تازه سرليکونه
د (د اسلام حکمتونه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
عسل دزخمونوغوره علاج دی
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 11, 2020
  0
 
 
عسل دزخمونوغوره علاج دی
 
لیکنه: / عبدالغفار جبیر  /تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
یومشهوره ډاکټراين زيس (Dr.N.Zaiss) پخپله یوه لیکنه کي ویلی دي چي ماپه عسلوسره دزرهاووزخمونودرملنه کړې ده، دی زیاتوي چي عسل علاوه پردې چي ددرد لپاره دي، جراثیم وژنی(Antimicrobial)بلکه دزخمونواوسوځلوځایولپاره تردې غوره درمل نشته؛ عسل دټوخ اونفس تنګۍ لپاره هم ښه علاج دی۔
 
دجنوبی افريقايونامتوسرجن وایی چي په درې کلونوکي ماد59 داسی ناروغانودرملنه په عسلووکړل چي په ډېربدحالت کي وه، اوزه پخپله تجربه کي بریالی شوم۔
 
عسل دمختلفوناروغيودرمل دي
1:  دجرمنی ډاکترانوداتجربه کړی ده چي په عسلوکي داسی موادشته چي دسالنډۍ لپاره ترټولردرملوغوره درمل دی، اودهغې سیمې عسل بیاترټولوښه دي چي هلته دصبرونې وي۔
2:  عسل یواځی دسالنډۍ لپاره نه بلکي دسینې اودسږودټولوناروغیولپاره ښه دوا ده۔ اودسینې وناروغانو ته فوری ارام ورکوي۔
3:  دټوخی دټولوشربتوسره اوس عسل ګډیږي، اوترټولوهغه شربت دټوخ لپاره اغیزمند دي چي کله دلیمبواوبه اوعسل سره یوځای شي۔
4:   ډاکټر بی ايف ډيک پخپل یوکتاب کي دیوه ناروغه په هکله لیکي:
زمایوناروغ چي د(ټی بی) په ناروغۍ اخته وودډېردرمل څخه مایوسه شو، خوماپه اخرکي وته عسل وفرمایل اوجوړروغ شو۔
5:  دستونی دخرابوالی لپاره عسل بهترین علاج دی، چي کله په اوبوکي واچول شی اوغرغړه شی۔
6:  په بدن کي عسل دتودوخی لپاره ډېرښه دي، په بدن کي تودوخه هغه مهال کميږي چي کله زیاته یخني وی، اویاهم په بوډاتوب کي دبدن تودوخه کميږی اوبوډاانسان تل دیخنۍ احساس کوي، نوعسل په دې ټولوحالتونوکي زیات ارزښت لري۔
7:  ډاکټرهُنری تامپسن په دې باوردی چي دډېروغوښوخوړل زیان لري، داځکه چي زیاتي غوښي خوړل په وینه کي تېزابیت پیداکوي، چي بیاسړی دډېروناروغیوسره لاس اوګرېوان وی، نوزمامشوره داده چي په ځانګړي ډول سره وبوډاخلکوته چي دغوښې پرځای عسل وخوري ترڅودهرډول دمعدې اووینی دتکلیف څخه خلاصون ومومي۔
8:  عسل دبندونوددرد لپاره غوره درملنه ده، په ډېروهغوځایوکي چي عسل پیداکيږي وهغوناروغانوته چي دهډوکودمات، کوږاویانوروناروغیوسره لاس اوګرېوان وي ډاکتران ورته عسل فرمایي۔
9:  عسل یواځنی خوږخوراک دی چي دنس چنجیان نه ورسره اضافه کيږي اوپه هندوستان کي ئې خوهمداعسل دچينجیانولپاره یواځنی درمل بولي۔
10:  په 1965 ميلادی کال کي دپېرس دپلټنې ادارې دووساینس پوهانوProf Reniy Chauvin او Dr.Lavie زیاته کړه چي عسل پخپل ځان کي شپږډوله انیټی بایوټیک لري، چي عسل دروغتیالپاره ډېراغیزمن دي۔
11:  دنیوزی لینډ دپوهنتون د بایوکيمسټری یوپروفيسرډاکټرپيټرومولين په 1981 کي زیاته کړه چي په عسلوکي هایدروجن پراوکسایدشتون لري چي داستعمال پرمهال جراثیم وژني، اوحال داچي دبدن وحجروته هیڅ نقصان هم نه رسوي، پروفیسر مولین اودده ملګروپه عسلوکي یوه ښکلی کيمياوي مواد چي د(نان پراوکساید) په نامه سره یادیږي هم وموندی، چي دامواددهغوجراثیمولپاره ډېرښه کارکوي چي په زیاته تودوخه کي هم مقاومت کوي ۔
12: عسل داینميا(کم خونی) لپاره اغیزمن دي، داځکه په عسلوکي اوسپنه، مس اومنګنیزشته چي داټول دوینوپه سروکُرویاتوکي مهم رول لري، اوهغه ثابته ساتي۔
13: عسل دکولسټرول دکنترول لپاره یوه ډېره مجربه نسخه ده۔
14: کله چي عسل دتودواوبوسره یوځای شي نودنفس تنګۍ لپاره غوره درملنه ده۔
15: که دډوډۍ څخه وروسته یوه یادوې کاچوغې عسل وخوړل شي ، لومړې دا هضميه راولي اودوهم داچي معده ډېره قوی کوي۔
16: کله چي عسل دشېدوسره یوځای وخوړل شي دجسماني هرډول طاقت لپاره پوره کفایت کوي۔
17: کله چي عسل پرپاکه ململ باندي واچول شي اوزخم په وتړل شي زخم به ډېرژرجوړشي۔
18: عسل وینه صفاکوي اوزړۀ ډېرقوی کوي، وینه جوړوي نوځکه دښځولپاره ئې خوړل په ځانګړی ډول سره چي وینه ئې ضایع شوی وي، غوره طبعی درمل دي۔
19: دښځولپاره دحمل اوحیض په موده کي دعسلواستعمال ډېراړین دی، داځکه چي عسل درحم دهرډول ناروغیوپوره مجرب درمل دی، اوبل داچي درحم څخه دهرډول فاسدوموادوایستل عسل ډېرښه کولای شي، چي دایومنلی کوټلی اوتجربه شوی حقیقت دی۔
20: عسل قوت باصره (دلیدوتوان) ډېرښه قوي کوي، نوځکه هغه خلک چي دسترګودیدئې کمزوری وي هغه بایددعسلو استعمال خپل ورځنی کاروګرځوي۔
21: دعسلواستعمال واعصابوته هم ډېره ګټه رسوی، عسل ذهن قوی کوي، اوواعصابی نظام ته نوی رنګ ورکوي، عسل داعصابی تکانوڅخه دکنترول یوه هېښوونکي درمل دی۔
22: عسل دسینې دټولوناروغیولپاره کيمياده، دساده ټوخي، دتوري غاړي، نفس تنګي اونورولپاره عسل پوره شفاء ده؛ چي داازمایل شوې نسخه ده۔
23: عسل دوېښتیانولپاره یوه هېښونکې نسخه ده اوهغه داچي عسل وېښتیان نرم ساتي، برېښ ورکوي، وېښتیان قوي ساتي، خیژې نه، ماتیږي نه، اوخپل رنګ له لاسه نه ورکوي۔
24:  عسل دغاښونولپاره هم یوه ترټولوښه دارودرمل دي، اوهغه داچي عسل غاښونه صفاکوي، ورۍ ټینګوي، غاښونه نه پرېږدي چي ورژېږي اویاهم خراب شي۔
25: که دیوچااواز نه خیږي دشونډ(Ginger) اوبه دی دعسلوسره یوځای کړي اوودې خوري اوازبه ئې ډېرژردرست اوسم شي۔
26:  که یوزهردرلودونکي خزنده څوک وچيچي نوعسل دي هم وخوری اوهم دي پرهغه ځای باندي ووهي انشاء الله ډېرژربه هغه ځای خونک شي اومشکل به حل شي۔
27: ددایمي زکام اونزلې لپاره ، دعسلودوې کوچنۍ کاچوغي اودنیم لیمبواوبه چي ورسره علاوه شي اوداپه ورځ کي درې ځلي وخوري انشاء الله ددایمي نزلې اوزکام څخه به خلاصون ومومي۔
28:  عسل دبندونوددرد (وجع مفاصل) اودبدن ددایمي دردلپاره ډېرښه کارکوي
29: دعسلوانرژي دهګۍ څخه کمه نه ده، اوعسل هم دانرژي لاسته راوړلولپاره یوه طبعی سرچينه ده۔
عسل دعامې خوږې څخه په دې غوره دی:
1: عسل دمعدې سوخت اوزخم نه پیداکوي۔
2: عسل ډېرژرهضميږي۔
3: عسل پرپښتورګوهیڅکله بدي اغیزې نه کوي۔
4: دعسلواستعمال هیڅکله پردماغ بوج نه راولي۔
5: دزړۀ تکان اوخفګان عسل ډېرژرایسته کوي، اوکه ئې هرورځ استعمال وشي نوداخوبیانورعلی نور دی، چي وډېروناخوالوته دپای ټک ایږ دي۔
6: عسل هیڅکله قبض نه راولي برعکس قبض کشا هم دي۔
7: عسل دنس چينچيان نه ډېروي برعکس په ختمولوکي ئې مهم رول لوبوي۔
 
په دوهم نړېوال جنګ کي دعسلورول
 
1:  په دوهم نړېوال جنګ کي دبرطانې سمندري فوځ دعسلودمچمچيووپالونکوته داخبرورکۍ چي هرڅه چي اضافه عسل دي هغه بایدواوبتلوته (ابدوزو) ته ورکول شي داځکه چي:کوم عمله چي په اوبتلو(تحت البحری) کي کارکوي دهغودخوراک اندازه به کمه شي۔
2:  عسل دهغوفوځیانولپاره چي په اوبتلوکي کارکوي دهغولپاره په دې غوره غذاده چي عسل لومړی نه خرابیږي اوبل داچي لږعسل پوره خوراک کيږي۔
 
3: اوبل داچي په اوبتلوکي به دتمباکوڅکول کم شي، داځکه چي تمباکوپه اوبتلوکي منع دي۔
دعسلودموچمچيوڅښتنانوودې کارته ښه راغلاست ووایه اوپه زیاته اندازه عسل ئې ودوی ته راټول کړل ترڅودوی ورڅخه استفاده وکړي۔
عسل ځکه ارزښت لري!
 
چي په عسلوکي ټول ویټامينونه شتون لري په ځانګړی ډول سره په عسلوکي 
BT, B14, B13  فاسفورس , Folic Acidاوداسي نورشته دي اودیادوني وړده چي عسل دDNA په جوړولوکي هم ډېررول لري۔
په عسلوکي په ځانګړي ډول سره B کمپلیکس، Folic Acid اوRoyal Jelly شتون لري چي دادانسان په ژوندکي خوراارزښت لري، (رایل جیلی) داهغه عسل چي دموچمچيوملکه ئې له ځان لپاره ساتی اوداعسل یواځی ددې په واک کي دي، چي ځیني وختونه ئې په غلطۍ سره نوري موچمچۍ هم نشي خوړلای، چي ددې عسلوطاقت، خوږوالی نسبت ونوروعاموعسلوته ترسل ځله اضافه دی؛ داوانسان ته په ډېره اسانۍ سره وررسیږی؛ چي داعسل دانسان لپاره یوه بهترینه کيمياده، چي په عمومي ډول سره دډېروناروغیودرمل ده ۔
 
عسل په عمومي ډول سره دډېروناروغیودرمل دي، لکه جسمانی ضعف، دمعدې دناروغيولپاره،دپوستکيدناروغیولپاره،دمعدېدناوړوناروغیولپاره، اوپه هغه وخت کي خوبیاډېرګټوردی چي کله یوانسان دیوې ناروغۍ له کبله کمزوری شوی وي، لکه ښځه چي حمل ولري اویاهم مياشتنی ناروغی ولري، اوطبعاکمزورې وي۔
 
عسل په دې هم ګټوردي چي پخپل ځان کي فاسفورس اوفولک اسیډ اوداسی نور انزایم لري  
 
دهرسخت کاروروسته اومخکي عسل بایدوخوړل شي، هرهغه څوک چي (Shakes) یعنی بدن ئې رېږدي نوورته لازمه ده چي عسل وخوري اوداټول مشکلات به ئې حل کړل شي، په ځانګړی ډول سره لوبغاړي، متعلمين، محصلین اوداسی نور۔۔۔ چي سخت فزیکي کارونه کوي اویاذهنی ستړیا وي لري۔
 
عسل دهرچالپاره په دې ګټوردي چي هرڅوک ئې په هرعمرکي استعمالولای شي، که ماشوم دی، که بوډادی اوکه ځوان؛ علاوه ددې څخه چي عسل انسان قوي کوي، روغتیاته ئې ګټه رسوي بلکه دانسان دهضمې نظام ښه برابروي۔
ډاکټرريګنالډاسټن په 70کلنۍ کي پوره ځوان معلومېده، داځکه چي ده دچاووسره دنوري خوږې پرځای عسل خوړل، اوده عسل په دې اندازه زیات خوړل چي دشیدو، وچې ميوې اوهرشی سره ئې خوړل، نوځکه دی په دې عمرکي دځوان په شان تکړه، طاقت وراوروغ رمټ معلومېده۔
مشهورفلیسوف اوطبیب بقراط د 107 کالوووچي په هرڅه پوهیدۍ داځکه چي ده دعسلواستعمال ډېرکاوه۔ چي هرورځ دده ورځنی  اومعمولي خوراک وو۔
 
