تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره اخلاق
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 13, 2020
  0

غوره اخلاق

 

لیکنه: علامه محمدي

 

هغه سرمایه چي انسان يې په دنیا او دولت نه شي ترلاسه کولی ، بلکې الهي سوغات او ډالۍ ده چي ځانګړو خلکو ته د رب له لوري ورکول کیږي ، یعنی ښکلي اخلاق او نیک خویونه ، دا له بازار او مکتب څخه نه شي ترلاسه کیدی ، دا له پلار څخه په میراث نه شي اخیستل کیدی ، دا له خپلو مالکانو څخه څوک په زور او غلا نه شي اخیستی غوره اخلاق یعنی د خوشنصیبو سرمایه .

 

غوره اخلاق څه دي؟

روښانه مخ ، له تبسم ډکې شونډې ، نرمې او زړه راښکونکي خبرې ، رښتونولي ، د انساني عواطفو او احساساتو اعتدلال ، د مظلوم او یتیم مرسته ، د ظالم لاس له ظلمه بندول ، درانه عادتونه ، لویه سینه ، سخاوت ، شجاعت ، عدالت ، ادب ، غیرت ، په نیکیو امر او له بدیو منع ، ترحم ، شفقت ، له کنځلو او بدو عادتونو ځان ساتل ، د انسانیت د کمال تمام عادتونه خپلول او د حیوانیت له عادتونو ځان ژغورل له غوره او ښکلو اخلاقو څخه عبارت دی.

 

په غوره اخلاقو څه ترلاسه کولی شو؟

په ښو اخلاقو مونږ د الله تعالی سره مینه پيدا کوو ، د عبادتونو ثوابونه راته راکول کیږي ، د انسانانو زړونو ته ننوزو ، د اسلام رښتوني استازی صلی الله علیه وسلم ویلي دي: د میزان په تله کې له ښکلو اخلاقو څخه درانه هیڅ نشته ، د غوره اخلاقو څښتن د لمونځ کونکي او روژه لرونکي مرتبه خپلولای شي. (ابوداود،ترمذی وللفظ له) ، جنت ته د تللو بهترینه لار ده ، له محبوب علیه السلام څخه پوښتنه وشوه چي : جنت ته زیات وګړي د څه په سبب داخلیږي ؟ هغوی صلی الله علیه وسلم ورته وویل: تقوا او په غوره اخلاقو، امن ، ورورولي، اتحاد ، هوسا او پرمخ تللې ټولنه د غوره اخلاقو په سبب ترلاسه کولی شو.

 

په غوره اخلاقو الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم امر کړی دی

ښه کوه لکه څرنګ چي الله تعالی تا سره ښه کوي او په ځمکه کې فساد مه جوړوه. (قصص/۷۷) ای محمد صلی الله علیه وسلم ! زما ځانګړو بندګانو ته ووایه ! چي خلکو ته هغه خبره وکړي چي ډیره غوره ده ، حقیقت کې خو دا شیطان دی چي انسانانو کې د فساد جوړولو هڅه کوي، اصل کې شیطان د انسان ښکاره دښمن دی. (اسراء /۵۳) د بښنې لاره ونسیه ، په نیکۍ امر کوه او له جاهلانو لرې شه. (اعراف/۱۹۹) نیکې او بدې یو شانته نه دي ، ته د بدۍ مخنیوی په هغې نیکې وکړه چي هغه ډیره ښه وي ، ته ګوره ! چي تاسره د چا دښمني وه هغه دې لکه صمیمي دوست جوړ شوی دی.(فصلت /۳۴)

تاسو کې به تر هغه څوک د بشپړ ایمان څښتن نه شي تر څو چي بل مسلمان ورور ته هغه څه غوره نه کړي کوم چي خپل ځان ته غوره کوي. (بخاری)

زړونو کې کینه مه ساتئ ، خپلولي مه پرې کوئ ، غیبت مه کوئ ، حسد مه کوئ بلکې د الله تعالی رښتوني بندګان جوړ شئ څرنګ چي تاسو ته امر کولی شي ، هیڅ مسلمان باید بل مسلمان سره له درې ورځو څخه پورته اړیکې پرې نه کړي. (صححه الالبانی) 

 

غوره اخلاق له چا زده کړو؟

ټول اسماني دینونه خپلو پيروانو ته امر کوي چي تاسو د غوره اخلاقو لباس واغوندئ او د بد اخلاقۍ لاره مه نیسئ ، دا ځکه چي د انسانیت لوړې مرتبې او د عزت مقامونه په اخلاقو ترلاسه کیږي د الهي ادیانو راوړونکي (پیغمبران) د ښکلو اخلاقو نا اشنا بیلګې دي ، محبوب علیه السلام وايي : زه پدې موخه استول شوی یم چي د غوره ناتمام کتاب بشپړ کړم.

 

(بخاری فی ادب المفرد رقم الحدیث ۲۷۳)  انس رضي الله تعالي عنه وايي: ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم لس کاله خدمت وکړ (په دومره وخت کې یې) ماته ″اف″ ونه ویل کوم کار چي به مې وکړ راته يې نه ویل ولې دې وکړ او کوم کار چي به مې نه کاوه راته يې نه ویل چي ولې یې نه کوې او هغه صلی الله علیه وسلم تر هرچا د ښکلو اخلاقو څښتن وه ، ما هیڅ مالوچ ، وریښم او نه کوم بل شی د رسول الله صلی الله علیه وسلم ترلاس مبارک نرم ولید او هیڅ عطر مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر خولې (عرق) مبارک خوشبویه ولیدل.  (بخاری ومسلم)  په ټولو الهي ادیانو کې اسلام هغه دین دی چي د ښو اخلاقو نا تمام باب يې تمام کړ ، اوس که څوک غواړي چي د ښو اخلاقو اعلی او لوړې مرتبې ته ورسیږي ، نو له اسلامه دې زده کړي، داسې دین دی چي هر فرد يې په ښکلو اخلاقو مزین کړی دی.

 

د بدو اخلاقو فساد

له محبوب علیه السلام پوښتنه وشوه: که یوه ښځه نیک عمله او عبادت کوونکي وي خو بد اخلاقه وی بله ښځه ځینې بد اعمال لري خو نیک اخلاقه وي په دوی کې به کومه جنت ته ځي؟ هغه صلی الله علیه وسلم ورته وویل : هغه ښځه چي نیک اخلاقه وی جنت ته به ځي (بحواله نظهة الناظرین)

بد اخلاق انسان هیڅ دوست نه لري، بد اخلاق انسان څخه خلک فنا غواړي ، په ټولنه کې تر بد اخلاقۍ ستر عیب نشته ، بد اخلاقي نفرت دی ، بد اخلاقي ګناه ده ، بد اخلاقي انسانیت سره ظلم دی ، بد اخلاقي د انسان په لباس تور داغ دی ، بد اخلاقي د شیطان عمل دی ، بد اخلاقۍ کې هیڅ خیر نشته ، د بشریت هیڅ دین د بد اخلاقۍ طرف دار نه دی .

 

یاداښت″ ګورئ! تنها ورین تندی ، په خندنۍ لهجه خبرې او پاک لباس ښه اخلاق نه دي ، بلکې د غوره اخلاقو مفهوم ډیر وسیع او عالمګیر دی ، مونږ او تاسو باید هر نیک عادت خپل کړو او له بدو نفرت وکړو ایله به د غوره اخلاقو څښتنان یو.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 24 ګڼه

 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته