تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
ذهني مفسدین او زموږ مسوليتونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  February 7, 2019
  0

لیکنه: محمد نبي سلطاني


له بده مرغه نن افغانه ټولنه له خورا بد حالت سره لاس او ګرېوان ده، له خورا بد حالت سره مخ ده او د خورا ذهني مفلسۍ، فکري بې وسۍ او علمي بې نظمۍ سره غاړه غړی ده. د پردیو اجتماعي او کلتوري پیروي او د هغو د تقليد  نخښي له ورايه په دې ټولنه کي ترسترګو کيږي، شعر او ادب، تاريخ  او فلسفه، زده کړه او نصاب، حکومت او نظام  او ... لږ نه، بلکي په زياته پيمانه له غربي منفي افکارو اغيزمن  سوي، په خوراک، چيښاک، لباس، رفتار، خبرو، سر ښورولو، لاسو غورځولو او نورو کي اوس ځانونه په فخر سره د غرب او غربي ټولني پیروان بولي.


د زده کړي مروج مرکزونه او نور مو په سختي بې نظمۍ او ګډوډى اخته دي، په هرڅه کي د غرب د علمي، ذهني او فکري احسان پوروړي دي.


په علم څښتانو کي داسي کسان ډير لږ دي، چي په خپل فن، علم او پوهي کي دي د هیواد په سطحه ماهر او د خپلي علمي، فني او فکري درجې له مخي  دي ئې خپل  تدريسي او علمي کتابونه رامنځته کړي وي او د غرب د کرغېړن تقليد څخه دې یې ځان اصلاح کړی وي.


د تلوېزیون، راډيو، اخبار، مجلې او نورو مو دا حال دئ، چي سړى فکر لانه سي کولاى  چي دا تلوېزیون، راډيو، اخبار او نور د يوې مسلماني او افغاني ټولني محصول وي، چي نيکونو او پلرونو ئې کلونه - کلونه  د چنګيز، انګريز، روس او نورو سره  د خپلو ملي نوامسو، اسلامي شعايرو، کلتوري ارزښتونو او ټولنيزو معيارونو خوندي ساتلو او ژغورلو پر سر مبارزه کړې، ځانونه، کورونه، اولادونه اونور ئې له لاسه ورکړي، بلکي سړى فکر کوي، چي دا د يو بې دينه، بې فرهنګه، بې ارزښته او بې مذهبه غیر اسلامي هیواد د سوداګرى ادارې دي، چي مقصد ئې د اجتماعي، علمي، فرهنګي او اخلاقي ارزښتونو پالل، ساتل او خوندي کول، نه بلکي بدنامول او د خپلو مادي ګتو ترلاسه کول دي، چي نه کوم اخلاقي  پيغام او نه کوم اصلاحي مرام  لري او نه کومه ديني، مذهبي، اجتماعي، علمي او ښوونيزه برنامه لري، د دوى ټوله پاملرنه د ګتي لارو چارو د پانګي  لاسته راوړلو او د خلکو وبې لاري کولو ته ده،  دوی پرته له کوم تکليفه د ځان، اولس، ټولني او  ملت  شرافت، اخلاقي اصول او قواعد پایمالوي، اخلاقي زده کړي او مصلحتونه شاته غورځوي.


د لوېديځ افکار، ارزښتونه، ټولنيز کړه وړه، علم، پوهه، فلسفه او کلتوري معيارونه د ژوند اصليت  اونه ماتېدونکي اصلي د ژوند معيار ګڼي، دوى کوښښ کوي، چي  په شعوري او غير شعوري ( اګاهانه او نا اګاهانه)  توګه د فلم، ډرامې، سریال، ناول، قیصې او نورو  جوړوني او ژباړني، راډيو، اخبار، مجلي اونورو رسنيزو وسايلو له لاري اسلامي او افغاني  رښتيني قالب/ غالب بدل کړي، پرځاى ئې يو داسي قمار باز نسل و روزي، چي د لوېديځ د يوې ځلا په وړاندي  خپل دين، مذهب، کلتور، اجتماعي ژوند او...  له لاسه ورکړي، د خپل اسلاميت او افغانيت دایمي توب، تلپاتي والی او کاملیت باور له لاسه ورکړي او د لوېديځ  تمدن په مکمله توګه پرته له کوم اخ وډبه ومني؛  چي نې پر اخرت، الله جل جلاله، رسول صلی الله علیه وسلم، غيبي حقايقو،  ملايکو، کتابونو او نورو  ايمان او عقيده  پاته سي  او نې پر ديني ارزښتونو، کلتوري معيارونو او اخلاقي  پاکوالي يقين او باور، بلکي يوازي ئې فکر او ذهن په مادياتو او د ژوند پر ښکلا او ښايست راوڅرخي.