پرعسلودافرېقا ديوه پوهنتون څېړنه
دجنوبی افریقې دپوهنتون دډربن په (کينګ ایډورډهسپتال) کي څېړونکوداومنل چي په عسلوکي دباکتریاوواوجراثیمودوژولوپوره واک پروت دی، اوعسل کولای شي چي په زیاته کچه سره جراثیم له مينځه یوسي۔
 
عسل جراثیم په 24 ساعته کي له مينځه وړي، اودبدن دفاعي سیستم قوي کوي، چي عسل ډېرښه (اینټی بایوټیک) دي ، اوپاته دي نه وي کوم انټی بایوټیک چي اوس شتون لري هغه ټول په مصنوعی ډول سره جوړشوي اودکيمياوي تعاملاتوپه پایلوکي ولاسته راغلي دي اوبرعکس عسل طبعي اوقدرتي انټي بایوټیک دي، چي کوم ضرراوناوړه اغیزې هم نلري اوهغه مصنوعي انټي بایوټیک ضرورناوړه اغیزې اوپایلې لري۔
خوددې خبرودامطلب نه دی چي هرسړی به ضروردهري ناروغۍ علاج په عسلوکوي،بلکي دزیاتوناوړوناروغیولپاره پوره درملنه ده، اودایوه معقوله خبره ده چي دهرشي زیات استعمال اوخوراک خامخابدي پایلې هم لري؛ خوعسل هم سپېڅلې غذاده، هم درمل اودواده اوپاته دي نه وي چي دبشریت دسترلارښودداحدیث شریف چي عسل دمرګ نه ماسوی دټولوناروغیودرمل دي هیڅ شک اوشبه نشته؛ دابه په راتلونکي کي جوتیږي چي عسل دنوروډېروکومو ناروغیولپاره غوره دارودرمل دي۔
 
پروفيسرډاکټرپی جی ارمون چي یوبرطانوی ډاکټردی دخپلوتجربووروسته وویل:
 
زه ددې تصدیق کوم چي خاص عسل پریوزخم باندي کښېښودل شي، نودازخم د3ـ 6 ورځووروسته جوړېږي، داځکه چي حجرې نوی ژوندپیل کوي، اوڅه موده وروسته دازخم ډېرژرجوړیږي۔
 
عسل اوسرطان
دامریکن هیلت فاوینډېشن (American Health Foundation) ساینس پوهانوپه عسلوکي نوې څېړنې کړېدي اوزیاتوي چي په عسلوکي (کيفی ایک اسیډ) شتون لري چي دادسرطان دوژونکي ناروغۍ مخه نیسی، ډاکټرچن تلاپلی وایي چي کله عسل وتودوچاوواویاهم تودوخه ورکول شي نوداماده خپل اصلیت له لاسه ورکوي۔
 
دسوځېدلوزخمونولپاره دعسلوارزښت
عسل دسوځېدلې ځای لپاره په دې ارزښت لري چي لومړی ددې ځای تکلیف اراموي اودوهم داچي ددې سوځول شوي ځای داغ اونښان هم له مينځه وړي؛ اودازخم په دې ښه جوړوي چي عسل رطوبت جذبوي اودرطوبت په ختمولوکي مهم رول لري، کله چي رطوبت له مينځه ولاړسي ټپ جوړاروغ دی چي په دوهم نړیوال جنګ کي دزخمونوپه جوړولوکي دعسلوڅخه ډېرکارواخیستل شو۔
 
په عسلودرملنه
د1987 په جنوري کي په (نوائی وقت) ورځپاڼه کي یوه عجیبه په عسلودرملنه خپره شویده، دامریکاپه یوه ایالت کي دپطرولویو ټنکرچپه شو، چي په نتیجه کي پطرول یوې اوبلی خواته وبهیدل؛ چي په دې پېښه کي دکورڅښتن سخت زخمي اووسوځول شو، ټول کالي ئې هم له مينځه ولاړل، چي کله یې مورداحالت ولیدۍ نوسمدستي یې موراومېرمني  والمارۍ ته ولاړې اویوه څیښه عسل چي په المارۍ کي پراته وه راواخیستل اوددې سړي پرټپوباندي ئې توی کړل، وده ته ورکړل چي ډېردردونه یې ارام شول اویوه پاکه دټوکرټوټه یې راواخیستل اوددې سړي هغه سوځول شوی ځایونه یې ټول پکښي وتړل، دې سړي په ډېره ارامۍ سره خوب وکۍ، اوکله چي سباشونووروغتون ته یې یووړ، اوکله چي دروغتون سرطبیب ولیدۍ نوحیران شو، چي داڅومره سوځلی دی اوبیاهم ارام ناست دی، کله چي یې ناروغ ولیدی نوودې دووښځوته یې شاباس ووایه اودایې ورته وویل چي یواځي تاسي عسل په شیدوکي ورکوۍ، چي دیوې اونۍ څخه وروسته یې بیاوروغتون ته یووړ چي دناروغه هغه ځایونه چي غوښې یې تللي وې هغه ځایونه درست وه، اوټولوډاکترانوورته وویل چي ددې ناروغه لپاره همدادرمل پوره کفایت کوي اودوخت په تېرېېدوسره هغه سړی داسي جوړشو چي چانه ویل چي داسوځېدلې دی۔
 
عسلوزماګوته ښه کړل
یوه ورځ مي په غلطۍ سره ګوته په تېره چاړې پرې شول، زخم ډېرژوروو، اوماپه یوه طبي مجله کي لوستي وه چي عسل وینه دروي، نومي یوڅه عسل په یوه ټوکرواچول اوګوته مي په وتړل، چي کله مي څلورساعته وروسته ګوته خلاصه کړل وینې ئې بندي شوي وې اوټپ سره ورغلی وو، نومي 24 ساعته وروسته بله پټۍ ورولګول چي کله مي دریمه پټې ورولګول نوګوته مي داسی روغه جوړه شوه زه ورته حیران شوم۔
 
(مېرمن اربارنیټ کينټ)
عسل دپوستکي دناروغيولپاره
لکه څرنګه چي عسل ډېرې ګټې لري همدارنګه دپوستکي دزیاتوناروغیولپاره پوره درمل دي، لکه سوځل شوی، خراب شوی، چاودلی، دخپل عادی حالت نه وتلی اوڅیري شوی ۔ داځکه چي عسل رطوبت جذبوي، عسل نوي حجرې ډېرژر جوړوي، عسل داغ له مينځه وړي، عسل نه پرېږدي چي داځای نورهم خراب شي، نوځکه عسل دپوستکي دډېروناخوالولپاره ښه اغیزمنده درمل دي؛ اوساینس پوهان په دې ټینګارکوي چي ویوه ناروغه ته بایدهرورځ عسل دخوړولولپاره ورکول شي ترڅودمدافعې نظام یې قوي، جسماني کمزوري یې ختمه اوهمدارنګه یې عسل پرپوستکي باندي هم ومښوول شي، چي پوستکي ئې نرم، جوړ، اونورهم ښکلی شي۔
 
شيخ ابوعلی محمد ابن سينا عسل دچهرې دښه تراوتازه کولوپه موخه استعمالول اوهم یې وخلکوته ددې مشوره ورکول، چي کله انسان ضعيفه شي نودمخ پوستکي ئې ګونجي  ګونجي پيداکوي، نوعسل پوستکی همواره ساتي اوځلااوښکلاوربخښي۔
 
 
هيموګلوبين اوعسل(Hemoglobin and Honey)
لومړی هيموګلوبين پېژنو:
 
د ویني په سروکرویاتوکي اکسېجن لېږدونکي رنګه موادچي دهډوکوپه مغزکي دسروکرویاتودبشپړتیاپه مهال جوړېږي اودګلوبین له څلوروپولي پپتیدي زنځیرونوڅخه چي هریویې په سلګونوامينواسیدونه لري جوړیږي دA هموګلوبین په بالغوکسانوکي نارمل هموګلوبین دی۔ دهموګلوبین ګڼ شمېرغیرنارمل ډولونه وجودلري دبېلګې په ډول سره E,H,M اوS هموګلوبین، چي لنډه نښه ئې Hb  ده۔
 
دلويديځ ساينس پوهان په دې اقرارکوي چي عسل دوینې دسروکُرویاتودزیاتوالي سبب ګرځي داځکه چي عسل هیموګلوبین جوړوي، اوپاته دي نه وي چي هیموګلوبین دانسان دوینې یوه مهمه حیاتي برخه ده، اودویني دسروکُرویاتواصلي دنده داده چي اکسېجن وسږوته رسوي۔ اودسروکُرویاتوعمرډېرلږدی که چيري کم شي نوسپین کُرویات زیاتیږي چي دزیاتوتکلیفوسبب ګرځي اوانسان زیات کمزوری کيږي، چي ددې ټولوناخوالولپاره عسل غوره درمل دي، اوعسل دتل په شان دویني دکُرویاتوتعادل ساتي اونه پرېږدي چي سره کُرویات ختم اونسان کمزوری شي۔
 
عسل اوزړۀ
عسل زړۀ قوي کوي، داځکه چي دوینې تعلق دزړۀ سره دی اولکه څرنګه چي عسل وینه برابروي نودزړۀ دتقوېې لپاره بې نمونې درمل دي؛ دلویدیځ ډاکټران په زیاته اندازه عسل دزړۀ لپاره استعمالوي، اوترنورودرملوځکه غوره دي چي تاوان نلري که لږوخوړل شي اوکه ډېر؛ ډاکټراربتناټ وخپلوناروغانوته چي دزړۀ، دمعدې اویاهم دملاپه تکلیف اخته وي عسل ورته فرمایي، اودی په دې انددی چي عسل دمعدې دهرډول ناروغۍ لپاره کيمياده۔
 
ډاکټرارنلډ رولينډ پخپل کتاب کي (Old Age Differed) کي لیکي:
عسل دعضلاتودسسستۍ ختمولولپاره ډېراړین دي، اوبیاپه ټول بدن کي زړۀ ډېرارزښت لري، اودزړۀ لپاره عسل ډېره ضروري غذا اودواده، اوپه عمومي ډول سره چي کوم خلک خوږه نه استعمالوي دهغوزړونه کمزوري وي، دشکري ناروغان هم باید په پوره مکمله توګه سره خوږه پرې نږدي، اوددوی لپاره طبعي شکره Fruit Sugar اړینه ده۔
 
زه وخپلوټولوناروغانوته داتوصیه کوم چي که غواړي چي زړۀ موقوي اوښه دنده ترسره کړي نودخوب نه مخکي دعسلوسره څه دلیمبواوبه یوځای کۍ اوویې خورۍ۔
 
عسل اوماشوم
داروپادیوه طبی خبرله مخی په هغوهیوادونوکي چي عسل زیات اسعمالیږی هلته ماشومان ډېرتندرسته اوصحتمنددي، نسبت ونوروسیموته، داسي هیوادونه هم شته چي دماشومانود کمزورۍ اوډنګرتوب لپاره ورته عسل ورکوي، چي عسل په عمومي ډول سره د ماشوم دبدن په وده کي ځانګړی ارزښت لري، ذهن ئې قوي کوي،قداوقامت ئۍ لوړوي،  جسم یې دناروغیوپه مقابل کي ټینګوي، پوستکي ئې ښه ساتي، زړۀ ئې ورقوي کوي، اودده جسماني هرډول اړتیاوي پوره کوي؛ چي داډول ماشومان بیاپه ژوندکي دډېروناروغیوښکارنه وي، اودبدن مقاومت ئې زښته ډېروي۔
 
وماشومانوته بایدپه یخه هواکي عسل ضرورورکول شي، داځکه چي دعسلو په ورکولوسره ددوی بدن خپل حرارت دلاسه نه ورکوي، اوماشوم تودساتي، انرژې ئې پوره کوي، اودټوخ، زکام، نزلې اوسینه بغل څخه ئې ژغوري۔ دماشومانوډاکټران وایي چي وماشوم ته باید سهاردخوراک څخه مخکي اوهمدارنګه ماښام ترخوب نه مخکي بایدیوه یوه کاچوغه عسل ورکول شي چي ترڅودډېروناخوالوڅخه خلاصون ومومي۔
په 1921 ميلادی کال کي په سوئټزرلینډکي پرکمزورماشومانویوه تجربه وشول اوهغه داسي چي یوګروپ ماشومان یې پردروبرخوووېشل، ولومړۍ ډلي ماشومانوته یې ښه غذاورکوله، ودوهم ډلي ماشومانوته یې ښه غذااودرمل هم ورکوله، اودریمې ډلي ماشومانوته یې ښه غذااوعسل ورکوله، چي څو مياشتي تېري شوې نوهغه ماشومان چي عسل اوښه غذایې خوړله هغو انعام وګاټه۔
 
دمصر اهرام اوعسل
 
دمصرپه اهرامونوکي چي کوم تاریخي شیان پیداشوي دي، په هغوکي عسل هم دي، اودزرهاووکلونودتېرېدوباوجودکوم عسل چي په مرتبانوکي پراته دي دهغوهیڅ نه هم رنګ تغیرکړیدی اونه هم خوند په عام حالت کي دوخت په تيرېدوسره عسل اغیزمندکيږي، خودبندي هوااووچ ځای له کبله په دې عسلوکي هیڅ بدلون نه ترسترګوکيدی اوداسی ثابت وه لکه داوس چي راټول شوي وي، چي ددې په لیدوسره ډاکټران هک پک حیران شول۔
داپردې دلالت کوي چي فرعون دخپلي مجسمې سره هغه توکي اېښوول چي هغه به ډېرارزښتناکه اودده به خوښ وه، چي عسل هم پکښې وه اوداجوتیږي چي په هغه وخت مصریانووعسلوته په څه اندازه باندي توجه ورکول اوخوښ ئې وه، پاته دي نه وي چي دمصرپه تهذیب کي عسل یوځانګړی ځای لري اودرلودی یېدمصرپهاهراموکيپردېوالوبانديدځینوهغوکسانوانځورونههمترسترګوکيږيچيدعسلودموچمچيوپالنه کوي، چي دپاللوسره سره عسل ښه صفاکوي اوبیایې ومرتبانوته اچوي؛ لکه څرنګه چي دفرعون په وخت کي مصورخط دوددرلودۍ نوځکه هرڅه په داسی انځورولیکل شویدی چي دهغه وخت انځوروڅخه هرڅوک په ډېره اسانۍ سره څه فهمولای شی۔
 
په عسلودمړوجسدونه لړل
 
دعسلویواستعمال په مخکنیو وختوکي داهم ووچي دمړوجسدونه به یې په لړل ترڅوخراب نشي، اوترډېره وخته پوري ثابت وي، چي داکاریواځي هغو خلکوکولای شوای چي شتمن به وه، اوداکاردهرچاله توانه وتلی کاروو، اوبل داکاریې ددې لپاره هم کاوه دبېلګي په ډول سره یوسړی دخپله وطنه څخه لیري مړشوی وو، اوواټن به لیري وو، نوچي وخپل وطن ته یې وړی نوضروروخت ته اړتیاوه،  نوپه داسي حالتوکي به ئې په عسلولړۍ ترڅودمړي جسدخراب اوضایع نشي لکه دمقدوني اسکندراوسپارټاپاچا Agesipolis جسدونه چي په دې ترتیب ساتل شوي وه۔
 
دلندن په موزیم کي دیوه مصري فرعون لاښ پروت دی، چي پرهغه باندي دعسلودموچمچيوانځور ونه جوړشوي دي، اودهغه بدن په لړل شوی دی، اوداپه هغه وخت کي خلک ددې په پوره استعمال پوهیدل، اودوی په دې هم پوهیدله چي عسل ضدتعفن(دخرابیدواووروستیدوضددي) دي، نوځکه ئې خپل دمړوجسدونه په عسلولړل ترڅوخراب نشي۔
 
دفخرالموجودات صلی الله عليه وسلم اوموچمچۍخوږې خبري
 
یوه ورځ حضرت محمدمصطفی صلی الله علیه وسلم دجهادلپاره دلښکرسره وتلی وو، یوځای یې پړاوواچاوه، اوویې ویل چي دلته به څه ډوډۍ وخورو اوڅه استراحت به وکړو؛ صحابه کرامورضی الله عنهم عرض وکي چي یارسول الله صلی الله علیه وسلمه، وچه ډوډۍ شته اونورڅه نشته؛ په دغه وخت کي یوه موچمچۍ راغله اوبوڼهاری یې ډېرکاوه اوپرصحابه ووګرځېده راګرځېده، صحابه ووکرامووویل چي یارسول الله صلی الله علیه وسلم دادعسلوموچمچۍ ولي دومره بڼهاری کوي اوبې قراره ده؟ نوفخرالموجودات صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل چي دامچمچۍ ډېره بې قراره  په دې ده چي صحابه کرام هیڅ شی نلري چي دډوډۍ سره ئې وخوري؛ اوزماسره دلته عسل ډېرشته اوحال داچي زه یې نشم راوړلای اوڅوک به ئې راوړي؟ له دې څخه وروسته داسلام سترلارښودصلی الله علیه وسلم وفرمایل چي ګرانه علي! ته ددې مچمچۍ پسي ولاړشه اوعسل راوړه۔ حضرت علی کرم الله وجهه یوه دلرګي کاسه واخیستل اوپه موچمچۍ پسې روان شو، حضرت علی کرم الله وجهه دموچمچۍ وغارته ولاړۍ اوښه صفاعسل یې راوړل اودنبی کریم صلی الله ومخې ته یې کښېښودل؛ فخرالبشرصلی الله علیه وسلم عسل ووېشل اوکله چي صحابه کرامورضی الله عنهم ډوډۍ وخوړل نوهمدغه موچمچۍ بیاراغله اودنبی کریم صلی الله علیه وسلم ومخته ئې بڼهارې جوړکړ؛ صحابه کراموپوښتنه وکړل چي مچمچۍ بیاولي بڼهاری جوړکړ؟ نوداسلام سترپېغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل چي مادموچمچۍ څخه پوښتني وکړې اودې ځوابونه راکړل ، اوهغه داچي ماورڅخه وپوښتل چي ستاخوراک څه شی دی؟ دې ځواب راکۍ چي دغرواودښتوګلونه دي۔بیاماورڅخه وپوښتل چي په ګلانوکي ځینی ترخه، ځینی بدخونده، اوځینې بل شانته وي، اوداولي ټول ستاپه خوله کي خواږه صفااوستره شي؟ نومچمچۍ ځواب راکۍ: چي زموږیوه مشره ملکه ده، اوموږټول دهغې تابع اوحکم منونکي یو، کله چي موږدادګلانوشیره راوړونوداملکه پرتاباندي درودشریف وایي اوموږیې هم ورسره وایوچي ددرودشریف په ویلوسره همدابدخونده، ترخه اوبې ډوله شیره خوږه شي اوپرتاباندي ددرودپه برکت اورحمت سره همداشیره عسل وګرځي۔
 
(مقاصدالسالکين صفحه 53)، بحواله (درودشریف کي برکات) لیکنه: مولاناارسلان بن اخترميمن۔
 
دموچمچيوخبري
په کومه اندازه چي پرموچمچيوباندي کومي ساینسي څېړنې شویدي پربل هیڅ حیوان باندي نه دي شوي، چي په دې لاره کي دجرمنی دميونخ پوهنتون يوپروفيسرکارل نان فرائس ډېري تجربې وکړلې، ده خپلي داتجربې په 1923 ميلادي کال کي پیل کړې، ده دخپل عمرپوره څلوېښت کاله دموچمچيوپه څېړنوکي صرف کړ، ده په لومړي ځل داثابته کړل چي موچمچۍ ډېرشعورلري اورنګونه پېژنی اوتوپیرئې کولای شی؛ ده داهم وویل چي موچمچۍ چي کله دخوراک لپاره یوڅه پیداکاندی نودوی څنګه نوری موچمچۍ خبروی، پخپله ژبه باندي۔
 
 
پروفیسروموچمچيوته پرميز باندي یوه مرتبانه دعسلوورته کښېښوول اویوتېزشین رنګه کاټ یې هم ورسره کښیښودۍ اوپه دروورځوکي یې ډېرعسل وخوړل، اودرې ورځي وروسته یې پربل ميزباندي څلورنورکارټونه ورته کښېښودل چي زرغونه اوژړوه، پروفیسرکارل وایي چي ماورته کتل دشنه کارټ پرځای موچمچۍ راغلې اوکښېنستلې اودڅه انتظارنه وروسته ټولي ولاړې، اووهغه ميزته ورنه غلې چي زرغونه اوژړکارټونه ورباندي پراته وه، چي ددې څخه وماته جوته شول چي موچمچۍ شین اواسمانی رنګ ډېرژرلیدلای شي، اوکله چي ماپه باغ کي وکتل نوداراته معلومه شول چي دباغ پرسروګلانوباندي ډیري لږموچمچۍ کښیناستلي وې۔
 
 
دموچمچيودخبروپه هکله پروفیسرلیکي:
 
وموچمچيوته مي عسل کښېښودل اویوه موچمچۍ دلومړې ځل لپاره راغله هغې عسل وخوړل اومانښاني کړل په یورنګ باندي، کله چي داووتل نوتعقیب مي کړل اوهلته یوځای پریوځای کښېناستل اووزرونه، اوپښې یې داسي ښورولې لکه داچي اتڼ اورقص کوي، چي یواوازهم ورسره ووه، څه وخت وروسته رقص بندکړل شو، چي په دې ترڅ کي په سلهاووموچمچۍ راټولي شوې اوهغه موچمچۍ چي مارنګ ورباندي پاشلی ووهغه دمخه اوپه سلهاووپه پسې دي وعسلوته راغلې، اوزه په دې پوه شوم چي په دې رقص باندي یې داټولي موچمچۍ خبري کړلې اوټولي راغلې۔
 
د1973 نړېواله دنوبل جایزه وان فرش (Von Frisch) وګټله، هغه په دې داانعام ولاسته راوړچي دعسلودموچمچيوپرخبرواورابطې (Communication) باندي ئې څېړنې وکړې، اوودې نتیجې ته ورسېدۍ چي دعسلوموچمچۍ دنوروموچمچيودخبرولولپاره یوډول رقص کوي چي دموچمچيواتڼ ((Bee Dance ورته وایي، له دې څخه کاراخلي اوپه دې حرکت کي ونورموچمچيوته دخوځښت امرکوي، هغوی ته لاره ښیي اوهغه ځای چي دې موندلی دی هغه ورته په ګوته کوي۔
 
 
 
www.taleemulislam.net
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته