تازه سرليکونه
د (صحيح لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په مسجد کښی د لمونځ کونکو 50 غلطیانی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 13, 2020
  0
                       په مسجد کښی د لمونځ کونکو 50 غلطیانی
 
 

لیکنه:  استاد: عبد السمیع ( شینواری ) تعلیم الاسلام ویب پاڼه  

 
 
• وه مسجد ته بلا ضرورته ناوخته تګ .
 
• وه مسجد ته په ځغستا سره تلل چی د نورو خلګو د تشوش او ازار سبب جوړیږی .
 
• وه مسجد ته په مسنونه طریقه سره نه ننوتل لکه راسته پښه نه داخلول او دعا نکول او هم دا شان په راوتلو کښی چپه پښه نه د مخه کول او دعا نکول .
 
• وه مسجد ته ننوتلو او راوتلو په وخت کښی یو د بل څخه ځان دمخه کول .
 
• وه مسجد ته د خرابو او چټلو بوټونواو چپلکو سره ننوتل چی مسجد چټلوی .
 
• په مسجد کښی بوټونه او چپلکی په مناسب ځای کښی نه کښل او د نورو پر چپلکو او بوټونو باندی د بوټو سره ختل .
 
• د مسجد دحلیز ته په دربی سره ننوتل او یا که امام  نیت تړلی وی د رکعت د نولو په وخت کښی ځغستل .
 
• په صف کښی د دریدلو په وخت کښی د نورو تر او اوږو پښه اړول ( یعنی د نورو حق وهل په د مخه والی کښی د صف )
 
• د مؤذن په موجودیت کښی په اقامت کښی ځان د مخه کول .
 
• پایڅی ترب جیلکو نه پورته کول .
 
• په صف کښی سم نه دریدل او یا خالی ګاه پریښول .
 
• په صف کښی د ځان دپاره ځای خاص کول او هل ته ځان رسول که وختی راسی او که ناوخته او یا د امام سره نږدی مصله حوارول چی هر وخت راسی ځای یی معلوم یی او وبل چا ته اجازه نه ورکوی چی هلته لمونځ وکی. 
 
• یوازی لمونځ کول په صف کښی دلمونځ کونکو سره نه دریدل .
 
• په صف کښی ژر ندریدل قصدا په نیت تړلو کښی زنډ کول .
 
• د امام وقرات ته نه متوجه کیدل او یا د امام سره قراءت ویل .
 
• د امام څخه د مخه وال په رکوع او سجده کولو کښی اویا را پورته کیدلو کښی او هم دا رنګه په سلام ګرزولو کښی .
 
• د دو سجدو په مابینځ کښی سم نه کښینستل او د رکوع څخه ورسته سم مستقیم نه دریدل.
 
• په رکوع کښی خپل ملا نه سیده کول او یا دسیده کولو کوشش نه کول .
 
• په سجده کښی خپل اندامونه یو د بل څخه نه جدا کول د نارینه دپاره .
 
• په لمانځه کښی یوی او بلی خوا ته کتل او یا په بیځایه شیانو ځان مصروفه ول لکه کالی ږیره اویا ګوتو سره ټکان کول …
 
• په لمانځه کښی وه اسمان طرف ته کتل .
 
• د ټوخی اږمی او ترنچی په وخت کښی لاس و خولی او پزی ته نه نیول .
 
• د لمانځه څخه مخکی اوږه پیاز او نور بیناکه ښی خوړل چی عادتا پر خلګو باندی بد لګیږی .
 
• ډیر تیز عطر استعمالول چی نورو لمونځ کونکو باندی بد لګیږی او یا هم دښځو دپاره د  عطرو استعمال د ثواب په نیت باندی و مسجد ته دتګ څخه مخکی .
 
• د لمانځه په وخت کښی ټلیفون نه بندول او یا هم په ټلیفون کښی په زوره اواز خبری کول چی د نورو د تشوش او فکر اړولو سبب جوړیږی .
 
• د سلام ګرځیدلو ورسته سم دستی ولاړیدل او د نورو لمونځ کونکو وه مخ ته تیریدل .
 
• د سنت لمانځه څخه ورسته جماعی دعاء کول .
 
• په دعا کښی تلوار او عجله کول او عاجزی نه  کول .
 
• د لمانځه څخه ورسته مسنون اذکار نه ویل .
 
• په اطمينان او احتیاط سره لمونځ نه کول .
 
• د فرضی لمونځ څخه ورسته سنت لمونځ په داسی ځای کښی کول چی د نورو لمونځ کونکو مخه ونیسی او یا په لار کښی پر لمانځ باندی ودریږی .
 
• په مسجد کښی بی د ضرورته خبری کول او یا قران په پزوره اواز باندی ویل چی لمونځ کونکو د تشویش سبب جوړیږی .
 
• نیت او یا په لمانځه کښی قرات او تسبیحات په زوره ویل .
 
• وه مسجد ته د کچنیانو راوستل او هلته خپل سر ته ایله کول او دهغو په عبثیاتو پسی سره نه ګرزول  ( چی دا کار کچنیان پر عبث باندی تربیه کوی چی بیا په لویوالی کښی هم دا بد عادتونه ورسره یی )
 
• په پاکو او ستره کالو کښی لمونځ نه کول چی دا کار د مسجد په خاصه باندی د پرش د چټلوالی سبب جوړیږی .
 
• په مسجد کښی په لمونځ کونکو پسی کتل او په خاصه که په  مسجد کښی نابلده او میلمه وی .
 
• امر بالمعروف او نهی عن المنکر نکول یعنی په معروف او ښه کارو باندی امر نکول او د بد او ناخوښه کار څخه یو مسلمان ورور نه راګرزول .
 
• په حکمت او ښه طریقه سره دعوت نکول.
 
• د یو منکر او ناخوښه کار په اصلاح کښی تلوار کول او مثبتی نتیجی ته یواځی فکر کول.
 
• د لمانځه څخه مخکی اویا وروسته د مسجد مخته کښیناستل  باندار مجلس او خنداوی کول. 
 
• د جمعی د خطبی په وخت کښی خبری کول او یا سلام اچول .
 
• د جمعی د خطبی په دوران کښی سنت او یا نفلی لمونځ کول . 
 
• د جمعی په ورځ ناوخته لمانځه ته راتګ په خاصه که بیا خطبه خلاصه سوی وی.
 
• په اوداسه کښی تر دری واری زیات هر اندام پریولل .
 
• د اوداسه په وخت کښی زیاتی اوبه استعمالو یعنی اصراف کول .
 
• اودس په تلوار سره تازه کولو چی ځنی ځایونه پاته سی او اوبه نه ور ورسیږی او یا په ډیر زنډ سره تازه کول چی اندامونه د اوداسه تر پوره کیدو دمخه خپله وچ سی .
 
• د اودس په دوران کښی اوبه پاشل چی نور اودس کونکی د ازار او تکلف سبب جوړیږی.
 
• د اوداسه ځای چټل لول او د صفائی خیال نه ساتل .
 
• د اودس په وخت کښی بی ځایه خبری کول .
 
• د سر مسحه یوازی په دوو ګوتو سره کول او په نورو پاته  لاسو باندی خولی او لنګوټه نیول .
 
• د مسواک نه استعمالول د هغه خلګو دپاره چی د خولی یی بوی ځی سګریټ څکوی او یا نور بیناکه مواد استعمالوی.
 
 
              www.taleemulislam.net                                                       
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته