصد او تكليف سرژړل روا کار نه دي.

(مجالس الابرار ص۲۳۵) 


ددی سببه د دارنگه شهادتنامی ویل هم روا نه دي داغه رنگه د محرم په ورځو کښی يعني دحسن حسین دمیاشتی په اولو ۱۰ شپو او ورځو کښی زینب اوسنگار پريښوول اود ویراوغم وضع او شکل جوړول اوخپل اولادته يو خاص قسم جامی ور اغوستل دا ټول بدعت او دگناه خبری دی اودارنگه رواجونه اکثره شیعه (شیه گان) کوي.

 

ماخذ : بهشتی زیور 


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته