تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د حرم شریف خطبه: د امت د امن او الهي نصرت اسباب
  تعلیم الاسلام
  June 19, 2018
  0

د مسجد نبوي د حرم دوهمه خطبه

أحمدُ ربي وأشكرُه، وأشهدُ أن لا إله إلا الله وحدهُ لا شَريكَ له، وأشهدُ أن محمدًا عبدُه ورسولُه، اللهم صلِّ وسلِّم وبارِك عليه وعلى آله وأصحابِه. أما بعد!

 
اې مسلمانانو!
 
اسلامي امت د عزت او قوت هغه اسباب لري، چي له نورو سره نسته، همدارنګه د پرمختګ او خوشحالۍ هغه وسائل ورسره دي، چي نور یې نه لري، او د اسلامي امت تېر تاریخ پر دې خبري شاهد او دلیل دی، خو بیا هم دا هر څه په خپل شرط پوري تړلي دي، الله تعالی فرمايي:
 
﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُرْكُمْ وَيُثَبِّتْ أَقْدَامَكُمْ﴾ [محمد: ۷]
ژباړه: اې مومنانو! که چېري تاسي د الله تعالی ( د دین، کتاب او لاري) نصرت او مرسته وکړی، هغه به ستاسي نصرت او مرسته وکړي، او ستاسي قدمونه به کلک کړي.
 
د الله تعالی له لوري د دې نبوي امت د ساتني او مرستي لپاره شرط دا دی، چي دوی به د الله په شریعت عمل کوي، د هغه اطاعت به کوي، او له حرامو کارونو څخه به ځانونه ژغوري، الله تعالی فرمايي:
 
﴿إِنَّ اللَّهَ يُدَافِعُ عَنِ الَّذِينَ آمَنُوا﴾ [الحج: ۳۸]
 ژباړه: یقینا الله تعالی له مومنانو دفاع او ساتنه یې کوي.
 
په بل قراءت کي د (یدافع) پر ځای (یدفع) راغلي دي.
 
او په صحیح حدیث کي راغلي دي: ته د الله تعالی (د دین او احکامو) ساتنه او پابندي وکړه، الله تعالی به تا وساتي.
 
د دې امت ټولنیز امن، آرامي او پراخي په ایمان او اسلام او د هغو په لوازمو او حقوقو پوري تړلې ده، نه یوازي په خولې سره، بلکي په عقیده، خوله او عمل ټولو سره، الله تعالی فرمايي:
 
﴿الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُم بِظُلْمٍ أُولَئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُم مُّهْتَدُونَ﴾ [الأنعام: ۸۲]
ژباړه: هغه ایمان راوړونکي چي له خپل ایمان سره یې ظلم او زیاتی نه وي ګډ کړی، همدوی د امن وړتیا لري، او همدوی د هدایت پر لار برابر دي.
 
ابن القیم رحمه الله ویلي دي: د محمدي امت قوت او پر دښمن غلبه د هغوی د ایمان، د ایمان د حقیقت او مسئولیتونو او واجباتو د عملي کولو په اندازه وي.
 
الله تعالی فرمايي: ﴿وَلَا تَهِنُوا وَلَا تَحْزَنُوا وَأَنتُمُ الْأَعْلَوْنَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ﴾ [آل عمران: ۱۳۹]
ژباړه: تاسي سستي، کمزوري او غم مه کوئ، که چېري تاسي مومنان یاست، نو همدا تاسي به اوچت او لوړ یاست.
 
او په بل آیت کي فرمايي: ﴿وَإِنَّ جُندَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ﴾ [الصافات: ۱۷۳]
ژباړه: او زموږ لښکر همدوی غالبه دي.
 
الله تعالی فرمايي: ﴿يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُم مِّنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ﴾ [التوبة: ۱۲۳]
ژباړه: اې مومنانو! هغه کفار چي درته نژدې دي، له هغوی سره جګړه وکړئ، او په هغوی باندي خپله سختي او شدت ووینئ، او پوه سئ، چي الله تعالی د متقیانو مل او ملګری دی.
 
ابن کثیر رحمه الله د دې آیت په تفسیر کي خورا خوندوره خبره کړې ده، هغه وايي: کله چي د اسلامي حاکمانو څخه یو حاکم د الله تعالی د امرونو اطاعت وکړي، او بیا پر الله تعالی توکل وکړي، الله تعالی به ډېر ځایونه ورته فتح کړي، نو د ده د اطاعت او الله تعالی ته د نژدې والي په اندازه به د ده دښمن ورڅخه لیري وي، او ورڅخه وېرېږي به. د ابن کثیر خبره خلاصه سوه.
 
الله تعالي موږ ته ډېر لوی امر کړی دی، او هغه دا دی، چي په رسول الله صلی الله علیه وسلم درود او سلام ووایو.
 
     اې الله! زموږ پر نبي محمد صلی الله علیه وسلم درود، سلام او برکت ولېږه، اې الله! له راشدینو خلفاوو راضي او خوښ سه!، هغه چي ټول حکمونه او فیصلې يې پر حق او عدل ولاړې وې، اې تر ټولو مهربانه ذاته! له ابو بکر، عمر، عثمان، علی ، ټولو اصحابو، او زموږ ټولو څخه په خپل احسان، کرم او مهربانۍ سره خوښ او راضي سه!
 
اې الله! یا ذا الجلال والاکرام، زموږ او د ټولو مسلمانانو احوال په اسلام سره سم کړه، اې الله! په اسلام سره موږ ته خوشحاله ژوند راکړه، اې الله! د توحید په عقیده کي زموږ امت ته خوشحاله ژوند ورکړه. یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! مسلمانانو ته عزت، قوت او نصرت ورکړه، اې الله! مسلمانان خپلي لاري ته هدایت کړه، اې الله! مسلمانان خپلي لاري ته هدایت کړه.
 
اې الله! د اسلام دښمنان هلاک کړه، هغوی تا نسي کمزوری کولای، اې الله! د اسلام دښمنان هلاک کړه، هغوی تا نسي کمزوری کولای، اې الله! هغوی هلاک کړه، اې الله! پر هغوی خپل هغه لښکر ولېږه، چي ماته نه خوري، اې الله! پر هغوی خپل هغه لښکر ولېږه، چي ماته نه خوري، یا قوي یا عزیز، یا ذا الجلال والاکرام.
 
اې الله! مومنانو او مسلمانانو نارینه او ښځو، مړو او ژوندو ته بخښنه وکړه.
 
اې الله! موږ ته په دنیا او آخرت کي ښېګڼه راکړه، او موږ د اور له عذاب څخه وساته.
 
اې الله! موږ ستا د نعمت له زواله، ستا د عافیت له پورته کېدلو، ناڅاپه عذاب او ستا له غضب او قهر څخه وساته.
 
اې الله! موږ له سختو مصیبتونو، بدبختیو، ستا له سختو پرېکړو، او په موږ باندي د دښمن له خوشحالۍ څخه وساته.
 
اې الله! زموږ ولي الامر ته د هغه کارونو توفیق ورکړه، چي ته په خوشحاله کېږې.
 
اې الله! د مسلمانانو ټولو حاکمانو د دوی د اولسونو او خلګو د دیني او دنیوي خدمت توفیق ورکړه، یا حي یا قیوم.
 
اې الله! یا غني یا حمید! اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! پر موږ باران وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو پر خاورو باران وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو پر خاورو باران وکړه، اې الله! زموږ او د ټولو مسلمانانو پر خاورو باران وکړه، یا غني یا حمید، یا ذا الجلال والاکرام.
 
د الله بندګانو!
 
د الله تعالی ډېر ذکر او یاد وکړئ، او سهار او ماښام د هغه پاکي ووایاست.
 
----------------------------
د حرم شریف خطبه: د امت د بریالیتوب اسباب
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته