تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
صدقه!
 
  October 2, 2014
  0

په حديث شريف کي راغلي دي چي د انسان په بدن کي ۳۶۰ بندونه دي، نو په همدې خاطر ضروري ده چي هره ورځ د هر بند له طرفه يوه صدقه ورکول سي، صحابه کرامو رضي الله عنهم  عرض وکړي چي اې د الله جل جلاله  رسوله صلی الله علیه وسلم  ! ددې توان څوک لري چي هره ورځ ۳۶۰ صدقې ورکړي؟ نبي کريم صلی الله علیه وسلم وفرمايل:


په مسجد کي توف سوي ناړي ښخول (خاوري پر اړول يا پاکول) صدقه ده .

همداسي يې په بيلابيلو احاديثو کي زيات اعمال په صدقه معرفي کړي دي :

  • د لاري څخه ضرر رسونکي شيان ليري کول صدقه ده. 
  • د څاښت دوه رکعته نفل د ټولو لپاره قایم مقامه ګرځي؛ځکه چي په لمانځه کي د الله جل جلاله د عبادت لپاره هر بند ته حرکت ورکول کیږي. 
  • د دوو نفرو ترمنځ انصاف کول هم صدقه ده. 
  • د يو چا سره د هغه پر سپرلۍ باندي په سپرېدو کي مرسته کول صدقه ده.
  • سپاره شخص ته سامان ورپورته کول صدقه ده.
  • لا اله الا الله محمد رسول الله ويل صدقه ده.
  • هر هغه قدم چي د لمانځه لپاره اخيستل کيږي هغه صدقه ده.
  • يو لار ورکي ته صحيح لاره ښوول صدقه ده.
  • هره روژه صدقه ده،حج صدقه ده. 
  • سبحان الله، الحمد لله او الله اکبر ويل صدقه ده ،په لاره تيرېدلو کي يو چا ته سلام ويل صدقه ده
  • په نيکۍ امر کول صدقه ده،
  • د بدۍ څخه منع کول صدقه د،
  •  پر خپلي کورنۍ خرڅ کول لويه صدقه ده.
  • د کمزورو کسانو سره همکاري کول صدقه ده. 
  • هره نيکي که څه هم په نظر کوچنۍ وي مګر په ثواب کي د صدقې برابره ده. 
  • د يو ناتوان کس د تعليم مصارف په غاړه اخیستل صدقه ده. 
  • د مسلمان ورور سره په ورین تندي مخامخ کېدل صدقه ده. 
  • يو چا ته ديني مسئله بيانول يا ور ښوول صدقه ده. 
غرض دا چي هره نيکي صدقه ده مګر ددې تاثير هغه وخت ليدل کيږي کله چي بنده خپل پر ذمه حقوق او فرائض ادا کړي او خپله معامله د الله جل جلاله سره صحيح کړي؛ ددې څخه ماسوا نيکي خپل برکتونه نسي ښکاره کولای.
 
په پورته نیکیو کي د وزن او تاثير پيدا کولو لپاره ضروري ده چي موږ د الله جل جلاله  د هري نافرمانۍ څخه ځان وساتو.  (مأخذ: آج کا سبق )
 
د تعلیم الاسلام مجلې ۱۲ ګڼې څخه
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته