تازه سرليکونه
د (حکايات) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
له غیبت اورېدلو څخه د ځان ژغورني یوه واقعه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 18, 2020
  0

له غیبت اورېدلو څخه د ځان ژغورني یوه د درس ورکونکې واقعه 


لیکنه: خیال محمد/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه   


حضرت والد صاحب رحمت الله وفرمائل:

 
"یو ځل یو مو لوي صاحب زما په مخ کي د یو چا غیبت شروع کړ ، ما ورته وویل: چي ته د کوم چا غیبت کوې که حقیقتاً له هغه څخه دا غلطي سوې وه نو دا د تېري سوي زمانې خبره ده او له ما څخه غائب دی او ته همدا اوس زما په مخ کي د غیبت ګناه کوې"


زه د حضرت والد صاحب رحمت الله ددې مختصر ځواب تشریح کوم او په نمبر سره یی درته بیانوم چي یادوم یې اسانه دي :


۱ .هغه په تېره سوې زمانه کي ګناه کړېده او ته اوس ګناه کوې.


۲ .هغه به  په پټه کړې وي یا لږ تر لږه زما څخه پټ دی او ته زما په مخ کي په ښکاره ګناه کوې ، په ښکاره ګناه کول ډېر ناوړه عمل دی . 


۳.هغه به وړوکي ګناه کړې وي او ته دومره لویه ګناه کوې چي تر زنا کولو هم بد تره ده .


۴.هغه به ګناه کړې وي ځان به حقیر ګڼي او ته خپل ځان غټ ګڼې ځکه خو د هغه بدي بیانوي .


۵ ښايي هغه له ګناه څخه توبه کښلې وي او ته اوس په ګناه کي بوخت یې.


۶.زما په مخ کي دهغه د ګناه شاهد ته پخپله یې او ته د غیبت د ګناه له کبله فاسق سوې ، له دې کبله ستا شاهدي د قبلېدولو وړ نه ده او ستا ګناه زه خپله په خپلو غوږونو اورم ته راته ووایه چي ته ډېر بد سوې که هغه ؟


له غیبت اورېدلو څخه د ځان ساتلو ددې پېښي څخه سبق حاصل کړئ! کوم څوک چي د یو چاغیبت پیل کړي و هغه ته دا شپږ شمارې بیان کړئ :"ته دغیبت له کبله فاسق سوې او د فاسق شاهدي قبوله نده "  الله تعالی فرمایی (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن جَاءَكُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَيَّنُوا) ﴿الحجرات: ٦﴾


اې مؤ منانو ! کله چي یو فاسق و تاسو ته یو خبر راوړي نو د هغه پلټنه وکړئ پرته له کومه تحقیقه خبره صحي مه ګڼئ "


ډېر آسانه تد بیر


له غیبت اورېدلو څخه د ځان ژغورلو چي تدبیرونه در ښودل سوي دي که له دغو څخه پر یوه باندي هم د عمل کولو همت نه وي یو آسانه تدبیر دا دی چي و غیبت کوونکي ته داسي ووایه :


" تاسي چي د کوم چا غیبت کوئ ښایي هغه د الله تعالی په حضور کي تر موږ ښه وي".


کچيري د موږ ویلو همت نه وي نو داسي ویلای سئ:  "هغه تر ما ښه دی "نو قوي امید دی چي په دا سي ویلو سره به هغه د غیبت کولو نه ډډه وکړي ، که غیبت بند نه کړي نو تا د ناخوښۍ اظهار وکړئ ، آئنده هغه ستا په مخ کي غیبت نه کوي .

 

له هري فضول خبري څخه د ځان ساتني آسانه نسخه 


که په مجلس کي غیبت یا کومه داسي خبره پیل سي چي په هغه کي نه د دین ګټه وي نه هم د دنیا نو ته د کار خبره شروع کړه ، دغه ډول ډېر په آساني سره د خبري مخ اړولي سې.


د غیبت کولو او اورېدلو څخه د ځان ژغورلو چي کومي نسخې درښودل سوي دي په  استعمال کي یی له همت څخه کار واخله تر څو چي انسان د همت څخه کار نه  اخلي هيڅ کوم تد بیر هغه ته ګټه نه رسوي .

 

 

یوه له پنده ډکه کیسه


د همت څخه د کار اخستلو په صورت کي د غیبت څخه د ځان ساتلو یوه کیسه واورئ د یوې میرمني مکتوب راغلی دی هغه درته اوروم دا لیکي : "ماتر ډیره وخته د نورو انسانانو غیبت کاوه او هم مې له بل څخه اوریده ، همیشه د دوستانو او قریبانو تګ راتګ ؤ، هر څوک چي به راغلل د یو نه یو چا غیبت به پیل سو ، هر وخت به د غیبت بازار تود وو،اوس چي د کله نه حضرت صاحب (فقه العصر حضرت مولانا مفتي رشید احمد صاحب لدهیانوي رحمت الله علیه ) دوعظ اورېدلو لپاره تلل پیل کړي او د غیبت په اړه مي وعظ اورېدلي نو له ما سره فکر پیدا سو چي  زه په څومره غټه ګناه کي بوخته یم ددې فکر له کبله زما د شپو خوب والوت او اوس مي پخه اراده کړېده چي هیڅکله هم دیو چا غیبت نه کوم. "


فکر وکړئ چي دې میرمني د وعظ په اوریدلو سره د غیبت څخه توبه وکړه ، دغه ډول ډیرو زنانه ؤ وعظ  اوریدلی او شرعي حجاب یې خپل کړی نو د نورو خلګو دا عذر چي زموږ څخه ګناه نه پاتیږي د قبول وړ نه ده ، هغه هم انسانان دي او تاسي هم انسانان یاست او هغوئ هم په دغه چاپېریال کي اوسېږي په کوم کي چي تاسو هستوګن یاست لدې سره سره چي هغوي ګناه پرېښودلای سي نو تاسي یی ولي نه سي پرېښودلای .؟


که کله د ښځو په خپل منځ کي  جګړه وسي نو هره ښځه غواړي چي هغه ترنورو وړاندي سي که یوه ښځه بده خبره ورته کوي نو دا به لس ورته اوروي ، دغه ډول د فیشن په معامله کي که یوه میرمن د سلو روپو جوړه اغوندي نو بله به د دووسوو دا اغوستلو کوښښ کوي،  دغه رنګه د دنیا په هره معامله کي د یوې پر بلي باندي لوړوالی او مخ ته تللو هاند او هڅي کیږي ، د دین په معامله کي د داسي کولو لپاره همت ولي نه او چتیږي .؟

 


www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته