تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
وخت څه شي دی ؟
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 30, 2021
  0

وخت څه شي دی ؟

تعلیم الاسلام ویب پاڼه

له فيثا غورث څخه پوښتنه وشوه: وخت څه شي دی ؟ ده ورته وويل: وخت د دنيا روح ده.

 

يوه بل وويل: وخت هغه ستره هستي ده چې شاه، ګدا، شتمن، نيستمن، زورور، كمزوري، زاړه او واړه ته يو ډول وركول کېږي او لا يې زياته کړه، وخت له يوه وحشي نه مهذب او له مهذب نه يو ملائك صفته انسان جوړه وي، له ناپوهانو څخه پوهان او له مسكينانو شتمن جوړه وي.

 

يوه بل تن وويل: وخت هغه خامه ماده ده چې هر څه ترې جوړولى شې او بيا يوه سپېنږيري دساه ختوپه مهال داسې وويل، ژوند خو په يوه دروازه واته او په بله ننواته دي، عمر ژوند او وخت همدغه ده. متاع وخت .

 

دوخت اهمیت 

 

۱: الوقت من ذهب ان لم تدركه ذهب.

 

ژباړه : وخت سره زره دي که کارځيني وانه خلي ضائع کیږي .

 

۲: الوقت كنز ان ضيعته ضعت.

 

ژباړه :وخت یوه خزانه ده  چې ډیرپه اسانه ضائع کیږي.

 

۳:  الوقت هو المادة الخام للحياة.

 

ژباړه :وخت دژوند خام اوبنیادي مواد دي .

 

۴:  إضاعة الوقت أشد من الموتأن إضاعة الوقت تقطعك عن  الله والدار الآخرة، والموت يقطعك عن الدنيا وأهلها .

 

ژباړه ، دوخت ضائع کیدل ترمرګ هم سخت ده .ځکه دوخت ضائع کیدل دي له الله تعالی سره تعلق پري کوي اومرګ له دنیا سره .

 

۵ :   الوقت عدو مجتهد لا يقتلة الا كل مجتهد.

 

ژباړه : وخت یو زیارکښ دشمن  ده هیڅوک یې له منځه نشي وړلای مګر هغه چې زیارایستونکی اومحنت کونکی وي  .

 

دوخت په اړه د ابن جوزي توصيه

 

واعلم :يا بني ان الايام تبسط ساعات والساعات تبسط النفاسا …


ژباړه: ښه پوشه زويه! د ژوند ورځې د څو ساعتونو نوم ده او ساعتونه د څو شيبو نوم ده او هره شيبه د لوى خدای (جل جلاله) يوه ستره خزانه ده، د يوې يوې شيبې قدر وکړه، چې بې ګټې در څخه تيره نشي او چې د قيامت په ورځ د ژوند دا ستره هستي هسې خالې ونه مومې، چې بيا پرې خپلې اوښکې تويوي او پېښمانه وي.

 

ګوره! د هرې  شيبې حساب كوه، چې ستا وخت چيرې او كوم ځای کې تيریږي او دا زيار باسه چې د ژوند هره لحظه دي په ښه كار كې مصرف شي، له بې ګټې ژوند او وقت تیرولو څخه ځان وساته.

 

محنت او كوشش د ځان عادت جوړ کړه، د قبر صندوق ته داسې څه ور ولیږه، چې د ورتګ په مهال پرې هوسا او خوشحاله شې.


ماخذ: حـکایت او دیني معلومات متاع وقت ص\56الحدیقه ص\۱۵۰

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته