تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
محصل ته نصیحت: د استادانو او مشرانو احترام ساتل(۸)
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 16, 2018
  0

لیکنه: استاد عبدالسمیع شینواري/ تعلیم السلام ویب پاڼه

 

اتم نصیحت


ګرانو محصلینو! د استادانو احترام او عزت کول او د هغوی نصیحت قبلول و خبرو ته ئې غوږ نیول د یو ښه محصل پر ښو اخلاقو، ښه ذکاوت او ښه تربیه دلالت کوي او د اسلام مبارک دین موږ همیشه په ښو اخلاقو او متقابل احترام امر کوي؛ لکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه چي په یوه حدیث کي راځي: هغه زموږ څخه نه دی چي تعظیم ( احترام) د مشرانو نه کوي.

په بل حدیث مبارک رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمائي: ( إنما بعثت لأتمم صالح الأخلاق ) (رواه احمد).

ژباړه: زه د دې لپاره مبعوث کړل شوی یم چي صالح ( نیک ) اخلاق پوره کړم.


د اخلاقو اهمیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعا څخه هم معلومېږي، کوم چي مسلم شریف روایت کړې ده (... وماته د ښو اخلاقو هدایت وکړه، بل څوک د ښو اخلاقو هدایت نسي کولای ستا څخه پرته ...) حال دا چي ټوله دنیا په دې قانع ده، چي محمد صلی الله علیه وسلم د دنیا تر ټولو ښه اخلاق درلودونکی وو او بیا هم دی مبارک صلی الله علیه وسلم د الله جل جلاله څخه د ښو اخلاقو غوښتنه کوي؛ بلکي ښه اخلاق درلودونکي به ورسول صلی الله علیه وسلم ته د قیامت په ورځ تر ټول نژدې او خوښ کسان وي او بد اخلاقه به تر ټولو لیري او نا خوښه کسان وي. لکه څنګه چي په یوه مبارک حدیث کي راغلي:

( ان أحبكم الي وأقربكم مني في الآخرة محاسنكم أخلاقا وان أبغضكم الي وأبعدكم مني في الآخرة مساويكم أخلاقا...) (رواه احمد).

 

که موږ د قران کریم و ارشاداتو ته راسو، نو وبه ووینو چي ابراهیم علیه السلام د خپل پلار په وړاندي څومره په ادب او احترام سره خبري کوي او د ابراهیم علیه السلام پلار په حقیقت کي یو بت جوړونکی، بت خرڅونکی او بت پرست مشرک و، لکه څنګه چی الله جل جلاله فرمائي:

(إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا يَسْمَعُ وَلَا يُبْصِرُ وَلَا يُغْنِي عَنْكَ شَيْئًا) (سورت مریم ۴۲).

ژباړه: دوی ته لږ هغه وخت ور یاد کړه، چي کله ابراهیم خپل پلار ته وویل ( پلار جانه ) ولي د هغو شیانو عبادت کوي، چي نه څه اوري نه څه ویني او نه ستا څخه د کوم شي دفع کولای سي؟


که واقعي ژوند ته متوجه سو او واقیعت درک کړو، نو هیڅ کله به موږ په پیسو یو صمیمي، مخلص او وفاداره دوست نه کو پیدا، لیکن موږ کولای سو چی په ښه اخلاق او احترام باندي ښه دوستان پیدا کړو، لکه څنګه چي الله جل جلاله د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښه اخلاقو او ښه رویې صفت وموږ ته کوي:

(وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ) (سورت فصلت: الایة ۳۴)

 
یعني ای پیغمبره صلی الله علیه وسلم ! نیکي او بدي یو شانته نه دي. ته د بدۍ مخنیوی په هغي نیکي سره وکړه، چی هغه ډېر ښه وي ته به وګورې چي ستا سره چي د چا دښمني لوېدلې وه، هغه دي لکه صمیمي دوست ګرځېدلی دی.


بلکی پر موږ الله جل جلاله د مشرانو اطاعت او احترام کول واجب ګرځولی دی، لکه الله جل جلاله چي په هم دغه مبارک ایات کي فرمائي:


( یایها الذین آمنوا أطیعوا الله واطیعوا الرسول واولي الأمر منکم ...) (سورة النساء : الاية ۵۹)

یعني: ای مومينانو تاسو د الله او د هغه د رسول او هغه كسان چي ستاسو څخه د امر خاوندان وي اطاعت وكړي...

 

او حقیقت هم دا دي چي دین د اخلاقو پرته داسي مثال لري؛ لکه خالي صنف چي نه محصل او نه استاد ولري او هم دا شان اخلاق پرته له دینه هیڅ ارزښت او فایده نه لري.

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته