تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دحضرت عمربن عبدالعزیز(رح) کیسه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 22, 2020
  0


دحضرت عمربن عبدالعزیز(رح) کیسه

 

لیکنه قاري خبیب( پشت رودي) / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حضرت عمربن عبدالعزیز(رح) د دوهم خلیفه حضرت عمربن خطاب(رض) د زوی حضرت عاصم لمسی ؤ، څه وخت چې ده مبارک ته خلافت وروسپارل شو،نوژړل یې او ویل یې چې ماته ډېر غټ مسولیت راوسپارل شو،حیران یم چې په آخرت کې به څنګه نجات پیدا کړم، د ده مبارک د بی بی بیان دی هغه وایې چي کله ده مبارک ته خلافت وروسپارل شو او خلکو دده سره بیعت وکړ، تر دې ورسته چې کله دی کورته راغی، نو ږیره یې په اوښکو باندې لنده خشته وه، ماچې دا حالت ولید، نوډېر وارخطا شوم اوله ده څخه مې پوښتنه وکړه چې خیر خو دی څه کیسه ده؟ ده راته وفرمایل چې خیریت د کومه ؤ؟

 

زما پرغاړه د ټول امت بار وا چول شو، زه بېرېږم او پر دې خبره ژړا راځي چې دقیامت په ورځ چې زما څخه لوی خدای (ج) د دوی په هکله پوښتنه وکړي، نو زه  به څه جواب ور کوم، زه له دې خبري څخه بیریږم چي د خدای (ج) دمخلوق نه خدمت له وجي به تباه او برباد شم، نوچي ما ته هرکله دغه فکر را پیداشي سم دستې مې سترګوته ژړا جګه ودريږي. 

 

دحضرت عمربن عبدالعزیز په مخکي چې به کله یوچا دمرګ ذکر وکړ، نودی مبارک به سره ولړزېد او حالات به یي بدل شول، حضرت عطار وایي چې حضرت عمربن عبدالعزیز به هره شپه غټ غټ عالمان را غوښتل او د آخرت او دمرګ خبرې به يې سره کولې، په دې حالت کې به ده مبارک دومره ژړل لکه د یو چا په مخکې چې جنازه پرته وي.


خلافت تر ورسپارلو مخکې دی مبارک ډېر چاغ او ډېر تروتازه ‌‌‌ؤ مګر دا چي د خلافت د ورسپارلو څخه ورسته به تل دی مبارک د آخرت په فکر کې غرق ؤ، نو ځکه په دي وخت کې دومره ډنګر شو چي دبدن هرهډوکی یي  جلا جلا معلوميدي .


یوه ورځ دده  یوه مریي دده مبارک وښځې ته شکایت وکړی چې هره ورځ د دال خوړ لو څخه نور نو زه تر پزې راغلې یم ، اوس مې نو بیخي د ډير دال د خوړلو څخه خوا ګرځي، د حضرت عمربن عبدالعزیز محترمی ميرمنې په ځواب کي  ورته وویل:

وروره! ستایي امیرالمومنین هم ستا په شان هره ورځ دال خوري. 

            
ماخذ افضل الحکایات/ (تاریخ الخلفا‌ء) 


taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته