تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د رسول الله (ص) مشورتي مجلس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۴۲برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 


د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مشورتي مجلس

 

د حالاتو د دغه يو دم او ناڅاپه اوښتلو او خطرناکه کېدلو په سبب رسول الله صلی الله علیه وسلم  يو فوق العاده عسکري مشورتي مجلس جوړکړی چي په هغه کي يې و دغه اوسنۍ او خطرناکه وضعي ته اشاره وکړه او د لښکر د قومندانانو او افرادو څخه يې په دغه باره کي د رأيي او نظر غوښتنه وکړه، د لښکر د قومندانانو او مشرانو څخه ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: يا رسولَ الله! درځه دغه خپل را وتل پوره که او موږ ستا ملګري يو، نوري يې هم د همت او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د متابعت خبري وکړې او کښېنستى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د ده د خبرو په مقابل کي د خير دعاء ورته وکړه او بيا يې و فرمايل: اې خلکو! مشوره راکړی، دا وار عمر فاروق رضی الله عنه  ولاړسو او د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  په مثل خبري يې وکړې، و ده ته هم رسول الله صلی الله علیه وسلم   د خير دعاء وکړه، عمر رضی الله عنه  هم کښېنستى، بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: اې خلکو! مشوره راکړى، دا وار مقداد بن عمرو رضی الله عنه  ولاړ سو، هغه صحابي چي د دغي قصې روايت کوي وايي: د بدر په ورځ مي د مقداد څخه داسي خبري واورېدې چي هغه خبري د جنت په حورو او نعمتو نه ورکوم، مقداد رضی الله عنه  ولاړ سو او ويل: يا رسولَ الله! پر هغه لار او هغه کار درځه چي ستا رب په هغه امرکړى يې او موږ ستا سره يو، په والله موږ به تا ته داسي و نه وايو لکه بني اسرائيلو چي و موسْى عليه السلام  ته و ويل، چي ويل: ته او ستا رب ولاړ سى جنګ وکړی 


او موږ دلته ناست يو بلکه موږ مسلمانان وايو: ته او ستا رب جنګ وکړی او موږ هم ستاسي په ملګرتيا جنګ کوو، په والله يا رسولَ الله!که ته موږ د (بِرَکِ الغِماد) پر طرف رهي کړې موږ به تر هغه ځايه په ټينګه در سره ملګري يو ترڅو چي ته ور رسېږې. 


اوس نو (بِرَکِ الغماد) څه شي دى؟ د دې دپاره چي د مقداد رضی الله عنه  د دغي خبري په عظمت او لوى والي پوه سو (بِرَکِ الغِماد) په يمن کي د يو ځاى نوم دى چي د مدينې منورې څخه تر هغه ځايه پوري څوارلس لويي او قوي قبيلې پرتې دي او دغه ټوله قبيلې د اسلام او مـسلمانانو ډيري سرسخته دښمناني دي. 


نو مقداد رضی الله عنه  و ويل: دا نه چي ته موږ و يوه جنګ ته بيايې او موږ درسره ځو بلکه که مو څوارلس لوى او خطرناکه جنګو ته رهي کړې بيا هم موږ ستا سره يو نه درڅخه جلا کيږو، ترڅو چي و بِرکِ الغِماد ته رسېږې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د ده په خبرو خوشاله سو او و ده ته يې هم د خير دعاء وکړه، مقداد رضی الله عنه  کښېنستى.رسول الله صلی الله علیه وسلم  بيا و فرمايل: اې خلکو! مشوره را کړى.
رسول الله صلی الله علیه وسلم   ولي هر وار وايي مشوره راکړی؟ ځکه دغه درې مشران چي خبري يې وکړې د مهاجرينو څخه وه، ابوبکر، عمر، مقداد اجمعين ټول مهاجر دي او د مهاجرينو شمېر په لښکرکي لږ ؤ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم   دا خوښه وه چي د انصارو نظر معلوم کړي، ځکه د لښکر اکثريت دوى وه او د جنګ دروند والى به هم ددوى پر اوږو وي او هغه د عقبې بيعت چي د انصارو سره سوى ؤ هغه هم پر دوى دا نه لازمول چي تر مدينې منورې دباندي دي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   دپاره وجنګيږي، ځکه هغه بيعت داسي ؤ: چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   مدينې منورې ته  ورسي دوى به يې ساتنه او حفاظت پر غاړه اخلي او بل دا اول جنګ  دى چي انصار په هغه کي ګډون او اشتراک کوي.


نو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم   په تکرار سره ويل: اې خلکو! مشوره راکړی او په دغه خبره سره يې انصار مقصد وه.  
د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په دغه مقصد د انصارو قومندان او د هغو د بيرغ اخستونکى سعد بن معاذ رضی الله عنه  پوه سو او ويې ويل: يا رسولَ الله!داسي معلوميږي لکه ستا چي په دغه پوښتنه سره موږ انصار مقصد يو؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و ويل: هو يا سعد! سعد رضی الله عنه  و ويل: موږ پر تا ايمان راوړى دى او ستا تصديق مو کړى دى او دا شاهدي آداءکوو: هر هغه شئ چي تا را وړى دى هغه حق دى او موږ پر دغه چي ستا اطاعت به کوو عهدونه او وعدې در سره کړي دي، يا رسولَ الله! دکوم شي إراده چي دي کړې ده هغه عملي که، قسم په هغه ذات چي ته يې په حق سره را لېږلى يې که ته موږ و دغه درياب ته په داخلېدلو سره امرکړې موږ به ستاسره داخل سو او زموږ څخه به يو نفر هم نه سي پاته، موږ هيڅکله په دې نه ناراضه کيږو چي ته موږ زموږ د دښمن سره مخامخ کړې، موږ په جنګ کي صابره يو، د دښمن سره په مخامخ کېدلو کي صادقه يو او ښايي الله جل جلاله  زموږ څخه داسي کارونه درښکاره کي چي په هغه سره ستا سترګي يخېږي، (یعني ته په خوشاله کېږې) موږ د الله جل جلاله  په برکت رهي کړه. 


سعد رضی الله عنه  ډيري خبري وكړې چي مقصد او نتيجه يې داوه: موږ انصار ستا د اوامرو اطاعت داسي کوو لکه مهاجرين چي يې کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د سعد رضی الله عنه  په خبرو ډېر خوشاله سو او وې فرمايل: زېرى درکوم چي الله جل جلاله  په يوه د دغو دوو شيانو وعده راسره کړې ده، يا قافله، يا لښکر، يعني: مدينې منورې ته ناکامه نه ځو يا به قافله واخلو يا به پر لښکر کاميابه سو او په والله لکه زه چي دغه اوس د کفارو د مرګ و ځايو ته ګورم.  په دغه زيري سره مسلمانان هم خوشاله سوه.


دا خو په مشورتي لښکرکي د لښکر د قومندانانو خبري وې، مګر په افرادو کي د ځينو خلکو زړونه په تشويش کي سوه او د دغي خونړۍ جګړې څخه وبېرېدل، ځکه دوى د قافلې دپاره را وتلي وه نه د جنګ دپاره، دا هغه کسان وه چي الله جل جلاله  
د دوى په باره کي فرمايي: 
﴿ كَمَا أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ بِالْحَقِّ وَإِنَّ فَرِيقًا مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ لَكَارِهُونَ ﴾ [الانفال:5]  
يعني: بېشکه چي ته ستا رب په حقه سره د خپله کوره څخه را ايستلى وې او بېشکه يوه ډله د مومنانو د دغه جنګه څخه ناخوښه وه. 
د دغه آيات شريف د ترجمې څخه دوه شيه را وزي، يو دا چي الله جل جلاله  و خپل رسول صلی الله علیه وسلم   ته فرمايي: ستا رب ته و دغه قافلې او جنګ ته د خپله کوره څخه 
را و ايستې، ځيني خلک به دا فکرکوي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په خپله إراده و دغه قافلې او جنګ ته را و وتى، مګر يا! الله جل جلاله  ور وايستى، ځکه په آيات شريف کي داسي و نه ويل سوه چي (خَرَجتَ مِن بَيتِکَ) ته د خپله کوره ور و وتې، بلکه فرمايي:
﴿ أَخْرَجَكَ رَبُّكَ مِن بَيْتِكَ ﴾  يعني: ته ستا رب ستا د کوره څخه ور وايستې، دوهم دا چي د مسلمانانو د زړو حال رب عزوجل   ښکاره کړی او فرمايي: بېشکه يوه ډله 
د مومنانو د دغه جنګه څخه ناخوښه وه، د هغو صرف قافله خوښه وه نه جنګ او بيا هم رب عزوجل  د سورة الانفال په ( 7 ) نمبرآيات کي فرمايي: 
﴿ وَتَوَدُّونَ أَنَّ غَيْرَ ذَاتِ الشَّوْكَةِ تَكُونُ ﴾. [الانفال: 7 ]  
او ستاسي خوښه وه چي بېشکه هغه بې وسلې، بې زحمته، بې أغزيو ډله دي ستاسي وي، يعني: قافله مو غوښتل نه جنګ. 
وروڼو! دغه د ځينو مسلمانانو د زړو پټ حال نه په سيرت کي سته او نه يې څوک په قصه کي بيانولاى سي، ځکه دا پټ حال دى چا ته نه دى معلوم، مګر دغه د زړو حال د زړو مالک په قرآن مجيد کي ښکاره کوي. 


د سيرت په کتابو کي هيڅ نه دي راغلي چي د ځينو خلکو جنګ نه ؤ خوښ او د جنګ إراده يې نه درلودل، مګر انسان بشر او عاجزه دى هر څوک د جنګ څخه بېريږي او جنګ يې نه دى خوښ، خو بيا هم په انسانانو او مسلمانانو کي فرق موجود دى هغه فرق دا دى: هغه کسان يا هغه مسلمانان چي يواځي قافله يې مقصد وه نه جنګ، مګر کوم وخت چي جنګ مخ ته راغلى د الله او رسول الله اطاعت يې په صِدق سره وکړی، دوى د مالو د ګټي په اميد را وتلي وه او اوس د مالو د ګټلو پر ځای د سر بايللو په ميدان کي ودرېدل، دوى ته معلومه سوه چي د قريشو لښکر د زرو نفرو په شا وخوا کي دى او ټول هم پوره مسلح دي دوه سوه د آس سپاره پکښې دي، اوښان يې د لښکر تر شمېر زيات دي مالي قدرت يې هم ډېر زيات دى، بالمقابل مسلمانان درې سوه او څو نفره دي په ټول لښکر کي فقط دوه آسه لري او نور ټول تقريباً پياده او پر پښو دي او د بله طرفه دوى د قافلې په اميد را وتلي وه نه د جنګ په فکر.خو کوم وخت چي جنګ مخ ته راغلى د الله او رسول الله اطاعت يې وکړی په جنګ کي قائم او ثابت ودرېدل شا ته نه ولاړل، د خپل خواهش او غوښتنو متابعت يې و نه کړی، هغه څوک چي د قافلې په طمعه را وتلى ؤ کوم وخت چي جنګ شروع سو بېله تردد او تشويشه په همت او مړانه په جنګ کي ودرېدى، نو ځکه الله جل جلاله  نصر او برئ ورکړی، هغه خلک يعني: اصحاب کرام ملائکې يا بل ډول انسانان نه وه، هغو هم د دنيا طمعه درلودل او دنيا يې خوښه وه مګر د الله جل جلاله  او رسول الله صلی الله علیه وسلم   د امره څخه يې سرکښي نه کول، نو ځکه د نصر او بري مستحق وه 


﴿ إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ ﴿محمد: ٧﴾ که تاسي د الله جل جلاله  د دين نصرت وکړی الله جل جلاله  به ستاسي نصرت وکړي او ستاسي قدمونه به ثابت کړي.


رسول الله صلی الله علیه وسلم   د اسلامي لښکره سره د ذَفران څخه د بدر و طرف ته رهي سو او هلته يې و بدر ته نژدې په عُدوة الدنيا کي واړول، څرنګه چي کفار د مسلمانانو په ځاى نه دي خبر او مسلمانان د کفارو په ځاى نه دي خبر چي چيري يې اړولي دي، که څه هم دوى ټول سره نژدې او د بدر په يوه منطقه  کي دي خو يو په بل حال نه لري.


بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم    د کشف او معلوماتو دپاره د هغه چا په ملګرتيا رهي سو چي په غار او هجرت کي يې د لاري ملګرى ؤ يعني: د ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  سره، دوى دواړه را و وتل غواړي چي د کفارو د لښکر معلومات وکړي، دوى په دغه منطقه کي د کفارو و لښکر ته نژدې ګرځېدل چي پر يوه سپين ږيري عرب پېښ سوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د دغه سپين ږيري څخه د قريشو او د محمّد صلی الله علیه وسلم   او د هغه د اصحابو پوښتنه وکړه او په عين حال کي يې د دغو دوو لښکرو پوښتنه هم ځني وکړه چي چيري به وي، سپين ږيري و ويل: زه تر هغو حال نه درته وايم تر څو تاسي راته و نه واياست چي تاسي د چا څخه ياست، يعني: څوک ياست، رسول الله صلی الله علیه وسلم   ورته و ويل: که تا موږ خبرکړو موږ به هم تا خبرکړو، سپين ږيري و ويل: يعني: دغه په دغه دي؟ يعني: خَبَر په خبر دى؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   ويل هو، سپين ږيري و ويل: راته و ويل سوه چي محمّد  صلی الله علیه وسلم  او ملګري يې په فلانۍ ورځ را وتلي دي، که هغه چا رشتيا را ته ويلي وي چي دغه خبر يې را ته  ويلى دى، نو به دوى نن ورځ پر فلاني ځاى وي (هغه ځاى يې ور ياد کړی چي مسلمانانو هلته اړولي وه) او را ته و ويل سوه چي قريش په فلانۍ ورځ را وتلي دي، که هغه سړي رشتيا را ته ويلي وي، نو قريش نن په فلاني ځاى کي دي، (بيا يې هم هغه ځاى يادکړی چي واقعاً قريشو هلته اړولي وه) سپين ږيري چي خپل خبر و وايه نو يې و ويل: اوس نو تاسي د چا څخه ياست؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: موږ د اوبو څخه يو او ځني رهي سو، سپين ږيرى د ځان سره وايي: د کومو او بو څخه به وي؟ آيا د فلانۍ اوبو څخه که د فلانۍ اوبو څخه؟ د دغې منطقې د اوبو نومونه د ځانه سره يادوي (لکه زموږ د کارېزو نومونه) مګر د رسول الله صلی الله علیه وسلم   مقصد دا ؤ چي موږ د اوبو څخه پيدا سوي يو، دې ته په عربي کي (توريه) ويل کيږي چي ستا مقصد يو شئ وي او مخاطب يا مقابل نفر ته بل شئ په خيال كي ورکړې او دغه توريه په جنګو کي جائزه او روا ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم   خلاف و نه ويل، بلکه د ده صلی الله علیه وسلم   مقصد يو شئ ؤ او د سړي په فکر او خيال بل شئ ورغلى. 


اوس نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   پوه سو چي کفار ډېر نژدې دي، خو د دغې ورځي په ماښام کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   يوه استخباراتي ډله ولېږل چي د دښمن معلومات وکړي، چي دغه ډله د مهاجرينو قومندانان: علي بن ابي طالب، زبير بن العوام او سعد بن ابي وقاص د خپلو ملګرو سره وه، دغه ډله د بدر و اوبو ته ورغله، هلته يې دوه نفره ونيول چي د قريشو و لښکر ته يې اوبه ور وړلې، دغه دوه نفره يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته راوستل، په دغه وخت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د لمانځه په آداء کولو مشغوله ؤ او اصحاب کرامو د دوى څخه تحقيقات شروع کړه ويل: تاسي څوک ياست؟ دوى ويل: فلانئ او فلانئ. څه وظيفه لرى؟ ويل موږ د قريشو د اوبو رسولو مسئوله نفر يو، موږ يې را ولېږلو چي و دوى ته اوبه ور وړو. ويل: څوک در سره دي؟ ويل: د مکې لښکر. مسلمانانو پر را واچول وهي يې او ورته وايي:يا! تاسي د ابوسفيان د قافلې څخه ياست، دوى وايي: والله موږ د قريشو د لښکر څخه يو خو مسلمانان ورته ټينګ دي وايي: يا! تاسي د ابوسفيان د قافلې څخه ياست او وهي يې، ترڅو چه هغه دوه نفره و دې ته مجبوره سوه او ويل: هو موږ د ابوسفيان د قافلې څخه يو او دوى پرېښوول. 


رسول الله صلی الله علیه وسلم   چي د لمانځه څخه فارغه سو نو يې مسلمانانو ته د ملامتيا پر قسم و ويل: سبحان الله! چي رشتيا يې درته ويل وهل مو او چي بیا یې  درواغ درته و ويل پرې مو ښوول، بيا نو  رسول الله صلی الله علیه وسلم   د مريانو څخه پوښتنه وکړه چي د قريشو حال را ته و واياست، دوى ويل: قريش د دغي غونډۍ تر شا په عُدوَةُ القُصوْى کي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و ويل: دوى څو نفره دي؟ مريانو  ويل: ډېر دي، ويل عدد يا شمېر يې څو دى؟ ويل:  حساب يې نه دى را معلوم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و ويل: د ورځي څو اوښان حلالوي؟ ويل: يوه ورځ (9) او بله ورځ (10) اوښه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و ويل:  قريش د نهو سوو او زرو نفرو په منځ کي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   پوښتنه  ځني وکړه چي د قريشو د اشرافو څخه څوک ور سره دي؟ ويل: عُتبه او شيبه چي وروڼه او د ربيعه زامن وه، ابوالبختري بن هشام، حکيم بن حزام، نوفل بن خويلد، حارث بن عامر، طُعَيمه بن عدي، نضر بن الحارث، زُمعه بن الاسود، ابوجهل بن هشام، اُميه بن خلف او نور يې هم د قريشو مشران ور يادکړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و خپلو اصحابو ته مخ ور وا ړاوه او ويل: مکې د خپلي اينې ټوټې در ته را غورځولي دي. 

 
 په دغه شپه چي مسلمانان په عُدوةُ الدنيا کي دي د الله جل جلاله  په امر ځيني کارونه وسوه چي مسلمانانو ته يې يو څه آسانتياوي جوړي کړې، چي يو د هغو کارو څخه په دغه شپه پر مسلمانانو خوب غالبه سو په دغه شپه ټول مسلمانان په عمیق خوب داسي بيده سوه چي ځینو ته یې احتلام هم پېښ سو، دغه خوب یې د دې دپاره ؤ چي د مسلمانانو بدنونه او اعصاب هوسا سي، يو د اصحاب کرامو څخه وايي: زه په دغه شپه پيره دار وم خو خوب دومره را باندي غالبه سو چي بيده به سوم او توره به مي د لاسه څخه ولوېدل او دغه کيفيت چي توره به مي د لاسه څخه ولوېده اوه واره را ته پېښ سو، نو ټول مسلمانان بيده سوه حتّْی پيره دار يې هم بيده سو.


 همدارنګه الله جل جلاله  باران پر وَ أوراوه، مسلمانانو خو اوبه نه درلودې او اوبو ته يې ضرورت هم درلودى نو الله عزوجل  دومره باران پر و اوراوه چي د دوى د اوبو ضرورت يې ور پوره کړى، نور تکليف او ضرر يې نه ور ورساوه ځکه د مسلمانانو په منطقه کي لږ باران و اورېدى چي هغه رېګنه مځکه په سخته او کلکه سوه او تګ پر آسانه سو، خو دغه باران د مشرکانو په منطقه کي ډېر شديد باران ؤ چي مشرکان يې د پر مخ تګ څخه منعه کړل کفار د جنګ تر ميدان پوري په خټو کي ولاړل، حال دا چي په خټو کي تګ کول سخت او مشکل دي او سړئ ستړى کوي، نو کفار د جنګ و منطقې ته ستړي او هلاک ورغله خو د مسلمانانو په منطقه کي دومره نرم او د څاڅکو باران وسو چي د دوى د اوبو ضرورت يې ور پوره کړی او مځکه يې ورته کلکه کړه چي د دوى تګ پر آسانه سو. 


الله جل جلاله  د مسلمانانو د دغې شپې کيفيت بيانوي او فرمايي:

(إِذْ يُغَشِّيكُمُ النُّعَاسَ أَمَنَةً مِّنْهُ وَيُنَزِّلُ عَلَيْكُم مِّنَ السَّمَاءِ مَاءً لِّيُطَهِّرَكُم بِهِ وَيُذْهِبَ عَنكُمْ رِجْزَ الشَّيْطَانِ وَلِيَرْبِطَ عَلَىٰ قُلُوبِكُمْ وَيُثَبِّتَ بِهِ الْأَقْدَامَ.) [الانفال:11] 
يعني: هغه وخت در په ياد کړی چي الله جل جلاله  پر تاسي د خوب حالت را وستى (نُعَاس)چي موږ په پښتو کي (پرېشاني يا د خوب هښمه) ورته وايو، دا د الله جل جلاله  د طرفه ستاسي د أمن  او تسکين دپاره وه او الله جل جلاله  د آسمانه اوبه درباندي نازلي کړې چي په دغه اوبو مو پاک کړي او ستاسي څخه د شيطان خيري ليري کړي او ستاسي په زړو کي قوت در واچوي او په هغو اوبو سره ستاسي قدمونه ټينګ کړي. 


لکه څرنګه چي د مخه مو درته و ويل: چي مځکه شګلنه او رېګنه وه، تګ پر سخت او مشکل ؤ، خو په دغه باران ټينګه او مظبوطه سوه، د مسلمانانو ټول کارونه په الْهي مرسته سره برابرېدل چي په دغه جنګ او معرکه کي کاميابه سي، ځکه دا د کفر او اسلام، حق او باطل په منځ کي اول جنګ او اوله مـعرکه وه. 


په دغه شـپه کي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د مسلمانانو لښکر رهي کړی چي تر مشرکانو د مخه د بدر و اوبو ته ورسيږي او کفار دېته پري نږدي چي دغه  اوبه په خپل تصرف کي را ولي نو يې په تېر ماخستن کي د بدر د هغه نژدې اوبو سره واړول. حباب بن منذر رضی الله عنه  عسکري مشاور غوندي ودرېدى او ويل: يا رسولَ الله! دا چي تا دلته واړول الله جل جلاله  امرکړى يې چي دلته واړوه؟ موږ دا حق نه لرو چي مخ يا شا ته ولاړ سو؟ او که دا جنګ دى دلته چم، حيله او فکر په کار دي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: دا جنګ دى دلته حېله او فکر په کار دي، حباب رضی الله عنه  و ويل: نو دا ځاى د اړولو دپاره مناسب نه دى موږ  بايد د هغه څا سره واړوو چي هغه و قريشو ته نژدې دى او د شا وخوا نور څاهان بايد ټول پټ کړو چي په دې منطقه کي بل څا نه سي پاته نو موږ به اوبه لرو او کفار به اوبه نه لري، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: دا ښه فکر دى او فوراً مسلمانان د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په امر د دغه ځاى څخه بار سوه څو و هغو اوبو ته ورسېدل چي و دښمن ته نژدې وې، نيمه شپه وه چي دلته يې  واړول، کوم څاهان چي شا وخوا په دغه مـنطقه کي موجود وه هغه يې ټول پټ کړه بېله دغه د دوى د څا څخه. بيا نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د دغه څا سره يو حوض جوړ کړی او په اوبو يې ډک کړی ځکه د جنګ په وخت کي د اوبو را کښل سخت او  مشکل کار دى او وخت غواړي، نو مسلمانانو نژدې و دغه څا ته حوض جوړ کړی او د څا څخه اوبه را کاږي حوض په ډکوي ترڅو چي حوض د اوبو څخه ډک سو. 


پسله هغه څخه چي مسلمانانو د اوبو سره واړول سعد بن معاذ رضی الله عنه  و رسول الله صلی الله علیه وسلم   ته يو پېشنهاد وړاندي کړى: هغه دا چي مسلمانان به د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د قيادت او قومندانۍ دپاره يو داسي ځاى جوړ کي چي په هغه کي د مسلمانانو د ماتي او شکست فکر سوى وي نو ويل: يا رسولَ الله! حالات خو  دغسي دي چي ته يې وينې يعني: دغه دى اوس د جنګ سره مخامخ يو او په مدينه منوره کي زموږ پاته مسلمانان وروڼه په دې سبب نه دي پاته سوي چي ستا د امره څخه يې مخالفت کړى وي، هغو دا فکر کاوه چي ته قافلې ته ور وزې دا يې هيڅ په فکر کي نه ور ګرځېدل چي جنګ دي پېښ سي، قسم په الله که دوى په دې پوهېدلي واى چي ته د جنګ سره مخامخ کېږې دوى به نه واى پاته سوي، نو اوس که ستا خوښه وي آيا ستا دپاره يوه (منا) چي په عربي کي (عريش) ورته وايي جوړه نه کړو ؟ چي ته په هغه کي يې او د سپرېدلو دپاره به هم اوښه درته و دروو او بيا به موږ د دښمن سره مخامخ سو، که په جنګ کي کاميابي زموږ وه دا هغه شئ دى چي موږ په خوشاله کيږو او که حالات د دغه څخه مخالف وه (يعني: د شکست حالت ؤ) پر اوښ به سپور سې د هغو كسانو سره به يو ځاى سې چي زموږ تر شا پاته سوي دي، هلته داسي قوم پاته دى چي ستا سره زموږ محبت! د هغو تر محبت نه دى زيات، (يعني: موږ او هغه پاته خلک ستا په محبت او اطاعت کي سره يو شئ  يو) او که هغه پوهېدلاى چي ته جنګ ته وزې هيڅکله به نه واى پاته سوي، نو الله جل جلاله  به تا په هغو سره وساتي او ستا په ملګرتيا به جهاد در سره کوي. 


د مسلمانانو سره ځکه دا فکر ور سره ؤ چي دوى اصلاً د جنګ دپاره نه وه را وتلي او اوس د داسي جنګ سره مخامخ سوه چي د دوى او د دوى د دښمن په منځ کي د شمير او اسلحې په لحاظ ډېر فرق موجود دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و سعد بن معاذ رضی الله عنه  ته د خير دعاء وکړه او بيا نو مسلمانانو پر يوه لوړه غونډۍ چي د جنګ د ميدان په شمال شرق کي واقع  وه او د جنګ ميدان تر لاندي ؤ د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره (عريش) جوړ کړی او د انصارو د ځوانانو څخه يوه ډله د سعد بن معاذ رضی الله عنه  په قومندانۍ د رسول الله صلی الله علیه وسلم   د قيادت د مرکز پر شا وخوا د ده صلی الله علیه وسلم  د ساتني دپاره و درېدل.


رسول الله صلی الله علیه وسلم   خپل لښکر د جنګ دپاره جوړ او آماده کړی، بيرغونه يې تقسيم کړه او هغه ميدان ته ورغلى چي هلته به سبا جنګ کيږي او هلته يې په خپل لاس سره وځيني ځايو ته اشاره کول او ويل به يې: ان شاء الله سبا د فلاني د وژلو ځاى دغه دى او د فلاني د وژلو ځاى دغه دى (چي واقعاً هم په سبا کي هغه کسان پر هغو ځايو و وژل سوه) او بيا رسول الله صلی الله علیه وسلم   د يوې وُني د تنې سره شپه په لمانځه تېره کړه او مسلمانانو هم آرامه شپه چي زړونه يې د اطمينانه څخه ډک وه تېره کړل، ځانونه يې  يو څه هوسا کړه او دا يې اميد ؤ چي په سهارکي به د خپل رب د طرفه د خوشالۍ زيري په خپلو سترګو و ويني، دغه شپه د جمعې شپه او د هجرت د دوهم کال د روژې د مياشتي  اووه لسمه شپه وه.

 
مګر قريشو دغه شپه په عُدوة القصوْى په هغه خپل ځاى کي تېره کړه، اوس چي سهار سو د قريشو جنګي ډلي يا ټولۍ يوه په بله پسي بدر ته راغلې، وې ليدل چي اوبه نسته نو يو څو نفره يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم   و حوض ته د اوبو څښلو دپاره ورغله، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: پرې يې ږدى چي اوبه وچښي، سبحان الله! د کفارو څخه چي هر چا په دغه ورځ د دغه حوضه  څخه اوبه څښلي وې هغه ټول په دغه ورځ په جنګ کي و وژل سوه، بېله حکيم بن حزام څخه چي هغه و نه وژل سو او په وروسته کي يې بيا ايمان را وړى او ښه صادقه مسلمان سو. کوم وخت چي به دغه حکيم بن حزام غوښته چي شديد قسم ياد کړي نو به يې ويل: قسم مي دي په هغه ذات وي چي د بدر په ورځ يې زه د مرګه څخه خلاص کړم.

 
کوم وخت چي قريش سره ځاى پرځاى سوه نو يې عُمير بن وهب ولېږى چي ولاړسه د مدينې د لښکر معلومات وکه چي څو نفره به وي، عُمير هم پر آس سپور سو شا وخوا په منطقه کي وګرځېدى او بيرته لښکر ته راغلى ويل: د مدينې لښکر زيات او کم پکښې درې سوه نفره دى مګر تاسي ما پرېږدى چي زه نور هم وګورم چي ځينو خو به يې کمين نه وي نيولى يا خو به يې د مرستي دپاره څو نفره نه وي پټ کړي، عُمير بيا پر آس سپور سو او د بدر په وادي یا شېله کي تر ډېره ليري ولاړى خو شئ يې نه وليدى بيرته قريشو ته راغلى او ورته ويې ويل: شئ مي نه وليدى مګر يا معشر القريش! دوى داسي قوم دى چي بېله د دوى د تورو څخه نه نوره اسلحه ور سره سته او نه د خلاصېدلو دپاره ځاى لري، نو والله زه ګمان نه کوم چي د دوى څخه دي يو نفر و وژل سي ترڅو چي ستاسي څخه هم يو نفر و نه وژني، نوکه په تاسي کي د دوى په شمېر خلک و وژل سي بيا نو په ژوند کي څه خوند پاته کيږي؟ ښه فکر وکړی.

 
د عمير بن وهب د خبرو مقصد دا دى: چي د مسلمانانو سره بېله تورو نوره اسلحه نسته او جنګ هم پر دښت او ميدان دى د تيښتي ځاى هم نه لري نو معلومه خبره ده چي لاس په لاس به جنګ در سره کوي او په داسي جنګ کي چي لاس په لاس وي تاسي تر هغو د دوى څخه يو نفر نه سى وژلاى چي په تاسي کي هم يو نفر و نه وژني، نو که په تاسي کي دومره نفر و وژل سي لکه د دوى شمېر بيا نو ستاسي دپاره په ژوند کي نه خوند او نه خوشالي پاته کيږي. 


د عمير د خبرو مقصد دا ؤ: چي په جنګ کي مو ګټه نسته جنګ پرېږدى او درځى.
په دغه وخت کي د ابوجهل پر ضد يوه بله معارضه هم را پورته سوه چي غوښتل يې د مکې مکرمې لښکر بېله جنګه بيرته مکې مکرمې ته ولاړسي، هغه دا چي حکيم بن حزام و عُتبه بن ربيعه ته ورغلى او ويل: يا ابا الوليد! ته د قريشو مشر او سردار يې، په دوى کي ستا امر چليږي آيا د داسي خير إراده لرې؟ چي په هغه سره به همېشه په ښه نامه يادېږې؟ عتبه و ويل: هغه خير څه شي دى؟ يا حکيم! حکيم و ويل: خلک پر څه او د څه دپاره وژنو؟ موږ د خپلي قافلې د خلاصولو دپاره راغلي ؤ او هغه خلاصه سوه نو اوس خلک په رجوع سره امرکه چي بيرته و مکې ته ولاړ سي او د عمرو بن الحضرمي ديت پرخپله غاړه واخله (عمرو بن الحضرمي هغه څوک دى چي د نخله په سريه کي د مسلمانانو د طرفه و وژل سو) نو ويل: د هغه ديت ته ورکه او خلک د جنګ څخه خلاص کړه، عُتبه و ويل: دا کار مي وکړی، زه د هغه د ديت او هغو مالو ضامن يم چي ځني اخستل سوي دي او بيا يې و حکيم ته و ويل: ته و ابن حنظليه ته ورسه (حنظليه) د ابوجهل مور وه، يعني: ته و ابوجهل ته ورسه ځکه زه پوهېږم چي بل څوک خلک و جنګ ته نه مجبوره کوي بېله ده څخه، حکيم د ابوجهل پرطرف ور رهي سو او عُتبه بن ربيعه په خلکو کي و درېدى ويل: يا معشر القريش! که تاسي د محمّد صلی الله علیه وسلم   او د هغه د ملګرو سره په جنګ کي مخامخ سى څوک وژنى؟ ورور يا پلار، يا د اکا زامن او خپل قوم وژنى او چي دوى مړه کو  بيا نو څه پيښيږي؟ هغه دا پېښيږي: کوم وخت چي مکې مکرمې ته ولاړ سو بيا به هر يو د ورور و قاتل، د پلار و قاتل، يا د اکا د زوى و قاتل ته ګوري (يعني که زه د  مسلمانانو څخه هر څوک و وژنم، هغه ستا يا د بل چا ورور، يا پلار، يا اکا، يا د اکا زوى، يا ماما دى او سبا به په مکه کي ما ته د خپل پلار يا ورور، يا اکا د قاتل په سترګه ګوري او يو د بل څخه به مو بد راځي) نو مکې ته درځى محمّد  او نور عرب سره پرېږدى، که هغو و وژى دا هغه شئ دى چي تاسي يې غواړى، دا خو و قوم ته د عتبه خبري سوې. 


حکيم بن حزام چي ابوجهل ته ورغلى هغه خپله زغره تيارول، حکيم ورته و ويل: يا ابا الحکم! زه و تا ته عُتبه د دغي مسئلې دپاره را لېږى يم، مګر ابوجهل ملعون بيرته رجوع نه غواړي نو ويل: په والله بيرته به نه سو ولاړ ترڅو چي الله زموږ او د محمّد صلی الله علیه وسلم   په منځ کي فيصله نه وي کړې او ويل:عتبه په دې سبب تګ غواړي چي د ده زوى حُذيفه په مسلمانانو  کي دى. (مقصد يې حُذيفه بن عتبه ؤ، چي هغه مخ کي مسلمان سوى ؤ او هجرت يې کړى ؤاو اوس د مسلمانانو په لښکر کي د مسلمانانو ملګری دى)


وروڼو! د مکې مکرمې د سردارانو د هر يوه کوښښ دا دى چي دئ د ټوله مکې مکرمې عمومي مشر سي ځکه مکې مکرمې يو عمومي مشر نه درلودى، هو د قريشو مشران هر يو د هغه خپل قوم مشر دى خو يو عمومي مشر نسته، نو اوس د مشرتوب دپاره موقع برابره ده او هر يو کوښښ کوي چي ځان تر نورو مشر او لوى ښکاره کړي. 


ابوجهل هم د مشرتوب دپاره موقع پيدا کړه ځکه خلک د جنګ کولو يا تګ دپاره قطعي نظر نه لري په شک او تردد کي دي او ابوجهل وبېرېدى چي د تګ يا بيرته رجوع کولو طرف غالبه نه سي نو يې ډېر ژر عامر بن الحضرمي را وغوښتى، عامر بن الحضرمي هغه څوک دى چي ورور يې عمرو بن الحضرمي د مسلمانانو د طرفه په رجب کي و وژل سو، يعني: عامر د هغه عمرو بن الحضرمي ورور ؤ چي د عبدالله بن جحش د سريې د طرفه تر دغه غزاء د مخه د رجب په مياشت کي وژل سوى ؤ او هغه اول سړئ ؤ چي د مسلمانانو د طرفه وژل سوى ؤ، قصه يې مخ کي بيان سوې ده، نو ابوجهل د هغه وژل سوي ورور را وغوښتى او ورته ويې ويل: يا عامر! عُتبه چي ستا حليف هم دى غواړي چي خلک بيرته مکې ته بوزي او ستا د ورور انتقام او بدله پريږدي، حال دا چي ته اوس په خپلو سترګو وينې چي موږ ستا د ورور بدله اخستلاى سو نو ولاړ سه د خپل ورور د بدلې اخستلو بيان وکه، عامر هم واقعاً غمجن سو چي زما د ورور بدله ولي پرېښوول کيږي نو د لښکر په منځ کي کښېنستى پر سر خاوري بادوي او په زوره چغي وهي، وا عمراه! وا عمراه! ځکه د ورور نوم يې عمرو ؤ او ويل: زما د ورور بدله پرېږدى او تاسي ځى؟ په والله که ستاسي څخه د يو چا زوى یا ورور وژل سوی واى د هغه انتقام او بدله به مو نه واى پرې اېښې، په قريشو کي هم هغه قومي عصبيت را پورته سو او هغه خپل د شر پر إراده ټينګ سوه، په دغه ډول سره هغه د عتبه رأيه باطله سوه، د ابوجهل طُغيان او سرکښي د عُتبه پر حکمت غالبه سوه.


کوم وخت چي مـشرکان د عدوةُ القصوْى څخه را بار سوه او تر غونډۍ را واوښتل او دوو لښکرو يو د بل سره وليدل رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: الْهي! دغه قريش دي په خپل فخر او غرور سره راغله ستا دښمني  کوي او ستا د رسول تکذيب کوي، الْهي ستا هغه نصر غواړم چي وعده دي يې را سره کړې ده او بيا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د قريشو په لښکر کي عُتبه بن ربيعه وليدى چي پر سره اوښ سپور ؤ وې فرمايل:که د قوم په يوه نفر کي خير وي هغه به د دغه سره اوښ په خاوند کي وي که قريشو د ده خبره منلې واى سمه لار يې ور ښوول. (ځکه عتبه نه غوښتل چي جنګ وسي) 


اوس نو دواړه لښکره په بدر کي د عُدوةُ الدنيا او عُدوةُ القصوْى په منځ کي مخ په مخ سره ودرېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د مسلمانانو د صفو په سمولو او ترتيبولو مشغوله سو رسول الله صلی الله علیه وسلم   امر وکړی چي ټول لښکر دي يو قطار او يو صف و دريږي، لښکر يې د عربو د پخوانيو جنګو پر طريقه چي لښکر به پر پنځه حصې وېشل کېدى نه کړى جوړ. 

 
وروڼو! تر دې د مخه چي به همېشه جنګونه کېدل، لښکر به پر پنځو حصو وېشل کېدى، مقدمه، مؤخره، قلب، ميمنه، ميسره، مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم   داسي و نه کړه، بلکه د ټول لښکر څخه يې يو قطار جوړکړی. 


په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم   د لښکر صف او قطار برابروي يوه عجبه واقعه پېښه سوه هغه دا چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم   په لاس کي يوه لښته وه او صف يې ترتيباوه، په صف کي پر يوه سړي راغلى چي نوم يې  سَواد ؤ او تر صف دباندي ولاړ ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم   ورته و ويل: سم ودرېږه يا سَواد! او ترده تېر سو، د ها خوا چه پر راغلى بيا هم هغه سړئ تر صف يو څه دباندي ؤ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم   هغه سړئ پر نس په لښه و واهه او ويل: په صف کي و درېږه يا سواد! سړي عجبه خبره وکړه، ويل: يا رسولَ الله! خوږ دي کړم او زه قصاص غواړم، يعني: خپله بدله غواړم، لکه څرنګه چي تا و وهلم غواړم چي زه دي هم و وهم، نور صحابۀ کرام ورته وايي: سړيه ته څه وايې؟ دا رسول الله دى، سړئ وايي هو دا منم خو دا بيا زما حق دى خوږ يې کړم بدله غواړم، رسول الله صلی الله علیه وسلم   و فرمايل: هو دا د ده حق دى، لښته يې ورکړه او نس مبارک يې ورته لڅ کړی (ځکه د هغه سړي نس لڅ ؤ)  سړئ ور وغورځېدى او د رسول الله صلی الله علیه وسلم   مبارک نس يې مچ کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم   په تعجب کي سو او ويل: يا سَواد! دا څه کار ؤ چي تا وکړی؟ سړي و ويل: يا رسولَ الله! دا حال خو ته وينې (يعني: جنګ تيار دى او امکان لري چي دغه اوس و وژل سم) نو ما دا إراده وکړه چي آخري کار  مي ستا سره وي چي زما پوست ستا د پوست سره ومښلي، رسول الله صلی الله علیه وسلم   د خير دعاء ورته وکړه. 


ښه فکر وکړی د رسول الله صلی الله علیه وسلم   سره د اصحاب کرامو حُب او اخلاص په دغه اندازه ؤ. خيرکوم وخت چي د لښکر صفونه جوړ سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم   خپل اوامر و لښکر ته بيان کړه او ويل: جنګ به ترهغو نه شروع کوى چي زما آخري امرونه درته را نه سي او بيا يې مسلمانانو ته د جنګ په باره کي يوه خاصه لار ښوونه وکړه او وې فرمايل: کوم وخت چي مو کفار په غشو ولي فقط خپل ځانونه په زغرو د غشو څخه ساتى او خپل غشي وساتى تر هغو حمله مه پرکوى ترڅو چي نژدې نه وي درته راغلي، دا ځکه چي د مسلمانانو سره غشي لږ وه، د لوى جنګ دپاره يې غشي نه درلودل.


وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم   چي يواځي ابوبکر الصِدِّیق رضی الله عنه  ور سره ملګرى ؤ هغه د قيادت مرکز عريش ته ولاړى، سعد بن معاذ رضی الله عنه  او هغه د محافظينو ټولۍ د عريش پر شا وخوا ودرېدل، اول هغه څوک چي د جنګ اور په بل سو هغه (الأسود بن عبدالأسد المخزومي) ؤ دغه اسود يو شرير، بد خويه او مغروره سړئ ؤ، دغه نفر د قريشو د لښکره څخه را و وتى او ويل: ما د الله سره عهد کړى دى چي يا به د مسلمانانو د حوضه څخه اوبه چښم، يا به يې ور نړوم، يابه د دغه حوض سره وژل کېږم، دا د کفارو د طرفه اول نفر ؤ چي د مسلمانانو پر لښکر يواځي را و وتى خو د مسلمانانو د طرفه حمزه بن عبدالمطلب رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم   اکا ور و وتى، د دوى په منځ کي د تورو وارونه شروع سوه، حمزه رضی الله عنه  پر پښه په توره و واهه او پښه يې د پنډۍ پر منځ ور پرې کړه، د اَسود د پښې څخه د قريشو و طرف ته ويني فوارې وهي او غُځار سو، خو په پروتي د حوض و طرف ته ور څکيږي غواړي چي خپل قسم پرځاى کړي حمزه رضی الله عنه  د حوض سره د توري بل وارى پر وکړی او اسود يې و وژى. 
د بدر په ورځ د کفارو د طرفه څخه دغه اسود اول نفر دى چي وژل کيږي. 

 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته