تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دبزرګانو او مخورو پوهانو ويناويش
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 25, 2020
  0
دبزرګانو او مخورو پوهانو ويناويش
 
 
لیکنه: بصیر یوسفزي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
1. رسول الله(ص)فرمايلي دي : زما تر وفات  وروسته مي تر  ښځو لويه فتنه ترشا نه ده پرې ايښې.
2. حضرت عمر(رض)فرمايي : که دوه زاړه هډوکي يو دبله سره خلوت وکړي لابه هم يو دبله اراده سره وکړي.(دده مبارک اشاره سپين ږيري او سپين سري ته وه.)
3. مولانا زکريا(رح) په مدينه منور کي په يوه مجلس کي وفرمايل: نامحرمه ښځي يا هلک ته کتل دمسلمان څخه دعبادت خوند او حلاوت وړي.
4. مولانا محمد زکريا(رح) په  خپل ملفوظات کي فرمايلي دي  : نسبتونه  څلور ډوله دي : الف : نسبت انعکاسي  ، ب : نسبت القايي، ج : نسبت اصلاحي ، د : نسبت  اتحادي. مولانا صاحب دنسبت انعکاسي په اړه دشاه عبدالعزيز(رح)په حواله ليکي : نسبت انعکاسي ډېر ضعيف نسبت دئ، کله چي مريد دخپل شيخ سره کښيني نو ډېر لږ اثر ځني واخلي خو دغه اثر ډېر ضعيف دئ. مولانا صاحب زياتوي : زما په آند دغه  اثر هم له منځه نه ځي که مريد ځان دمړو په ډله  کي  حساب کړي، نو دغه اثر ترقي کوي. البته دغه اثر په ګناهونو  سره له منځه ځي په  ځانګړي  ډول دناروا ديد څخه په نه حفاظت سره بايد لازمي ځان ځني وساتل سي.
5. مولانا زکريا(رح)فرمايي: په اروپايي هيوادو کي دنظر حفاظت بيخي لازمي دئ په کوم ځاى کي چي بې حجابي وي بايد دخپل نظر حفاظت وسي.
6. مولانا زکريا(رح) فرمايي: ناروا ديد سخت تاواني او هلاکونکى شى دئ څوک که دخپلو سترګو حفاظت ونه کړي ، دعبادت خوند دلاسه ورکوي او کله چي يې دعبادت خوند دلاسه ورکړ، بيا يې تر ډېره وخته لاسته نه سي راوړلاى، بله جالبه  لا داده چي که څوک دناروا ديد څخه دخپلو سترګو حفاظت نه کوي ، جامې او بدن يې بدبويي کوي، که څوک  تر  ډېره  وخته پرهېز ځني وکړي  دغه بدبويي له منځه ځي او کوم څوک چي په اخته وي دهغه بدبويي محسوسولاى سي ، لکه دالله(ج) ددوستانو دجامو او بدنو چي ښکلى بوى ځي آن تردې چي ما عاجز بنده لا دبزرګانو دجامو ښکلى بوى تر يوې اونۍ پوري محسوس کړى دئ په داسي ډول چي دخولو بوى به يې لاهم نه وو.
7. مولانا زکريا(رح) فرمايي: تجربې ثابته کړې ده چي څوک دناروا ديد څخه دسترګو حفاظت نه کوي بدن او جامې يې بد بوى کوي او په زړه کي يې دالله(ج) ذکر هم نه جاري کيږي.
8. مولانا زکريا(ج) فرمايي: دلغړزنو هلکوانو دناستي څخه ځانونه وساتئ، ځکه ددوى څخه ځان ساتل بيخي لازمي دئ ځکه دا عمل دهلاکت او بربادۍ موجب دئ.
