تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سیرت: په جزیرة العرب کي د شرک تاریخ (۸)
  تعلیم الاسلام
  February 15, 2018
  0
 مولوي عنایت الله علمي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
 
پر مکه مکرمه د خزاعه د قبيلې تسلط تر (٣٠٠) يا په بل روايت تر (٥٠٠) کلو پوري دوام کړى دى خو په شروع کي د خزاعه د قبيلې مشر او رئيس چي عمرو بن لُحى نومېدى د مکې مکرمې حاکمِ مطلق او عمومي رئيس وګرځېدى او  د ده د امره څخه هيچا سرکښي او نا فرماني نه کول، دغه عمرو ډير مالداره او سخي سړئ ؤ د حاجيانو خواړه يوازي ده د خپله ماله څخه ورکول او د حاجيانو دپاره اوبه هم يوازي ده په خپل مصرف برابرولې.
 
 او دا هم تاسي ته معلومه ده چي د زَمزَم د څا د پټېدلو په سبب اوبه د مکې مکرمې د دباندي او د ليري ځايو څخه را وړل کېدې، خو دغه کارونه ده پر خپله غاړه اخستي وه او دغه عمرو بن لُحى دومره معتبره ؤ چي هر امر يې د خزاعه قبيلې، د مکې مکرمې اوسېدونکو او د مکې مکرمې حاجيانو داسي قبلاوه لکه ديني او شرعي اوامر، هيچا د ده د امره څخه نا فرماني او سركښي نه کول.
 
 يو وخت دغه عمرو بن لُحى و شام ته په سفر ولاړى او هلته د شام په حدودو  کي يوه قبيله اوسېدل چي د عماليق قبيله نومېدل او دغه قبيله بُت پرسته وه، د بتانو عبادت يې کاوه، خو تر دغه وخته عربو نه بتان پېژندل او نه يې د بتانو عبادت کړى ؤ بلکه ټول عرب موحدين او د حضرتِ ابراهيم علیه السلام  پر دين وه، دغه عمرو بن لُحَى د  عماليق د قبيلې څخه پوښتنه وکړل چي دا څه شي دي؟ هغو ورته و ويل: دا آلهه او خدايان دي، کوم وخت چي پرموږ لوږه او کاختي راسي ډوډۍ  را کوي، کوم وخت چي يو قوم پر موږ حمله وکړي او جنګ را سره کوي دوى زموږ مرسته کوي، بارانونه راباندي اوروي او بِالآخره الله جل جلاله   ته مو نژدې کوي، عمرو بن لُحى ډير په تعجب کي سو او دا خبري يې  پر دماغ ښه ولګېدې ځکه دوى په مکه مکرمه کي و اوبو ته ډېر ضرورت درلودى، نو ويل: 
 
ما ته هم يو بت را کړى ښايي چي زموږ مرسته هم وکړي موږ په مکه مکرمه کي اوبو ته ډيرضرورت لرو، د عمالیق د قبیلې بت پرستانو چي د ځان ملګري پیدا کړل ويل ښه دى، نو يې په ډيره خوشالي سره و ده  ته يو بت ورکړى چي (هُبل) نومېدى، دا هغه اول بت دى چي و جزيرة العرب ته راوړل سو، عمرو بن لُحى دغه بت و مکې مکرمې ته را وړى او په کعبه شريفه کي يې کښېښاوه، خلک يې د دغه بت په عبادت کولو سره امرکړل، خلکو هم دغه د ده امر و مانه، اوس نو عمرو بن لُحى د شيطان په لار ښوونه نوي امرونه صادروي چي هغه امرونه يې د توحيد او د ابراهيم علیه السلام  د دين څخه مخالف وه او بيا عمرو بن لُحی نور بتان هم و جزيرة العرب ته را وړل چي دغه بتان یې آلهه او خدايان بلل. 
 
عمرو بن لُحی د عربو هره قبيله امرکړل چي د ځان دپاره به يو بت اختياروي او په کعبه شريفه کي به د هغه بت عبادت کوي، بيا يې بل امر صادر کړى ويل: تاسي خو په خپلو کُلُو او کورو کي هم عبادت کوى خو دا نه ده صحي چي بيله بتانو څخه د مکې مکرمې د بل شي عبادت وکړى،  نو پر هر چا دا لازمه ده چي د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخلي او هلته په خپل کور او کلي کي به د هغې ډبري عبادت کوي، عربو هم دا امر و مانه او هر يوه د مکې مکرمې څخه يوه ډبره ور سره واخستل، هلته په خپل کور کي به يې و هغې ډبري ته عبادت کاوه حتّْی د هغې ډبري عبادت به يې کاوه چي دغه کار په عربو کي د توحيد پرځاى د بتانو د عبادت شروع او ابتداء وه. 
 
د عمرو بن لحى په امر سره په جزيرة العرب کي بت پرستي شروع سوه، 
 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه عمرو بن لحى په با ره کي فرمايي: 
 
(رَأيتُ عَمرَو بنَ عَامِر بنِ لُحَى اَلخُزاعِى يَجُرُ قُصبَهُ فِى النَارِ)
يعني: عمرو بن عامر بن لحى الخُزاعي مي وليدى چي خپلي کُلمې په اور کي کشوي. 
 
دا ولي؟ ځکه دئ هغه څوک دى چي د عربو دين ته يې تغير ورکړى، تر دغه د مخه ټول عرب پر توحيد او د ابراهيم علیه السلام  پر دين وه خو اول سړئ چي د دوى دين يې په شرک او بت پرستۍ ور واړاوه هغه دغه عمرو بن لُحى خبيث ؤ.  
 
او بيا يې د حج او عُمرې و تلبيې ته تغير ورکړى، تر دغه د مخه عربو تلبيه داسي ويل:« لبيک اللّهم لبيک، لبيکَ لاشريکَ لکَ لبيک، إِنّ الحمدَ والنِعمةَ لکَ والملک، لاشريکَ لک » چي دا د اسلام او توحيد تلبيه ده، خو عمرو بن لُحى خبيث په آخر کي دغه جمله پر زياته کړل چي (لاشريکَ لک الا شريکا ًهو لک، تملِکهُ وما ملک) دا د شرک جمله ده، خو ده  دغه د شرک جمله د توحيد پر تلبيې زياته کړل.
 
ان شاءالله نور بیا....
 
ماخذ: د سرور کائینات صلی الله علیه وسلم سیرت/مولوي عنایت الله علمي
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته