تازه سرليکونه
د (معاصر علماء) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په خيرالقرون او ما بعد کي موجود فقهي مجالس
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 9, 2019
  0
ليکنه: مفتي حسين احمد حامد غفرله الواحد، نائب الرئیس : مجلس علماء الاحناف، ويش، بولدک ، کندهار
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه
 
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمدلله الذي هدْنا لهْذا وماکنا لنهتدي لو لا ان هدْنا الله ، وأصلي  وأسلم علی سيدنا محمد صلوات الله عليه المهدي الی البشرية کافة  الذي نجتمع اليوم لاقتفاء خطاه والبحث عن حلول  لمشاکلنا المعاصرة في ضوء الشريعة السمحة التي جاء بها- 
 
 
قال الله تعالی: وَأَنزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ. ( الآية )
 
 
وقال عليه السلام : شاوروا الفقهاء والعابدين ، ولا تمضوا فيه رأي خاصة " .شاوروا الفقهاء والعابدين ، ولا تمضوا فيه رأي خاصة " . (رواه الطبراني)
 
پر دې حقيقت زموږ او ستاسي بلکي د هر مؤمن ايمان دی، چي اسلام يو ابدي ، جاوداني ، کامل او تل پاتۍ دين دی، رب لايزال ددې نعمت انتخاب او ددې دين د بشپړوالي شهادت داسي ورکوي :
 
الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينًا. (الاية)
 
دې حقيقت او دې فضيلت ته په کتلو سره يو يهودي عالم په دير تأسف سره امير المومنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ته وائي: يا امير المومنين : آية تقرؤنها في کتابکم ، لو انزل علينا معشر اليهود لاتخذنا ذلک اليوم عيدا-
 
قرآنکريم آخرنۍ وحي الْهي او نبي عليه السلام د خداي جل وعلی را استول سوي آخرنی نبي او پېغمبر دی. 
أَنَا خَاتَمُ النَّبَيِّينَ، لا نَبِيَّ بَعْدِي (الحدیث)
 
د اسلامي قانون مرجع هم دغه کتاب الله او سنت الرسول صلي الله عليه وسلم دی ، ليکن دا هم يو مسلمه حقيقت دی، چي هر دور او زمانه د ځان سره بيلا بيلي او متنوعي پوښتني او شبهاتي راوړي، کوم چي د انساني ژوند د مختلفو برخو سره تړاو لري، د هر نوي سوال جواب په کتاب الله او سنت الرسول کي هر چا ته نه ښکاري ، ښکاره خبره ده ، چي قرآن کريم د (تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ) په مصداق د هر سوال جواب او د هري شبهې دفعه او حل لري ، ليکن دا چي کلام الله پر اصولو او کلياتو باندي حاوي دی ، د هغو تشريح په سنت الرسول سره کيږي ، او د جزئیاتو او د مسائلو د استنباط لپاره د قياس او پرته له اجتهاده بل کوم سبيل نسته ، په موجوده عصر کي د اجتهاد د شرائطو موجود کېدل نه دا چي مشکل دي ، بلکه ناممکنه دي ، نو بيا خو دا سوال پېدا کيږي ، چي د عصر او د زمانې مطابق هغه نوي او جديد مسائل کوم چي د حوادثو او د نوازلو د قبيل څخه وي ، دداسي مسائلو حل او جواب بايد څنګه او د کومه وي؟ 
 
د نن په حالاتو کي فرد واحد ته دا مسئوليت ور درغاړي کول مناسبه ندی، ليکن د جيدو علماء کرامو او د اصحاب الرأي او نظر يو داسي ټولنه کوم چي د دين اړوند د اړينو علومو څخه برخمن وي ، او بشپړه مهارت ولري، او د دوی نظر د زمانه حال پر ټولو ضرورياتو او د ملک ، هيواد پر تمدني او ثقافتي اړخو باندي حاوي وي ، او همداسي پر جديد معاملاتو باندي لازمه آګاهي ولري ، داسي اجتماع او ټولنه ان شاء الله العزيز کولای سي چي د داسي عصري مشکلاتو حل او د جديدو مسائلو استخراج د قرآن اوحديث او د فقهاء کرامو د اقوالو په رڼا کي تر لاسه کړي،  او داسي اجتماع رامېنځته کول کوم نوښت يا نوی بدعت ندی ، بلکه د خيرالقرون څخه نيولې په هر دور کي داسي مجالس شتون درلودلی دی ، چي بيلګي ئې په لاندي ډول سره دي:
 
په خیرالقرون کي فقهي مجالس
د خليفه ثاني امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضي الله عنه د خلافت او امارت په زمانه کي کله چي د اسلامي حکومت د ائره د عربو څخه وه نورو هيوادو ته وغځېدل، او د اسلام بيرغ پداسي ممالکو کي رپاند سو ، د کومو هيوادو چي عرف وعادت ، تهذيب او تمدن او جغرافيائي حالات د عربو څخه  ډیر بدلون او توپیر درلود ، له همدې کبله ډير ځلي به نوي مسائلي رامينځته کېدلې ، او خپله د عربو تمدن د حکومت د قيام او د مال او د دولت د ډيرښت لکبله  او د نورو ممالکو او اقوامو سره د اختلاط  لکبله مخ پر ترقي او پر عروج باندي ؤ ، چي لکبله ئې حوادث او نوازل رامينځته کېدل ، په همدې حالاتو کي د صحابه کرامو دوو ډلو مجالس رامینځ ته کړل ، يو مجلس خو خپله امير المؤمنين حضرت عمر فاروق رضی الله عنه مرتب کړی ، چي خپله امير المؤمنين او همدارنګه حضرت زيد بن ثابت او حضرت عبدالله بن مسعود رضی الله عنهم ګډون پکښي درلود ، دويم مجلس حضرت علي کرم الله وجهه  د حضرت ابی بن کعب او د حضرت  ابو موسی اشعري رضي الله عنهم  په رفاقت او معيت  سره  رامينځته کړی.
 
په آلاثار لامام محمد رحمه الله کي راځي:     
كان ستة من اصحاب النبي صلی الله علیه وسلم يتذاكرون الفقه بينهم ، علي ، ابی وابو موسی عليحدة. عمر، زيد وابن مسعود عليحدة.( اثار لامام محمد بحواله تذکرة اعظم صـ ۱۱ )
 
نوموړو دواړو مجالسو هغه دندي ترسره کولې د کومو چي نن ضرورت دی ، د صحابه کرامو په ډله کي داسي صحابه کرام رضی الله عنهم موجوده وه ، کومو چي به خلګو ته مسائلي بيانولې او په ديني امورو کي به ئې فتواوي ورکولې ، ليکن کله چي به داسي مسئلې را څرګندي سوې، چي ظاهرا به قرآن او حديث ساکت وه ، نو پر داسي مسائلو باندي ذکر سوي مجالسو بحث او مباحثه، غور او فکر کاوه ، او وروسته له متفق کېدو به ئې د مسئلې او فېصلې ابلاغ او اعلان کاوی.
 
د صحابه کرامو په اتباع کي د تابعينو په زمانه کي د مدينې منورې د فقهاء سبعه ؤ تذکره په تهذيب التهذيب کي موندل کيږي، د همدې اوو فقهاء کرامو په وړاندي به عميقي مسائلي  وړاندي کېدلې او د بحث او مناقشې وروسته به د فېصلې اعلان کيدی. د مدينې د قاضي په وړاندي به چي کله يو نا اشنا او غير معروفه دوسيه وړاندي سول ، نو هغه صورتحال او صورت مسئله به د فقهاء سبعه ؤ سره شريکیدل ، ترڅو پوري چي به دغه فقهاء کرامو خپل اند او نظر وړاندي کړی  نه وو ، تر هغو پوري قاضي پريکړه نسوای صادرولای، علامه ابن حجر عسقلاني رحمه الله ليکي:
 
عن ابن المبارك كان فقهاء أهل المدينة سبعة فذكره فيهم. قال وكانوا إذا جاءتهم المسألة دخلوا فيها جميعا فنظروا فيها ولا يقضي القاضي حتى يرفع إليهم فينظرون فيها  فيصدرون. ( تهذيب التهذيب في تذکرة عبد الله بن سالم )
 
مجتهد اعظم، صاحب المذهب الغراء ابو حنيفة رحمه الله هم د اسلامي فقهي د تدوين دغه ستر خدمت يواځي او يک تنها ندی کړی ، د الجواهر المضيئة او د جامع المسانيد او دداسي نورو کتابو څخه معلوميږي ، چي امام اعظم رحمه الله د اسلامي فقهي ‌ ډيره برخه  د خپل با استعداده او باکماله شاګردانو د مجلس په کومک او تأئيد سره مرتب کول ، امام صاحب رحمه الله به فقهي مسائل د خپلو شاګردانو و مجلس ته وړاندي کړې، نو پر هغه باندي به طويل طويل هر اړخيز بحثونه وسوه ، د بحث او مناقشې وروسته که به دغه مجلس د مسئلې پر يو خاص صورت او اړخ باندي سره متفق سو، نو هم هغه مسائل به قلمبنده کيدې، او دا مسئلې به اعلانېدې، او که چيري به اتفاق نه راغلی ، نو د هر يو ه نظر به بيل بيل بيا ليکل کيدی. (الجواهر المضيئة: ج۱ \۱۲۰  وجامع المسانيد ج۱ \۳۳ )
 
مولانا عبدالحی رحمه الله  په عمدة الرعاية کي ليکي، چي دغه  مجلس پر مشهورو مجتهدينو علماوو او متقدمينو فضلاوو باندي مشتمل وو، او بيا ددې مجلس د ټولو اراکينو او اعضاوو په نومو يادولو سره به وضاحت کیدی ، چي کوم یو په کوم کوم فن کي ممتازه دی ، نو ځکه مشهوره محدث وکيع بن جراح رحمه الله به ویل : د امام اعظم رحمه الله په کارو کي به څنګه سهوي او غلطياني پاته کېدلې، چي کله دده سره د اسلامي فقهي په تدوين کي امام ابو يوسف رحمه الله غوندي د قیاس او د اجهاد ماهر ورسره وي ، چي د يحی بن زکريا بن زائدة او حفص بن غياث غوندي د فنِ حديث ماهرين یې ملګري وي ، او د قاسم بن معين غوندي د عربيت او د لغت ماهره ورسره شريک وي. 
 
فقهي مجالس تر خیرالقرون وروسته
د خير القرون څخه وروسته د داسي فقهي مجالسو اوغونډو ښه نظير فتاوی هندية المعروفة بالعالمګيرية ده ، چي د وخت د پاچا ارواښاد اورنګزيب عالمګير په امر سره يو ډله علماء کرامو چي په رأس کي یې شیخ نظام وو ، د علماوو دغه ټولني د حنفي مذهب د مسائلو غورچاڼ وکړي ، او د هر باب هغه مفتی به مسائلي ئې  پر فقهي ابوابو مرتبي کړې ، او د (فتاوی هندیه) په نامه سره طبع او مقبول عام وګرځيدې. همدارنګه قريب قريب و دغه زمان ته د دولت عثمانية په دور او اقتدار کي د دوی د يو حکمران په امر سره څو جيدو علماء کرامو په معاملاتو ، دعاوي او خصوماتو کي يو لا نظيره کتاب چي مشتمل پر کلياتو ، مادو او اصولو باندي دی ، په نامه سره د ( المجلة  للاحکام العدلية) مرتب او طبعه کړی.
 
د ديوبند په اکابرينو کي د صاحب بذل المجهود علامه خليل احمد سهارنپوري رحمه الله او حکيم الامة مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله او نورو اکابرينو ترمينځ پر بعضي مسائلو باندي  نشیت وبرخاست او مکاتبت له همدې قبيل څخه وو ، په همسايه ملک پاکستان کي تقريبا نيمه پیړۍ وړاندي د مولانا محمديوسف بنوري ، مفتي محمد شفيع دیوبندي، مولانا رشيد احمد لدهيانوي ، مولانا خير محمد جالندهري رحمهم الله او نورو علماء کرامو تر مينځ د (مجلس تحقيقات مسائل حاضره) په عنوان  سره فقهي مجلس منعقده کیدی ،چي بيلګي ئې په احسن الفتاوی کي ليدل کیږي.
 
همداسي په دې ورستيو کي په هند کي د مولانا مجاهد الاسلام قاسمي صاحب تر نظارت لاندي د (مجمع الفقه الاسلامي) په نامه سره ستر فقهي مجلس منعقد او قائم دی ، نه دا چي صرف د هند علماء کرام ګډون پکښي کوي ، بلکه د پاکستان څخه هم  ډير علماء کرام لکه حضرت مفتي محمد تقي عثماني صاب او مفتي محمد رفيع عثماني صاب دام حياتهم ګډون پکښي لري ، چي تحقيقات ئې قريب قريب ۴۵ ټوکو ته رسيدلي او طبعه سويدي، همداسی په نړیواله سطحه په سعودي عربستان کي د (مجمع الفقه الاسلامي الدولي) په نامه شتون لري چي په جده ښار کي یې مرکزي مجلس منعقد کيږي، چي يو زمان شيخ ابوالحسن علي الندوي او مفتي محمد تقي عثماني هم ګډون پکښي درلودی. 
 
ددې امثله د وړاندي کېدو څخه غرض دا دی ، چي په هر عصر او زمان کي د امت علماؤ ددې ضرورت او ارزښت درک کړی او داسي مجالس یې منعقده کړي دي ، او د داسي مجالسو قيام د نبي کریم عليه الصلة والسلام د يو ارشاد مبارک تعميل دی ، چي معجم طبراني روايت کړيدی او علامه هيثمي رحمه الله په مجموع الفوائد کي رانقل کړيدی، حضرت علي کرم الله وجهه فرمائي چي ما د نبي عليه السلام څخه پوښتنه وکړه:
 
وعن علي قال : قلت : يا رسول الله ، إن نزل بنا أمر ليس فيه بيان أمر ولا نهي ، فما تأمرني ؟ قال : " شاوروا الفقهاء والعابدين ، ولا تمضوا فيه رأي خاصة " .
 
همدا د نبي کریم عليه السلام هغه لارښود ارشاد مبارک دی چي تر قيامته پوري د هر ډول نوي او جديدو مسائلو د حل لاره راته ښيي. پدې ډول چي په آخري وخت کي کله چي د اجتهاد مطلق تصور مفقود سي ، نو پدغه وخت کي د نوي مسائلو د حل لپاره يوه لاره ده هغه دا چي فقهآء عابدين را غونډ کړل سي او يو اجتماعي فقهي مجلس قائم کړل سي.  
 
نو حضرات علمآء کرامو!
زموږ د فقهي مجلس (مجلس علماء الاحناف لتعيين اقوال ائمة الاحناف) چي د کندهار په بولدک ولسوالۍ کي قایمیږي، د يو مرکزي فقهي مجلس د قيام او انعقاد پوره تأئید او تحسين کوي او خپله  ملګرتيا څرګندوي او په هر ميدان کي ئې ان شاء الله العزيز ملاتړ کوي. ددې مجلس خبرتیا دلته لوستلای سی: بشارت
 

سرته