دوى غواړي د افغاني ټولني  افکار، ذهن، فکر او د ماغ د خپلو بادارانو په غوښتنه  په مکمله  توګه بدل کړي د ښځو د ازادۍ په نامه فحشاء، بې حيايي، فسق او فساد  ته لاره هواره کړي. علماء، سپين ږيري، روحانين او د ټولني باعزته قشر په يو وبل نوم  بدنام کړي، وې غندي او په ټولنه کي ئې پر رول د نشت کرښه راکش کړي.  پر ديني شعائرو، ارزښتونو، معيارونو او ځانګړنو ملنډي ووهي، مذهبي کړۍ او اخلاقيات مسخره کړي.


په ټولنه کي د بد اخلاقۍ او شهواني ميلان د هڅوني، فخشاء، ګمراهۍ او ډمبازى ته د بلني په موخه  او د تفريح په بهانه، داسي بې حيا، بې کلتور او بې سروسامانه فلمونه، ډرامې او سريالونه ژباړي او نشروي، چي هر حرف او ثانيه کتل ئې مسلماني/ افغاني ټولني ته د مرګ او د خپل هويت د لاسه ورکولو په قيمت تماميږي.


 په افغانه ټولنه کي د الحاد، بغاوت، ذهني کشمکش، فکري ګډوډۍ او کلتوري بې لارۍ لپاره د لوېديځ د هغو علومو ژباړي ته ئې ملاتړلې، چي پرته له فسق، فساد او بد اخلاقۍ څخه کوم بل مهم پيغام  نه لري، دوى د ځوانانو  د ذهني او فکري فساد لپاره د لوېديځ  ټولنيز علوم، تاريخ، فلسفه، ناول، کيسه، شعر، افسانه او نور ژباړي، چي  په توسط ئې وکولای سي هغه ټول حقايق، واقعيتونه ارزښتونه او معيارونه، چي د يوې اسلامي او افغاني ټولني پايې ګڼل کيږي، ونړوي او پر ځاى ئې يو داسي ماده پرسته  ټولنه رامنځته کړي، چي پرته له مادياتو نور هيڅ په سترګو ونه ويني.


د ځیني ادبي او علمي  بحثونو او لکچرونو له لاري ديني عقايد، تاريخي ثابتي پيښي، اسلامي  شعائر، ديني  علماء، اخلاقي ارزښتونه، کلتوري معيارونه، ټولنيز اصول او د عمومي اخلاقو ټولي ښېګڼي مشکوکي او د باور نه کولو وړ وګرځوي، که په لنډو او واضح توګه ووايو نو داسي ويلاى سو چي دغه ذهني منحرفین او مفسدین او پدوی کي هغه ذهني مرتدین غواړي په مکمله توګه په افغان ملت روحاني، ذهني، فکري، کلتوري، اجتماعي او علمي ځان وژنه وکړي او بس.


دغه کسان  چي د خپل خوى او هوس او لوېديځ سره د افراطي ميني او د خپلو بادارانو (غربيانو)  په وړاندي ئې ديني غيرت، قومي قوت، افغاني شخصيت، نارينوي شجاعت  او شهامت لاسه ورکړی لاهم ځانونه مصلح، روشنفکره، صالح په ټولنه کي سمون راوستونکي، د افراطيت له منځه وړونکي او صالح انسانان بولي. مخلص مومنان، افراطيان، بې عقلان، ناپوهان او بې علمه ګڼي،  الله جل جلاله د دوى په اړه فرمايي: 


وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا كَمَا آمَنَ النَّاسُ قَالُوا أَنُؤْمِنُ كَمَا آمَنَ السُّفَهَاءُ أَلَا إِنَّهُمْ هُمُ السُّفَهَاءُ وَلَكِنْ لَا يَعْلَمُونَ. ( البقره: ١٣ ايات)
او كله چي ورته وويل سي: د دغو خلكو په څېر ايمان راوړئ، وايي: آيا د دغو كمعقلو په څېر ايمان راوړو؟! خبردار اوسئ چي همدا دوى په خپله كمعقله دي، خو (پخپله ناپوهي) نه پوهېږي. 


دوى حق ته د باطل جامه د ناپوهۍ او سرټمبګۍ په وجه نه، بلکي د غرض او مرض او د خپلو  بادارانو څخه د څه د ترلاسه  کولو په وجه وراغوندي.


 که په اسلامي او افغاني ټولني کي څو کاله لا نور هم د دا ډول ذهني مفسدینو هڅي دوام وکړي او موږ  ئې په وړاندي چپ او داسي بي وسه پاته سو نو ليري نه ده، چي د غرب ګنده او پرې وتى کلتور او تمدن به مو دروازې د نابللي مېلمه  په څېر ماتي کړي او د نابللي مېلمه په څېر به د کور او خوني  په پاى کي ځاى ونسي.


په کار خو داده چي د همدې وضعيت  سم درک وکړو، د دغه ډول ذهني او فکري انحراف په اړه اولس ته معلومات  ورکړو، د دوى غلامي څېرې بربنډي کړو،  هغه خپلي ژبي چي پردۍ خبري کوي، چپ کړو، هغه خپلي خولې چي د بل په صفت  خلاصيږي وتړو، هغه خپل قلمونه چي د بل په ستاينه پورته کيږي اصلاح کړو او هغه خپلي ګوتي چي د بل په ملاتړ خوڅيږي سمي کړو.


په کار خو دا ده، چي د دغو ذهني مفسدینو او په دوی کي ذهني مرتدینو اخلاقي، روحاني او ټولنيز امراض او جرايم، منافقت، ناپوهي، بې حيايي، زيان، بې وفايي او خاينتوب ئې  اولس ته ښکاره کړو.


په کار خودا ده، چي د دغو ذهني او فکري ناروغانو او منحرفینو  په اړه خاصو او عامو ته صحيح  اسلامي، سياسي، فرهنګي، اجتماعي، علمي او ښوونيز شعور ورکړو.


په کار خودا ده، چي د دوى د دې ډول ناوړه او بي ځايه افواهاتو، تکذيبونو، کاذيبو خبرو، کړنو او کارونو په مقابل کي د خلکو توجه د دوى په وړاندي د خبرو، ويناوو، ليکنو او بحثونو  له لاري را واړ وو. 


 په کار خودا ده، چي خلک د دين په مطلب، احکامو، ښېګڼو، اخلاقو، ښه توب او نړۍ والتوب وپوهو، د دنيا دارۍ او مادياتو د مردار ډنډ څخه ئې راپورته کړو، د غفلت له درانه خوب څخه ئې ويښ کړو او د خداى پالني، اولس پالني او هيواد پالني په روښانه او راڼه  سمندر کي ئې غوټه کړو.


په کارخو دا ده، چي د دوى د دنيا غوښتني او نس ډکوني، د پانګي او شتمنۍ د نه مړېدني، د مادي لوږي او تندي او دولت او عزت ترلاسه کووني طوفاني څپې په نطفه کي خنثاء کړو او په مقابل کي ئې پر خداى پېژندني، دين پيژندني او انسانيت پالني باندي کار وکړو.


په کار خود اده، چي د دين پالني، ساتني او روزني په پار د بې دينه ( سيکولرانو) لاسونه، ذهنونه،  فکرونه او اندونه له علمي سياسي، فرهنګي، کلتوري، اجتماعي،  ښوونيزو او څېړنيزو، ځايونو څخه لنډ سي او پر ځای ئې خداى پال، دین پال، اولس پال او هيودا پال کسان ځای کړل سي.


په کار خودا ده، چي د مسلمانانو قومونو د عقايدو، ارزښتونو، اهدافو او  اړتياوو سره سم او له فکري، ذهني، علمي، فلسفي، کلتوري، اجتماعي او ښوونيزو معيارونو په نظر کي نيولو او چاپيريال ته په کتو داسي ليکني، خپروني، ويناوي او نور ورته مسایل وړاندي سي، چي د روحاني او اخلاقي ارزښتونو د بغاوت جذبه ئې په نطفه کي خنثاء کړي او اخرت غوښتنه، تقوا خپلونه او انسانيت پالنه ئې ځاى ونيسي.


په کار خو دا ده، چي هغه ساده زړي، بې ژبي، بي علمه، بي فکر او بې ذهنه  وګړي، چي د ښه او بد، حلال او حرام، مفيد او مضر، روا او ناروا ترمنځ  توپير نه سي کولاى (چي دغو ذهني مفسدینو او ذهني مرتدينو  د ميږو او اوزو/ بوزو په څېر ترمخه کړي، چي کوم لوري  ته ئې بيا يي په پټه خوله  ورسره ځي) وپوهول سي، هويت، ازادي، خپلواکي او ذهني استقلال وروښوول سي، د مجتهدانه فکر او ذهن په اهميت پوه  کړل سي. 


په  کار خودا ده، چي له وړکتونه بيا تر پوهنتونه، له کوره بیا تر دفتره د اسلامي او افغاني ژوند چاپيريال منځته راوړل سي، د استادانو، محصلینو، شاګردانو ، مامورينو او عامه خلکو د صالحو ذهنونو او فکرونو د جوړولو لپاره خاصه او جدي پاملرنه وسي، د سيرت، صورت، ذهنيت او اخلاقيت د ساتني، جوړوني، سموني او روزني لپاره  يوازي اسلام تر مدرسي، مسجد او عبادت ځای پوري محدود نه سي اونه هم يوازي د انسانانو په ضمير کي پاته سي، بلکي هر ځاى او هر چيري ( په ټوله ژوندانه کي) له دوى سره و اوسي. 


په کار خو دا ده، چي د دغه ډول حالاتو او ذهني انحراف او ارتداد د تخريبي، شکمنو او غيره اسلامي او پښتني کړنو د مخنيوي لپاره مسلمان څېړونکي، ليکوالان، د قلم څښتنان او د دين خواخوږي قلم راپورته کړي، د دغو پلورل سوو څېرو له کمزوريو، بدبينيو، بد اخلاقيو او عیبونو څخه ټولنه پاکه او ملت  خبر کړي، د دغو کسانو غلطياني له اسلام او اسلامي ټولني سره کسالت او بدي په ګوته او رسوا کړل سي او دا هم وښوول سي، چي دا د اسلامي امت پر خلاف څونده ژور او خطرناک سازمان، ټولنه او دسیسه ده. 


په کار خودا ده، چي پرته له کومي مادي غوښتني او په مخلصانه توګه نوې باسواده طبقه او ناخبره مسلمان ځوانان، چي نه عصري پوهه لري او نه ديني، له دين او علم سره اشناء کړل سي، د هغوى له ذهنونو څخه هغه شکونه او شبهات  ليري کړل سي، چي د مزدور او پرديپالو له خوا ورسره لاس و ګرېوان او په کشمکش کي  دي.


په کار خو دا ده، چي  د اسلام ماهیت، اهمیت، سترتوب او نړۍ والتوب، چي د پولادو په څېر کلک او د وريښمو په څېر نرم دئ، د حقايقو، مسائلو او د وخت د نوو غوښتونو په پام کي نیولو سره، په صحیح طریقه چي خپله سينه د هر ډول علومو، مسائلو، نوښتونو او غوښتونو ته خلاصوي، چي نه دين ته، نه  اسلام ته، نه ټولني ته او نه هم هيواد ته کوم  ضرر رسوي او په ټولنيز، سياسي، ښوونيز او اخلاقي نظام کي مثبت بدلون راولي، عامو او خاصو ته وړاندي کړو. 

 

سرته