9. شيخ عبدالقادر جيلاني(رح)دخپلو نصيحتونو په لړ کي چي خپل زوى ته يې کړي دي يو  نصيحت يې دا ورته کړى دئ: دنامحرمه ښځو ، لغړزنو هلکوانو ، بدعت کونکو او  دځواکمنو خلګو سره ناسته مه کوه. ځکه ددې خلګو سره ناسته کول دسړي څخه دين بيايي.
10. علامه ابوالقاسم قيثري(رح) دخپلو نصيحتونو په  لړ کي فرمايلي دي: دلغړزنو هلکوانو او نامحرمه ښځو دليدلو څخه ځانونه وساتئ او هيڅ صحبت مه ورسره کوئ.
11. علامه قيثري(رح) فرمايلي دي : دطريقت سالکانو ته دنامحرمه ښځو او لغړزنو هلکانو  سره ناسته سخت تاوان دئ.
12. يو بزرګ فرمايي: کوم څوک چي الله(ج) دخپل عظيم دربار څخه شړي نو دلغړزنو هلکوانو په شوق يې اخته کړي.
13. شيخ عبدالقادر جيلاني(رح) فرمايي: څوک چي لاندي شيان پر ځان باندي لازم نه کړي هيڅکله په تقوا او پرهېزګارۍ کي کمال ته نه سي رسېدلاى:
الف : ژبه دغيبت څخه ساتل.
ب : دبدګمانۍ څخه ځان ساتل.
ج : دشوخۍ او بې ځايه خبرو  څخه ځان ساتل.
د : دحرام ديد څخه ځان ساتل.
هـ : يوازي رشتيا ويل.
و : دالله(ج)احسان منل ، پر خپل  نفس بآندي اعتماد نه کول ، او خپل نفس پاک نه بلل.
ز: داړتيا په ځاى کي مال مصرفول او هغه کسانو ته مال ورکول چي مستحق يې وي.
ح : خپل ځان لوړ نه بلل او نه دلوړوالي ارزو کول.
ط : پنځه ګوني لمنځونه پر خپل وخت باندي ادا کول.
ي : درسول الله(ص) دسنتونو پيروي کول او دمسلمانانو سره اختلاط کول.
14. امام غزالي(رح) فرمايي: دآفتونو څخه يو  افت  عشق او شهوت دئ ، عشق دډېرو ګناهونو سبب کيږي. انسان ته  پکارده چي په لومړيو وختونو کي داحتياط څخه کار واخلي او  دخپل توان مهار دلاسه ونه باسي ، داحتياط لپاره تر ټولو ښه  لاره داده چي دخپلو سترګو حفاظت وسي  ځکه که يو انسان  ښځي ته وګوري دستي دشهوت  فکر ورسره پيدا کيږي او  که په تکراري ډول ځني  وکتل  سي بيا عملا ګناهونه ځني کيږي کله  چي څوک په دې کار عادت وګرځي بيا ورته ګرانه ده چي خپل نفس په خپل واک کي ولري او که دلومړى  وخت څخه احتياط وکړي بيا دنفس اداره کول ورته اسانه وي.که  داسي ونه کړي بيا به دنفس  اداره  ورته ډېره ګرانه  وي.
15. داود(ع)خپل زوى ته په نصيحت کي فرمايلي دي: په ښځو پسي تلل ډېر خطرناکه دي آن تردې چي داسي خطر  لري  لکه  په مار او زمري پسي چي انسان ځي.
16. ديحيي(ع) څخه پوښتنه وسوه چي فحشاء او بې حيايي دڅه شي څخه سرچينه اخلي؟ يحيي(ع) په جواب کي ورته وويل: دحرام ديد څخه.
17. امام غزالي(رح) ديوه شيخ څخه نقل کړى دئ چي فرمايلي يې دي: که پر يوه مريد بآندي زمرى حمله وکړي دومره نه بېرېږم لکه يو مريد چي ښايسته هلک ته وګوري ددې خطر پر زيات دئ.
18. سعيد بن  مسيب فرمايلي دي: الله(ج) چي هر  پيغمبر په رسالت لېږلى دئ شيطان يې له دې امله ځني ناهيلى کړى دئ چي انبياء(ع) دښځو فتنې ته  ډېر بيداره دي. همدا وجه  ده چي په دنيا کي زه دهيڅ دښمن څخه  داسي نه بېرېږم لکه دښځو  دفتنې څخه چي بېرېږم. له همدې امله زه او خپل زوى يوازي  خپل کور ته ځو.19. شيطان موسي(ع)ته وويل: هيڅکله  دنامحرمه ښځي سره خلوت مه  کوه  ځکه هر وخت چي نارينه دنامحرمه ښځي سره  يو ځاى سي زه دستي ورته  حاضر سم تر  هغه وخته پوري يې  نه پرېږدم چي په فتنه کي مي  نه وي اخته کړي.
20. يوسف بن حسين  فرمايي: دصوفيانو لپاره چي دتصوف پلټونکي وي درې شيان ستونزي زېږيوي: الف: دلغړزنو هلکوانو سره صحبت، ب :  دمخالفانو سره ګوزاره کول،  ج : او دښځو سره نرمي کول.
21. شيخ واسطي فرمايي: هر کله چي الله(ج) دخپل بنده دشړلو اراده وکړي نو په دغه بدبويه او نجسو لاښو يې اخته کړي يعني دلغړزنو هلکوانو په مينه يې اخته کړي.
22. مظفر قرمسيني فرمايي: بده نرمي کول دنامحرمه ښځو سره نرمي ده په هره طريقه چي وي.
23. دشيخ نصير احمد خير ابادي څخه چا پوښتنه وکړه چي ځيني خلګ دنامحرمه ښځو سره خلوت کوي او دا وايي چي زموږ نيت پاک دئ هيڅ ډول بد نيت نه لرو داڅنګه کار دئ؟ ده مبارک په جواب کي ورته وويل: تر کومه  وخته پوري چي دانسان په جسد کي ژوند وي دالله ټول احکام ورته متوجه دي ،  امر ، نهي ، حلال او حرام ټول به  تطبيقوي.
24. ابن طاهر مقدسي فرمايي: که څوک داسي ښايسته هلک ته وګوري چي جنسي  غرېزې يې په حرکت راسي داسي هلک ته کتل حرام دي ،  که څوک وايي چي زه ښايسته هلک ته ګورم زما خپل  شهوت په واک کي  دئ هيڅ شهوت مي  حرکت نه کوي  دغه کس درواغ وايي، ځکه  کتل خو کله دسړي په واک کي نه  وي دا چي سړى دوهم وار ورته ګوري دا خپله ددې نښه ده چي دده شهوت حرکت  کړى  دئ ځکه ورته ګوري.
25. سعيد بن  المسيب فرمايي: هرکله چي مو  يو څوک وليدئ چي ښايسته هلکوانو ته يې کتل دغه کس  متهم کړئ.
26. ابراهيم بن هاني ديحيي بن معين څخه نقل  کوي چى دى فرمايي: هيڅ وخت داسي نه ده پېښه سوې چي يو ځوان  دي پر لاره  دسفر اراده کړې  وي  او هلته دي احمد بن  حنبل(رح)موجود وي.
27. فتح موصلي فرمايي: موږ دېرشو تنو يو وخت ديوه ابدال سره ملاقات وکړ،  کله چي ځني راخصتېدو درخصتېدو پرمهال يې موږ هر يوه ته دا وصيت کاوه چي دلغړزني هلک څخه ځانونه وساتئ.
28. حسن بن  بزار يوه ورځ د امام احمد بن  حنبل(رح) حضورته تشريف راوړى، يو هلک ورسره  وو، کله چي رخصتېدئ امام احمد بن حنبل(رح) ورته وفرمايل: دغه هلک دځان سره مه ملګرى  کوه، حسن بن  زيار ورته وويل: دا زما وراره دئ ، امام احمد بن حنبل(رح) ورته وويل: که څه  هم وراره  دي وي بيا يې هم مه ملګرى کوه.
29. علامه ابن  جوزي(رح) فرمايي: الله(ج)دسترګو دحفاظت امر ځکه کړى دئ چي ددې لاري څخه زړه  کولاى سي چي الله(ج) ته متوجه سي خو پدې شرط چي مانع موجود نه وي او که دسترګو حفاظت نه وي  دا يې  مانع دئ.
30. حضرت عمر فاروق(رض) فرمايي: ديوه عالم لپاره زه دهيڅ درنده څخه دومره نه بېرېږم لکه دلغړزني  هلک څخه.
31. سفيان ثوري(رح) فرمايي: دښځي سره يو  شيطان ملګرى وي او دلغړزني  هلک سره دوه شيطانه ملګري وي  په يوه روايت کي راغلي دي چي تر لسو شيطانانو  زيات ورسره ملګري وي
32. عبدالعزيز بن  ابي السائب دخپل پلار څخه رانقلوي چي ديوه عابد لپاره تر  اوولسو  پېغلانو  نجونو يو لغړزني هلک خطرناک دئ.
33. ابن الطاهر وايي: څوک چي دلغزني  هلک سره ناسته  کوي خامخا به په فتنه کي لويږي
34. مظفر قرميسني فرمايي:  که څوک په پاک نيت ديوه لغړزني سره ددې لپاره  کښيني  چي نصيحت ورته وکړي لابه  هم  په فتنه کي  لويږي نور  خو لا ايسته  پرېږده.
35. مولانا سهارنپوري فرمايي:  نامحرمه ښځي او  يا لغړزني هلک ته کتل دحافظې لپاره سخت تاوان دئ.
36. شجاع بن مخلا دبشر بن حارث څخه نقل کوي چي دنابالغه هلکوانو څخه په کلکه ځانونه وساتئ.
37. ابواسامه فرمايي: زه دخپل شيخ په حضور کي ناست وم دحديثو درس مو وايه ، ټول  خلګ ولاړل  يو  هلک ناست وو ، ماوغوښتل  چي ولاړ سم ،  شيخ راته  وويل کښېنه  ، چي  دغه هلک درس خلاص کړي بيا ولاړ سه، هيڅکله به  دهلکوانو سره  خلوت ، ديد او ناسته نه کوې  که څه هم ددرس لپاره  وي.
38. ابن فرج رستي صوفي  فرمايي: ما شيطان په خوب  کي وليدئ  شيطان ته مي وويل: ودي ليدل څنګه مي  ددنيا خوندونه پرېښودل ، مال او ددنيا ساز او سامان مي  پرېښودئ اوس ته پرما باندي هيڅ برلاسى نه لرې،  شيطان په جواب کي راته وويل: ته نه پوهېږې چي ستا دزړه  رګونه څنګه دهلکوانو  په ليدلو سره په حرکت کي راځي.
39. ابوسعيد فرمايي: ناروا ديد يوه بده بلا ده دزيات شمېر  صوفيانو څخه ډېر لږ ځانونه ځني  ساتلاى سي.
40. امام غزالي(رح) فرمايي: زما ګرانو دوستانو  ! کله چي نامحرمه ښځي  او هلکوان تېريږي شيطان  تاسو ته وسوسې در  اچوي او درته وايي چي دې ته وګوره وهغه ته وګوره ، تاسو بايد  دشيطان مقابله وکړئ او هيڅ ورته ونه ګورئ بلکي  په جواب کي ورته وواياست چي ولي ورته وګورو ځکه  که هغه بدرنګه وه نو زړه به  مو غمجن  سي او که ښايسته  وه نو دين  به راڅخه ولاړ سي ،  ګناهکاره به  سو خو هدف ته به هم نه ورسيږو.
 
www.taleemulislam.net
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته