تازه سرليکونه
د (فتوا لمونځ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
فتوا: په خونه کي د عکس سره لمونځ کول
 
  November 18, 2013
  0

 تعليم الاسلام دارالافتاء


د صادرې شميره : (۱۰۶۵)

نوم: احمد بشیر

د اوسېدو ځاى: (چین )

سوال :م ما په خونه کي خپل عکس چي نیم عکس دی یعني تر سینې پوري دی او راسته طرفته مي ځوړند یا ځړولی دی نو دا خو به کومه پروا نه لري او که چیري همدغه عکس د شاه طرفته وځړول سي نو څنګه دی؟

 جواب : 

حامداً و مصلياً

د رحمت ملائیکي و هغه خوني ته نه ورځي په کومه خونه کي چي د چا خپل یا د بل عکس ځوړند وي، دغه ډول په کومه خونه کي چي عکس وي هلته لمونځ کول مکروه دى، هر اړخ ته چي وي عکس که پوره او یا ئې د سره نیمه خوا وي ، خصوصاً که مخامخ وي بيا زيات مکروه دى، البته که ډېر کوچنى وي چي کتونکي ته سم نه ښکاري يا يې سر نه وي، او يا سپک ځاى ايښودل سوي وي لکه پر فرش باندي تر پښو لاندي وي بيا پروا نه کوي خو چي د سجدې پر ځاى نه وي.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ويكره أن يصلي وبين يديه أو فوق رأسه أو على يمينه أو على يساره أو في ثوبه تصاوير وفي البساط روايتان والصحيح أنه لا يكره على البساط إذا لم يسجد على التصاوير وهذا إذا كانت الصورة كبيرة تبدو للناظر من غير تكلف، ولو كانت صغيرة بحيث لا تبدو للناظر إلا بتأمل لا يكره وإن قطع الرأس فلا بأس به. الفتاوي الهنديه: ج١، ص١٠٧. الفصل الثاني في ما يکره. طبع بيروت.

(٢):وأشدها كراهة أن تكون أمام المصلي ثم. الهداية: ج١، ص١٢٦. وايضاً في الفقه الحنفى: ج١، ص٢٣٧. طبع حبيبية.


جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته