تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت:د حضرتِ خديجه رضی الله عنها وفات
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 4, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۰ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

د حضرتِ خديجه  رضی الله عنها  وفات

 

د ابوطالب تر وفات دوې مياشتي يا په بل قول درې ورځي  وروسته اُم المؤمنين حضرت خديجةُ الکُبرى رضی الله عنها وفات سوه. 


د دې د وفات په تاريخ کي دوه قوله دي، څوک وايي د ابوطالب تر وفات دوې مياشتي وروسته وفات سوه او څوک وايي درې ورځي وروسته وفات سوه، د دې رضی الله عنها  وفات د بعثت د لسم کال د روژې په مياشت کي ؤ او په دغه وخت کي د دې رضی الله عنها  عمر (65)کاله ؤ او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  عمر(50) کاله ؤ، خديجه رضی الله عنها  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مهربانه او غم شريکه زوجه، د الله عزوجل  د لويو نعمتو څخه يو نعمت ؤ چي و رسول الله صلی الله علیه وسلم ته يې ورکړې وه.

 

دا هغه زوجه وه چي تر هر چا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته ډېره نژدې او قريبه وه، دا وه چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اولادو مور او روزونکې وه او پنځه ويشت کاله يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره ژوند وکړی، د ده صلی الله علیه وسلم  د پرېشانيو او خوابديو په وخت کي به پر ده صلی الله علیه وسلم  مهربانه وه، د ده د رسالت په دعوت او تبليغ کي يې د ده معاونت او کومک کاوه، د ده د تکاليفو په وخت کي د ده خواخوږې وه، دا اول هغه څوک وه چي ايمان او اسلام يې قبول کړي وه، دا وه چي د نبوت د اولي لحظې څخه يې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مرسته کول او د جهاد په ترخو ورځو کي يې اشتراک ور سره کاوه، کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته وحيِ نازلي سوې د دنيا ټول کارونه يې پرېښوول او ځان يې يواځي او يواځي د دعوت دپاره فارغه کړى او دا کار هم د اُم المؤمنين خديجةُ الکبرى رضی الله عنها   په مرسته سره وسو، دا وه چي ورته ويل به یې: د ژوند مصاريف دي زما د مال او پيسو څخه پوره کوه، ته خپل ځان يواځي او يواځي و دعوت ته فارغه کړه، دا وه چي خپل مال يې په دغه لار کي مصرفاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته به يې ويل: د مال په باره کي هيڅ فکر مه کوه او د ده صلی الله علیه وسلم  مصرف هم د خديجې رضی الله عنها د ماله څخه ؤ.

 

مسلمانه او صالحه ښځه يا زوجه دغسي وي چي خپل خاوند د الله عزوجل  ولاري ته فارغه کوي حتّْی مصرف يې هم پرخپله ذمه اخلي، داسي نه لکه د نن ورځي ځيني ښځي چي خاوند يې د خير په کار يا په مسجد کي لږ  وځنډيږي د دې سترګي ورته کږې او د قهره ورته ډکه وي، حضرتِ خديجه رضی الله عنها  خپل ګران او محبوب خاوند د الله عزوجل  و عبادت او دعوت ته فارغه کاوه، خپل مال او پيسې يې هم په دغه لار کي مصرفولې، د دعوت د وخت ترخه تکاليف او آزارونه يې هم په ورين تندي ور سره وړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي:» آمَنَت بِي حينَ کَفَرَ بِيَ النّاسُ« هغه وخت چي خلكو زما څخه، يا زما پر نبوت انکار کاوه دې ايمان راباندي را وړى»  وَصَدَقَتنِي حِينَ کَذَبَنِيَ النّاسُ« او هغه وخت يې زما تصديق وکړی چي خلكو درواغجن بللم » وَاَشرَکَتنِي فِي مَالِها حِينَ حَرَمَنِيَ النّاسُ «او د دې په مال کي يې هغه وخت ګډ او شريک کړم چي خلكو محرومه کړی وم، يعني: خلكو څه نه را کول » وَ رَزَقَنِيَ اللهُ وَلَدَهَا وَ حَرَمَ ولد غيرِهَا «او الله عزوجل  د دې څخه اولادونه را کړل، نه د نورو ازواجو څخه. 

 

په صحي حديث شريف کي د ابو هريره رضی الله عنه  څخه روايت دى چي جبريل عليه السلام  و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغلى او ورته ويې ويل: يا رسولَ الله دغه اوس خديجه تا ته را رهي ده او يو لوښى ور سره دى چي په هغه کي  خواړه يا د څښلو شئ دى، کوم وخت چي درته راغله د دې د رب د طرفه پر دې سلام و وايه او په جنت کي په يوه قصر سره زېرى ورکړه، داسي قصر چي د لؤلؤ د ملغلري څخه جوړسوى وي او هلته به نه غالمغال، شخول او نه ښور ماښور وي او نه به ستړيا وي، د دغه حديث شريف په سبب دا رضی الله عنها  يقينًا د اهلِ جنت څخه ده او د هغو کسانو څخه ده چي په جنت سره زېرى ورکول سوى دى. 

 

دغه دوې غمجني حادثې د يو څو ورځو په جريان کي پرله پسې  پيښي سوې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زړه کي يې د غم او درد مشاعر وښورول او تر دغه وروسته پر ده صلی الله علیه وسلم  د ده د قوم د طرفه تکاليف او آزارونه پرله پسې سوه، د ابوطالب تر وفات وروسته قريشو پر ده صلی الله علیه وسلم  جرئت پيدا کړی او دﺉ صلی الله علیه وسلم  به یې په ښکاره سره يې آزاراوه او بد به يې ورته ويل، د دغو پيښو په سبب د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر غمو  نور غمونه هم زيات سوه تر څو چي د  قريشو د ايمان را وړلو څخه نا  اميده سو.

 

 ابن اسحاق په خپل سيرت کي وايي: کوم وخت چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ابوطالب وفات سو قريشو و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته هغه آزارونه ور رسول چي د ابوطالب په ژوند کي هيچا د هغه آزار فکر هم نه سواى  کولاى، حتّْی د قريشو لچګانو او بې باکانو تعارضونه پرکول، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي به پر لار رهي ؤ دغو لچګانو به یې پر سر خاوري ور پاشلې، يوه ورځ يې يو چا پر سر خاوري ور وپاشلې رسول الله صلی الله علیه وسلم  خپل کور ته ننوتى او هغه خاوري يې پر سر پرتې وې، د لوڼو څخه يې يوه ور ولاړه سوه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سر يې ور پرېولى او ژړل يې چي دا څه حال دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورته و ويل: لوري! مه ژاړه الله جل جلاله  ستا پلار د خلكو څخه ساتي. 

 

او رسول الله صلی الله علیه وسلم به ويل: د قريشو څخه ما ته داسي تکليف نه دى را رسېدلى چي زه دي په ناراضه يم تر څو چي ابوطالب وفاتېدى، يعني: د ابوطالب تر وفات د مخه ټول آزارونه او تکاليف عادي وه، خو واقعي آزارونه د ابوطالب تر وفات وروسته شروع سوه، څرنګه چي په دغه کال کي پر رسـول الله صلی الله علیه وسلم  دغه غمونه او دردونه، آزارونه او تکاليف پـرله پسې ورتله نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه کال د (عامُ الحُزن) په نامه سره وباله، يعني: د غم کال. او دغه کال د سيرت او تاريخ په کتابو کي په دغه نامه سره مشهوره سو. 

 

دلته و يوې تنبېه او خبرتيا ته ضرورت سته هغه دا چي: ځيني خلك به داسي فکر کوي: چي رسول الله  صلی الله علیه وسلم  دغه کال د عام الحزن په نامه سره وباله د هغه علت فقط دا دى چي په دغه کال کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ابوطالب او زوجه حضرت خديجه رضی الله عنها  وفات سوه او ډير خلك ښايي د دې دپاره چي پر خپلو مړه سوو اقرباوو د اوږدې مو دې دپاره غم وکړي دغه خبره دليل وګرځوي، خو په حقيقت کي دا لويه خطاء ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  يواځي د خپل اکا او خپلي زوجې فراق او نيستي والي دومره شديد نه ؤ غمجن کړى چي دغه کال دي د (عامُ الحُزن) په  نامه سره وبولي، بلکه د دې نامه سبب هغه حالات وه چي د دوى د وفات په سبب پېښ سوه، هغه دا چه د اسلامي دعوت ډيري دروازې د ده صلی الله علیه وسلم  پر مخ وتړل سوې، د ابوطالب ساتني او حمايې د اسلامي دعوت دپاره ډيري دروازې خلاصي کړي وي او همدارنګه د اسلامي لار ښوونو او تعليم دپاره ډيري لاري موجودي وې او د اکا په وجود کي يې د هغه کار دپاره چي خپل رب په امر کړى ؤ ځيني کاميابۍ ليدلې، مګر د ابوطالب تر وفات وروسته دغه لاري او دروازې وتړل سوې، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي به د تبليغ دپاره هرڅه کوښښ وکړی او هر چيري چي به ولاړى د ده پر مخ  لاري بندي وې، نه چا د ده  صلی الله علیه وسلم  دعوت ته غوږ نيوى او نه چا اسلام قبلاوه، بلکه ټولو خلكو يا ملنډي په وهلې يا يې آزار ورکاوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه کار ډير غمجن کړى ؤ چي هَغه وظيفه يې نه کړه آداء کومه چي الله عزوجل  په مکلف کړى دى، نو د دغه سببه دغه کال ته (عامُ الحُزن) و ويل سو. 


ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

 

سرته