تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت نبوي د بُواط غزاء
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  November 8, 2020
  0

سیرت نبوي (۱۳۵برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د بُواط غزاء

 

د بُواط غزاء: د هجرت د دوهم کال د ربيع الاول په مياشت کي دوهم وار بيا په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم  په غزاء و وتى چي دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوهمه غزاء ده او (غزوةُ البُواط) ورته ويل کيږي، بُواط د جُهَينه د غرو څخه يو غر دى چي د شام ولاري ته نژدې دى، دا وار د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره دوه سوه نفره سپاره ور سره وه چي په دغه وخت کي د مسلمانانو هغه لوى لښکر دغه ؤ او د دې غزاء څخه بيا هم د قريشو يوه  قافله مقصد وه چي دوه زره او پنځه سوه اوښان پکښې وه او د دغي لوى قافلې سره فقط سل نفره ساتونکي ملګري وه، د دې قافلې مشر اُمَيه بن خلف الجُمحي ؤ، مګر دغه قافله هم د مسلمانانو د حملې څخه خلاصه سوه ځکه قافلې ته مخ کي لا خبر رسېدلى ؤ او لار يې واړول قافله تېره سوه او جنګ نه سو پېښ، د دغه اسلامي لښکر بيرغ سپين او د بيرغ اخستونکى سعد بن ابي وقاص  رضی الله عنه ؤ.

 

ان شاءالله نور بیا....

 

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته