تازه سرليکونه
د (لنډي ټوټې) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د شیطان پنځلس دوښمنان
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 17, 2022
  0

لیکنه : محمد شفیق / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت فقیه ابو اللیث سمرقندي رضي الله تعالی عنه پخپل کتاب تنبیه الغافلین کي به وهب بن منبه رضي الله تعالی عنه څخه یو روایت نقل کړی دی ، او په هغه کې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له شیطان څخه پوښتنه وکړه چې ای معلونه ! ستا څومره دوښمنان دي ؟ چې پنځلس ډوله خلګ زما دوښمنان دي :

 

۱: « اولهم انت » له ټولو څخه لومړۍ دوښمن مي تاسو ( صلی الله علیه وسلم ) یاست .

 

۲: « امام عادل » انصاف داره باچا او انصاف داره حاکمان .

 

۳: « غني متواضع » عاجزي کوونکی مالدار .

 

۴: « تاجر صادق » رښتنی سوداګر .

 

۵: « عالم متخشع » خشوع کوونکی عالم .

 

۶: « مؤمن ناصح » خیرخواهي کوونکی مؤمن .

 

۷: « مؤمن رحیم القلب » رحمد له مؤمن .

 

۸: « تائب ثابت علی التوبة » توبه ایستونکی او پر هغې ټینګ ولاړ .

 

۹: « متوع عن الحرام » له حرامو څخه پرهېز کوونکی .

 

۱۰: « مؤمن یدیم علی الطارة » تل په اودس کې اوسېدونکی مؤمن .

 

۱۱: « مؤمن کثیر الصدقة » ډیره صدقه ورکوونکی مؤمن .

 

۱۲: « مؤمن حسن الخلق مع الناس » له خلګو سره ښه رویه کوونکی مؤمن .

 

۱۳: « مؤمن ینفع الناس » خلګو ته فایده رسوونکی مؤمن .

 

۱۴: « حامل القرآن یدیم علی تلاوته » د قرآن کریم تل تلاوت کوونکی عالم او حفظ .

 

۱۵: « قائم بالیل والناس نیام » د شپې په داسي وخت کې د تهجد او نفل کوونکی ، کوم وخت چې ټول خلګ ویده وي .

 

ماخذ : پاشلي ملغلري

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته