تازه سرليکونه
د (تعليم الاسلام مجله) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
مبايل مو ولي چارج خلاصوي؟
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  October 4, 2020
  0

مبايل مو ولي چارج خلاصوي؟


ژباړه: عمران احمد (فرهان)

 

د تلیفون  چارج خلاصېدل په هغه وخت کښي چي ورته ضرورت لرو، د ډېرو ستونزو سره مخ کړي یو.

 

ځیني وختونه په صحیح طریقه د تلیفون نه  استعمال هم د دې لامل کیږی چي مبایل مو ژر ژر چارج له لاسه ورکړي. د بیټری بدلول هم د حل لاره نه ده، اصل کي د تلیفون د استعمالولو ترتیب د چارج په ژر ختمېدو کي خورا لوی لاس لري. همدلته به تاسو ته ۵ هغه لاري وښیو چي د مبایل بیټری چارج موده  او د چارج ساتلو ظرفیت لوړولای سي:

 

۱. په دی پوهیدل چي د مبایل بیټری څنګه خپل چارج دلاسه ورکوي: د بیټری د چارج په هر دوران کښي بیټری یو څه اندازه خپل د چارج ساتولو ظرفیت د لاسه ورکوي.

 

د چارج دوران د بیټری د ۰٪  څخه بیا تر ۱۰۰٪ پوري چارج ورکولو ته وایي. د بېلګي په توګه د ۵۰٪ څخه تر ۱۰۰٪ پوري  د بیټری چارجول  نیم د بیټری دوران یا (cycle) بلل کیږی. د بیټریو تولیدونکي وایي: د مبایل بیټری د چارج د   ۴۰۰  دورانو څخه وروسته د چارچ ساتلو ۲۰٪ ظرفیت د لاسه ورکوي.

 

 یعني که د یوه تلیفون بیټری ۴۰۰ ځله چارج سي، نو شل سلنه ظرفیت له لاسه ورکوي. مخکي تردې چي دمبایل چارج مکمل خلاص سي  او بیا یې پر یوه ځای چارج کړو، ښه خبره دا ده چي د تلیفون بیټری  د ورځي په بېلا بېلو وختونو کي چارج کړل سی.

 

۲. خپل مبایل په ډېره ګرمي یا لمر کي مه ساتی: د مبایل استعمال په زیاته ګرمي کي پر بیټری باندي ډېر فشار اچوي او د ژر خرابیدو سبب یې  کیږي.

 

۳. د تلیفون بیټری تر صفر فیصد پوري مه استعمالوی او یا هم تر ۱۰۰٪ پوري چارج مه ورکوی: په مکمل ډول د مبایل چارج ختمول او وروسته بیا تر ۱۰۰ فیصده پوري چارجول د مبایل  بیټری ډېر ژر له کاره لویږي او ددې لامل کیږي، چي د مبایل بیټری مو ډېر ژر د چارج ساتلو توانایي له لاسه ورکړي. د چارج ښه اندازه د ۵۰٪ څخه بیا تر ۹۰٪ پوري ده.

 

۴. که د ډېر وخت لپاره د مبایل څخه کار نه اخلی، نو یوازي یې تر ۵۰٪ پوري چارج کړی: که غواړی چي د تلیفون څخه تر یو وخته پوري کار وانخلی، نو تر ۵۰ فیصده پوري یې چارج کړی او بند یې کړی.

 

۵. د تلیفون د سکرین رڼا کمول: د تلیفون هغه برخه چي تر ټولو زیات چارج مصرفوي، هغه د تلیفون سکرین دی. که غواړی چي تلیفون مو تر ډېري مودې پوري خپل چارج وساتي، نو  د سکرین رڼا یې د چاپېریال په تناسب کښته (او کمه) کړی.

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته