تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
سیرت:د رسول الله ﷺ رضعي قریبان اود سینې څیري کیدل
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  October 3, 2018
  0

نبوي سیرت (۳۶ برخه)


لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

حليمه وايي: د محمّد صلی الله علیه وسلم  جسم او بدن نسبت و نورو کوچنيانو ته مخالفه وَدَه او پرورښت کاوه، د عمر يې دوه کاله لا نه وه پوره سوي داسي معلومېدى لکه د پنځو شپږو کالو هلک، صحت او عافيت يې کامل او سالم وه، په خبرو کي يې فصاحت ؤ، خبري يې سمي او پوره کولې، کوم وخت چي د ده صلی الله علیه وسلم  دوه کاله پوره سوه مور ته مو ور وستى او  عادت هم دا ؤ چي داييګانو به هلکان پسله دوو کلو خپل مور او پلار ته ور وستل، خو ځينو پلرو به د دوهم وار دپاره بيا دغه کوچنئ و دايي ته ورکړی چي څه موده دي نوره هم په صحراء کي تېره کړي او  ځينو خلكو به پر دغه دوو کلو بس کړل، اوس حليمې هم محمّد صلی الله علیه وسلم  و مکې مکرمې او خپلي مور ته راوستى، خو کوښښ کوي چي بيرته يې د ځانه سره بوزي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مور آمنه ورته وايي: بسته دلې دي وي او حليمه ورته وايي: دلته ګرمي ده مرضونه  دي، دئ تر اوسه ښه نه دى لوى سوى څه موده به يې نور هم را سره بوزم. حليمه وايي: موږ دا کوښښ کاوه چي محمّد صلی الله علیه وسلم  بيرته را سره بوزو، ځکه موږ په ده کي هغه ذکر سوي برکتونه ليدلي وه، څو په آخر کي مو د محمّد صلی الله علیه وسلم  مور راضي کړه  چي محمّد صلی الله علیه وسلم  بيا را سره بوزو او  دوهم وار مو بيا بني سعد ته راوستى.

 

دلته به ستاسي د معلوماتو د زيات والي د پاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رضاعت، رضعي وروڼه او رضعي خوندي در وښوول سي،


اول: هغه څوک چي و رسـول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې پسله د ده د مور څخه تئ ورکړى دى هغه (ثُوَيبه) ده چي د ابولهب آزاده سوې مينځه وه، هغې د خپل زوى سره چي مسروح نومېدى تئ ورکړى او  دغه ثويبې تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مخه و حمزه رضی الله عنه  ته هم تئ ورکړى ؤ، په دې حساب حمزه رضی الله عنه  چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  اکا ؤ رضعي ورور يې هم سو او  دغه ثويبې په وروسته کي و ابوسلمه رضی الله عنه  ته هم تئ ورکړى دى، نو ابوسلمه رضی الله عنه  هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم  رضعي ورور دى او  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  هغه رضعي وروڼه يا خوندي چي د حليمې او حارث اولادونه وه داسي دي: عبدالله بن حارث، انيسه بنت حارث، حُذافه بنت حارث چي په شيما سره مشهوره ده او  دغه حليمه د ابوسفيان بن حارث بن عبدالمطلب دايي هم وه، چي ابوسفيان بن حارث د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د اکا زوى ؤ او رضعي ورور يې هم سو، هم دارنګه حليمه السعديه وحمزه رضی الله عنه  ته هم تئ ورکړى دى، چي حمزه رضی الله عنه  د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دوو طرفو رضعي ورور سو، يو د ثُويبه د طرفه او بل د حليمه السعديه د طرفه.  (اوس به بيرته خپلي قصې ته راسو)

 

حليمه وايي: د محمّد صلی الله علیه وسلم  تر دوهم وار را وستلو څه موده وروسته د محمّد صلی الله علیه وسلم  د تي يا رضعي ورور وارخطا او په ځغستا خپلي مور او پلار ته راغلى او  ويل يې: هغه زما قريشي ورور بېريږي، دوى ورته ويل: څه ورته پيښه ده؟ هلک ويل: دوه نفره چي سپين کالي يې اغوستي وه راغله او محمّد صلی الله علیه وسلم  يې بې سده کړى، حليمه او حارث د دې خبر په اورېدلو سره ډېر وبېرېدل او  د محمّد صلی الله علیه وسلم  و طرف ته په تلوار او وارخطايي سره ورغله، که ګوري د محمّد صلی الله علیه وسلم  د مخ رنګ بل قسم اوښتى دى، دوى ورته ويل: څه درته پېښه ده؟ محمّد صلی الله علیه وسلم  و ويل: دوه نفره چي سپين کالي يې اغوستي وه راغله زه يې و وهلم او پر مځکه ولوېدم، بيا يې زما ځيګر را څيري کړی او زما زړه يې راوايستى.  

 

 د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه په صحي حديث کي هغه چي امام مسلم يې روايتوي د انس رضی الله عنه  څخه روايت دى وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کوچنيانو سره لوبي کولې چي جبريل علیه السلام  ورته راغلى، دئ صلی الله علیه وسلم  يې واخستى او بې سده يې کړى او  د ده صلی الله علیه وسلم  سينه يې ور څيري کړه او  زړه يې را وايستى او  د هغه څخه يې يوه ټوټه ايسته کړل او ويل: دا ستا څخه د  شيطان برخه ده، بيا يې دغه زما زړه د سرو زرو په طشت کي د زَمزَم په اوبو پريولى او  بيا يې بيرته د ده صلی الله علیه وسلم  زړه په هغه خپل ځاى کي کښېښاوه اوسينه  يې ور وګنډل او  کوچنيان د ده صلی الله علیه وسلم  و مور يعني: دايي ته په ځغستا ورغله چي محمّد صلی الله علیه وسلم  و وژل سو، دوى ژر هلته ورغله او وې ليده چي د ده صلی الله علیه وسلم  د رنګ بڼه اوښتې ده، د دغه حديث شريف لفظ داسي دى: 


» عَن اَنَسٍ اَنّ رسولَ اللهِ صلی الله علیه وسلم  اَتَاهُ جِبريلُ و هوَ يَلعَبُ مَعَ الغِلمانِ، فَاَخَذَهُ وَ صَرَعَهُ  فَشَقّ عَن قَلبِهِ، فَاستَخرَجَ القَلبَ فَاستَخرَجَ مِنهُ عَلَقَةً، فَقَالَ هذَا حَظّ الشّيطَانِ مِنکَ، ثُم غَسَلَهُ فِى طَستٍ مِن ذَهَبٍ بِمَاءِ زَمزَم ثُمَ لاَ مَهُ ثُمَ اَعَادَهُ اِلى مَکَانِه ِ، وَ جَاءَ الغِلمان يَسعَونَ إلْى اُمِّهِ ـ يعني ظِئرِهِ فَقَالُوا اِنَّ محمّداً قَد قُتِلَ، فَاستَقبَلُوهُ وَهُوَ مُنتَقِعُ اللَونِ« رواه مسلم. 

 

دلته د دغي واقعې په ليدلو حليمه ډيره وبېرېدل او خپل ميړه حارث ته يې و ويل: ښایي دغه نفر د پېرانانو څخه وي موږ بايد دغه هلک د مخه تر دې چي څه ورته پېښه سي و خپلي مورته ور ولو، نو يې محمّدﷺ مکې مکرمې او خپلي مور ته ور وستى، ويل دا دى ستا زوى مو جوړ روغ، صحي او سالم  درته را وستى، د ده مور په تعجب کي سوه ويل: سبب څه دى چي را مو وستى؟ تاسي خو په هغه بل وار ډير کوښښ کاوه چي در سره بو يې زى او اوس مو په خپله را وستى؟ حليمې ويل: نه ويل کيږي د دنيا ښې او بدي دي سبا به يو تکليف ورته پېښ سوی وي او ته به موږ ملامتوې خو اوس مو دا دی صحي سالم درته را وستى، آمنې و ويل: يا يو سبب سته او حال به را ته واياست، حليمه آخر مجبوره سوه او د هغه نفر قصه يې ورته وکړه، آمنې و ويل: تاسي پر ده د جن څخه و بېرېدلاست؟ دوى ويل: هو، آمنې ويل: يا! هيڅکله و ده ته جن نه سي ور رسېدلاى ځکه ما د ده د ولادت پـه وخت کي خـوب وليدى چي يو څوک راته وايي: و وايـه (اُعِيذُکَ بِاللهِ الوَاحد، مِن شرِّکلِ حاسِد) قسم دى چي و ده  ته جن او شيطان نه سي ور رسېدلاى. 

 

خير حليمه بيرته و بني سعد ته ولاړل او  محمّد صلی الله علیه وسلم  د خپلي مور سره پاته سو.

 

نور بیا...


ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند
 

سرته