تازه سرليکونه
د (لنډي ټوټې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د خواصو په خرابي سره په عوامو کي خرابي راځي
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 18, 2021
  0

د خواصو په خرابي سره په عوامو کي خرابي راځي


لیکنه : نصیب الله /تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د امت محمدي پنځه طبقې دي چي کله په دوی کي خرابي پيدا سي نو ټول چاپيریال خرابیږي .


یوه ورځ مسیب بن واضح ته عبد الله بن مبارک (رح) وویل : تاته معلومه ده چي عامه خرابي او فساد څنګه پيدا کيږي ؟

 

مسیب وویل : زه علم نه لرم ، وې فرمایل : د خواصو په خرابي سره په عوامو کي خرابي پيداکيږي بیا یې وفرمایل دامت محمدیه پنځه طبقې دي کله چي په دوی کي خرابي پيدا سي نو ټول چاپيریال خرابیږي.


(۱): عالمان : دا دپيغمبرانو وارثان دي خوچي کله د دنیا حرص اوطمع په دوی کي زیاته شي نوبیا به څوک خپل مقتدا جوړول کیږي.


(۲): سودا ګر: دا دالله تعالی امانتګر  دي ، کله چي دوی خیانت پيل کړي نوبیا به څوک آمین ګڼل کیږي.


(۳): مجاهدین: دا دالله تعالی میلمانه دي ، کله چي دوی د غنیمت د مال څخه غلا پيل کړي نوبیا به پردښمن څرنګه فتح حاصلیږي.


(۴): زاهدان: دا دځمکي اصلي باچاهان دي ، کله چي دا خلګ بدکاره شي نوبیا به دچا تابعداري کيږي.


(۵): حاکمان: دا دمخلوق نګرانان دي ، کله چي دا د رمې سپي یا شرمښ شي نوبیا به د رمې حفاظت څوک کوي.


ماخذ : پاشلي مرغلري 


www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته