تازه سرليکونه
د (صحابه کرام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د فِراض فتحه کېدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  December 6, 2020
  0

د فِراض فتحه کېدل

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 
دلته نو د اسلام دښمنان ټول سره يو ځاى سوه، فارسيان، روميان او نصارا عرب  ټول د مسلمانانو پر ضِد و درېدل، دغو ټولو کفارو خپلي عسکري قواوي د فِراض په منطقه کي سره يو ځاى کړې، فِراض هغه منطقه ده چي د عراق، شام، او جزيرة العرب مشترک سرحد دى، پر هغه منطقه چي د دغو درو ملکو سرحدونه سره يو ځاى کيږي درې قسمه لښکري د مسلمانانو د جنګ دپاره سره يو ځاى سوې،

 

چي فارسيان، روميان او نصارا عرب وه، چي دا نو د هجرت دوولسم کال دى او د روژې مياشت ده، ګرمي هم ډيره زياته ده، د مسلمانانو روژه وه خو خالد(رض)  مسلمانان امر کړه چي روژه وخورى او بيا يې قضاء راوړى، مسلمانانو روژه وخوړل او د فِراض پر طرف ور رهي سوه، هلته مختلفي لښکري د مقابلې دپاره سره مخامخ سوې او ډير شديد جنګ شروع سو، دغه جنګ څو ورځي دوام درلودی، خو په آخر کي مسلمانانو د کفارو و ټولو لښکرو ته ماته او شکست ورکړى، چي تر شديدو جنګو وروسته فارسيان، روميان او نصارا عرب ټول وتښتېده، فِراض هم فتحه سو او د مسلمانانو تر تسلط لاندي سو، خالد(رض)  په فِراض کي لس ورځي پاته سو. 


اوس نو په عراق کي بېله د فارسيانو د ښارو څخه بل ځاى نه دى پاته چي نه وي فتحه سوى ځکه د عربو ټولي منطقې فتحه سوې. 
خالد(رض)  امر وکى چي لښکر دي بيرته و حيره ته ولاړ سي، په دغه وخت کي خالد(رض)  د څه مودې دپاره د صحنې څخه غایب سو او مُثنْی بن الحارثه الشيباني (رض) یې امر کړی چي زما په غیاب کي د لښکر قومنداني ته کوه، اوس نو په دغه موده کي د مسلمانانو د لښکر عمومي قومندان مُثنْی الشيباني(رض)  دی.

 

ان شاءالله نور بیا....


ماخذ: خلفاء راشدین


www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته